کابل (پژواک، ١٤ مرغومى ٩٤): د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د سوېلي اسيا په سيالو کې د اتلولۍ له دويم مقام اخيستو وروسته نن هېواد ته راستنه شوه.
په کابل هوايي ډګر کې ورته د دولتي چاروکو، ښځو او ماشومانو په ګډون زرګونه کسان د هرکلي لپاره ولاړ وو او لوبډله يې تر ورزشي لوبغالي پورې د لوبغاړو د هرکلي لپاره جوړو شوو مراسمو ته بدرګه کړه.
د سوېلي اسيا هېوادونو د اتلولۍ جام (چلېنج) کپ کې د افغانستان، هندوستان، مالديو، بوتان، سريلانکا، بنګلدېش او بوتان ملي لوبډلو په دوو ډلو کې سيالي وکړه.
د هېواد د فوټبال ملي لوبډلې په بي ګروپ کې له بنګلدېش، مالديو او بوتان سره يو ځاى وه او وتوانېده چې په ټولو څلورو لوبو کې په برياليتوب سره پوره ګولونه ووهي.
پاکستان په دغو سياليو کې له ګډونه ډډه کړې ده.
افغانستان په دغو سياليو کې ١٦ ګولونه وهلي او يو ګول يې خوړلى چې بالاخره يې د سياليو پايلوبې ته لار ومونده او تېر ماښام يې د اتلولۍ جام د ترلاسه کولو لپاره له هند سره سيالي وکړه.
په دې سيالۍ کې افغان لوبغاړو ښه لوبه وکړه او زبير اميري په ٧٠مه دقيقه کې لومړى ګول وواهه، خو دوې دقيقې وروسته هندي لوبغاړي جي جي ګول ترسره کړ او لوبه په خپل قانوني وخت کې يو-يو مساوي پاى ته ورسېده.
جاپاني داور د لوبې د مساوي والي له امله دوه ١٥ دقيقه يي نيمايي وخت اعلان کړ او هندي لوبغاړي سونيل چهتري په نيمو لومړيو دقيقو (١٠١) کې وتوانېد چې دويم ګول ووهي.
په ١١١ دقيقه کې د افغانستان د ملي لوبډلې سر روزنکي پيتر شګرت له دې امله د لوبې ميدان پرېښود چې د لوبې داور د هندي لوبغاړلي تېروتنه ونه نيوله او په ١٢٠ دقيقه کې هم افغان لوبغاړى هاتفي ته ژېړ کارت ورکړل شو.
بالاخره سيالي د دوه يې پر يو د هندوستان په ګټه پاى ته ورسېده او د هېواد ملي لوبډلې د سوېلي اسيا سياليو کې دويم مقام خپل کړ.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن