منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۰۷ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

یو ورزشکار له دمې پرته دوه زره “بيتک” ترسره کوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۸ کتنې

کابل (پژواک، ١٤ مرغومى ٩٤): یو د منځني قد لرونکى ورزشکار چې په ٧٧ دقيقو کې له کومې دمې پرته دوه زره بيتک ترسره کوي، وايي چې که ملاتړ يې وشي د اسيا په کچه چلېنج ورکوي.

حليم "صحتمند" د پژواک خبري اژانس د خبري ډلې پر وړاندې د ٧٧ دقيقو په ترڅ کې په يوه دمه څه باندې دوه زره "بيتک "ترسره کړل.

دغه ٥٢ کلن ورزشکار خپل لومړى بيتک سهار لس نيمي بجې پيل او له غرمې وړاندې په ١١:٤٨ بجو يې له کومې خستګۍ پرته ٢٠٠٥ بيتک بشپړ کړل.

بيتک کېناستو او ولاړېدو ته وايي، له ازادو ورزشي حرکتونو دي چې زيات فشار يې په عضلو او له دې ډلې په ورنونو راځي. دا ورزش د جسمي وړتيا د لوړولو سبب ګرځي.

حليم صحتمند وويل چې د روان کال په لړم مياشت کې يې د روان ٢٠١٥ کال تر پايه د افغانستان په کچه د دوه زره بيتک اجرا کولو چلېنج ورکړى و، خو تر اوسه هېڅ کوم ورزشکار دا چلېنج نه دى منلى، له همدې امله ځان په ٢٠١٥ کال کې د بيتک اتل بولي.

نوموړى چې د ٢٣٠٠ بيتک وړتيا لري، هڅه کوي چې دا شمېره په راتلونکي کې نوره هم لوړه کړي.

صحتمند زياته کړه چې دا حرکتونه مالي لګښتونه هم لري: ((په هر حرکت کې له نورو لګښتونه پرته لس هګۍ خوري چې شپږ يې خامې او څلور نورې په غوړو کې پخوي.))

هغه زياته کړه، دا چې حکومت په خپل منځ کې نښتى، تر اوسه يې له حکومت نه د مرستې غوښتنه نه ده کړې، خو ټينګار يې وکړ چې که چېرې يې ملاتړ وشي، کولى شي چې د اسيا په کچه چلېنج ورکړي او د اسيا په کچه د بيتک تر ټولو لوړ ريکارډ جوړ کړي.

دې ورزشکار زياته کړه چې د بايسکل ځغلونې په سيالۍ (امان الله خان جام) کې يې له کابل نه تر جلال اباد پورې ګډون او ديارلسم مقام او د افغان بيسيم سيالۍ کې يې نهم مقام خپل کړى چې له دواړه سياليو يې جايزې هم ترلاسه کړې دي. د دې تر څنګ يې د بيات بنسټ له کلنيو سياليو کې هر کال يو بايسکل د جايزې په توګه ترلاسه کړى دى.

هغه وويل چې په ١٣٩١ لمريز کال کې يې له افغانستان نه سعودي عربستان ته د حج ادا کولو لپاره پر بايسکل حرکت وکړ، خو کله چې د عراق پولې ته ورسېد، هغه هېواد د نا امنۍ په سبب د تېرېدو اجازه ورنه کړه او بېرته هېواد ته راستون شو.

صحتمند څرګنده کړه چې عمر يې د دې مناسب نه دى چې د بايسکل ځغلونې په نړيوالو سياليو کې ګډون وکړي او هېواد ته وياړونه وګټي.

د بايسکل ځغلونې فدراسيون مشر عبدالصادق صادقي وويل چې صحتمند په کورنيو او نړيوالو سياليو کې ګڼې جايزې ترلاسه کړې چې د ستاينې وړ دي.

هغه وويل: ((که چېرې حکومت له ورزشکارانو ملاتړ وکړي، نه يواځې چې ښاغلى صحتمند، بلکې نور ورزشکاران هم کولى شي چې په نړيواله کچه ريکارډ جوړ کړي او لاسته راوړنې ولري.))

صحتمند له څه باندې ١٧ کلونو راهيسې د بايسکل ځغلونې په څانګه او دوه کاله د سوک وهنې په برخه کې ورزش کرى دى.

هغه د لغمان ولايت په قرغيو ولسوالۍ کې زېږېدلى او له څه باندې ٢٠ کلونو راهيسې په کابل کې ژوند کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې