مزارشريف (پژواک، ۱۳ مرغومی ۹۴): د بلخ ولايت د ځينو ولسواليو اوسېدونکي د روغتيايي اسانتياوو له کموالي سر ټکوي.
د دغو ولسواليو اوسېدونکو د روغتيايي کلينيکونو د ودانيو نشتوالی ستونزه ګڼي، ځيني د درملو کمښت او ځيني بيا د ډاکټرانو له چلنده شکايت کوي.
خو د بلخ د عامې روغتيا مسوولين که څه هم په ولسواليو کې روغتيايي ستونزې مني؛ خو تر دې کچې نه څومره چې يې خلک يادونه کوي.
د زارع ولسوالۍ اوسېدونکي خيرالدين پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې له خورا روغتيايي ستونزو سره مخ دي.
نوموړي زياته کړه، د ولسوالۍ روغتيايي کلينيک يې ودانۍ نه لري، درمل په کې د نشت برابر دي او ډاکټران يې هم دنده سمه نه ترسره کوي.
د هغه په وينا، د ډاکټر کور يې د ولايت په مرکز کې دی چې له همدې ډېری وخت په کلينيک کې نه وي او د ولسوالۍ خلک مجبورېږي چې د عادي ناروغيو لپاره هم تر مزارشريف پورې سرګردانه شي.
خيرالدين وويل، کلينيک د ولسوالۍ په مرکز کې دی چې د يادې ولسوالۍ د غرنيو سيمو د شتون له امله ډېری خلک ورته لاسرسی نه لري.
نوموړي زياته کړه، حکومت مکلف دی چې د يادې ولسوالۍ روغتيايي تشو ته په جدي توګه پاملرنه وکړي.
د شولګر ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې له تېرو پنځو کلونو يې په ولسوالۍ کې د روغتيايي کلينيک ودانۍ چارې پيل شوې؛ خو لا بشپړې شوې نه دي.
د دې ولسوالۍ اوسېدونکي يحيى پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ياده ولسوالۍ کې روغتيايي اسانتياوې د نشت برابرې دي.
نوموړي زياته کړه، دوی مجبور دي چې د هر ډول روغتيايي ستونزې د حل لپاره د مزارشريف ښار ملکي روغتون ته ځان ورسوي چې ورته ستونزمنه چاره ده.
د هغه په وينا، تر دې دمه يې د ولسوالۍ روغتيايي کلينيک ودانۍ نه لري، پنځه کاله وړاندې يې د روغتيايي کلينيک د جوړېدو چارې پيل شوې؛ خو لا نه دی جوړ شوی.
يحيی وويل چې څه موده وړاندې د کليينک د ودانۍ يو څه برخه سېل يوړه او د سيمې ځينې پخواني قوماندانان او زورواکي نه غواړي، چې دغه ودانۍ بشپړه شي.
نوموړي زياته کړه: ((له تېرو څوارلس کلونو د ولسوالۍ صحي کلينيک په کرايي حوېلی کې دی، چې له سلو مريضانو ايله څو کسه په کې تداوي شي. بس يو قسم ګولۍ دی هر چا ته يې ورکوي.))
د شورتپې ولسوالۍ کلينيک لري خو د دې ولسوالۍ اوسېدونکي د شته روغتيايي کلينيک له ډاکټرانو سر ټکوي چې درمليزې چارې په سمه توګه نه شي ترسره کولی.
د دې ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالودود پژواک ته وويل چې په ولسوالۍ کې يې کلينيک شته؛ خو خلک پرې باور نه کوي، خپل ناروغان مزارشريف ښار ته راولي.
نوموړي زياته کړه چې هېڅ ډول معاينات په کې نه کېږي او درمل هم په کې په سمه توګه نشته.
د هغه په وينا، همدا ده چې د شورتپې او مزارشريف ښار ترمنځ د لويې لارې د خرابولي له امله د خپلو ناروغانو د درملنې په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
د بلخ د ملکي روغتون د ساري نارغيو د کنټرول مسوول اسدالله شريفي پژواک ته وويل چې د تېرو څوارلسو کلونو په اوږدو کې د بلخ په ټولو ولسواليو کې د اوسېدونکو د شمېر له مخې روغتيايي کلينيکونه جوړ شوي دي.
نوموړي زياته کړه چې دوی د وزارت د نورمونو پر اساس په بلخ ولايت کې له روغتيايي مرکزونو څخه نيولې د ولسوالۍ په کچه جامع روغتيايي کلينيکونه هم لري.
د هغه په وينا، ځيني خلک اوس د پخوانيو وختونو عادتونه کوي چې که په عادي زکام ناروغۍ هم اخته وي نو د ډېرو درملو غوښتنه کوي.
ډاکټر اسدالله شريفي وويل: ((کله چې په ولسواليو کې د زکام ناروغۍ لپاره يو پاکټ ګولۍ ورکړل شي نو دوی بيا شکايت کوي چې بس يوازې ګولۍ يې راکړې، نور هېڅ نه.))
نوموړي زياته کړه چې په ولسواليو کې تر ټوله کوچنی روغتيايي کلينيک د ورځې سل ناروغان ګوري، چې د مياشتې په حساب درې زره کسان کېږي چې دې ټولو د دوی په خوښه درمل نه شي ورکول کېدی.
هغه د بېلګې په توګه د شورتپې ولسوالۍ يادونه وکړه چې د معتادينو لپاره د يو کلينيک په ګډون په دغه ولسوالۍ کې څلور روغتيايي مرکزونه لري.
ډاکټر اسدالله شريفي وويل، دوی مني چې لا هم په بلخ ولايت کې په ټوله معنا د روغتيايي ستونزو د حل لپاره لا لازمو ګامونو ته اړتيا ده.
نوموړي زياته کړه چې په بلخ ولايت کې له مزارشريف ښاره پرته د ولسواليو په کچه تر سلو ډېر روغتيايي کلينيکونه لري چې په پرله پسې توګه روغتيايي اسانتياوې رامنځ ته کوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










