کابل (پژواک، ۱۶ مرغومی ۹۴): افغانستان د کرکټ په پنځمه یوه ورځنۍ نړیواله لوبه کې زمبابوې ته په ماتې ورکولو سره د کرکټ په تاریخ کې بل ریکارډ جوړ کړ.
دا لوبه نن دمرغومي په ۱۶مه، د متحده عربي اماراتو په شارجې لوبغالي کې ترسره شوه، چې دافغانستان په بریا او اتلولۍ سره پای ته ورسېده.
د افغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک پژواک خبري اژانس ته وویل، چې ددې لوبې پچه زمبابوې وګټله او لومړی یې د توپوهنې پریکړه وکړه، دزمبابوې لوبډلې په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د ۱۰ لوبغاړو په سوځیدو ۲۴۸ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۲۴۸ منډو هدف ورکړ، د زمبابوې له لوري مسکاډزا سلیزه ووهله، دافغانستان له لوري حمزه هوتک۳، نبي عیسی خېل، راشد ارمان او دولت ځدران دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
د افغانستان لوبډلې په ډیره ښه توګه دیاد هدف ترلاسه کولو لپاره لوبه پیل کړې وه، خو چې منډې ۵۰ ته ورسېدې، نو شهزاد محمدي، نورو منګل او بیا نور علي ځدران وسوځېدل، په مینځ کې محمدنبي او حشمت الله شهیدي ښه لوبه وکړه، خو چې منډې يې ۱۳۰ ته ورسېد، نو ددوی ترڅنګ اصغر ستانکزی هم وسوځیدل او داسې ښکارېده، چې افغانستان دا لوبه نه شي ګټلی.
خو ملي لوبغاړی ګلبدین نایب ډیره په زړه پورې لوبه وکړه او د ۶ شپیږو پر مټ یې له راشد ارمان سره یو ځای یې هدف ته ځان ورسولو ، لوبه یې هم وګټله او اتلولي یې هم هېواد ته ورپه برخه کړه.
ګلبدین نایب ۸۲ ناسوځېدلې او رشید خان ۳۲ منډې جوړې کړې.
شهزاد محمدي ددې سیالیو او ګلبدین نایب د پنځمې لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.افغان لوبغاړي حمزه هوتک ته د دې سیالیو د غوره توپ اچوونکي جایزه ورکړل شوه.
د یادونې وړ ده چې د یوه ورځنیو پنځو لوبو لومړۍ دوه افغانستان او وروستۍ دوه لوبې زمبابوې ګټلې وې او د پنځمې لوبې ګټلو سره افغانستان ته ددې سیالیو د اتلولۍ کپ ورکړل شو. افغانستان چې دکرکټ ددویمې درجې هېواد دی، د کرکټ د لومړۍ درجې هیواد زمبابوې ته په ماتې ورکولو سره بل تاریخ جوړ کړ
ولسمشر اشرف غني، اجراییه رییس ډاکټر عبدالله، د اجراییه ریاست مرستیال انجنیر محمد خان، او ګڼ شمیر نورو ویرانو، والیانو او چارواکو پر دې بریا ملي لوبډلې او هېوادوالو ته مبارکي ورکړې ده.
تر دې مخکې افغانستان زمبابوې ته پخپل هېواد کې هم درې پر دوه لوبو ماتې ورکړې وه.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










