کابل (پژواک، ١٣ مرغومى ٩٤): د زمبابوې کرکټ ملي لوبـدلې له افغانستان څخه د کرکت درېيمه يوه ورځنۍ لوبه وګټله.
دا لوبه پرون تر غرمې وروسته د متحده عربي اماراتو د شارجې په لوبغالي کې ترسره شوه.
ددې لوبې پچه زمبابوې وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه، د زمبابوې د لوبې پيل ښه نه او په ٤٩ منډو يې ٧ پياوړي لوبغاړي سوځېدلي وو، خو خو د مسکدزاده او ګريمر د ښې لوبې له امله يې منډې ١٧٥ ته ورسېدلې او افغانستان ته يې د ١٧٦ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان لوبغاړو کله چې لوبه پيل کړه، نو په لومړي اوور کې يې دوه پياوړي لوبغاړي وسوځېدل، او ورپسې د لوبغاړو د سوځېدو لړۍ پيل شوه.
د افغانستان ټوله لوبډله په ٥٨ منډو وسوځېدله او دغه ارز زمبابوې دا لوبه د ١١٧ منډو په توپير سره وګټله.
د يادونې وړ ده چې لومړۍ دوه لوبې افغانستان ګټلې وې.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










