کابل (پژواک، ١٧ مرغومى ٩٤): زرګونو هېوادوالو تېره شپه د ژمي په دې سړه هوا کې د هېواد د کرکټ د ملي لوبډلې پر وروستۍ بريا جشنونه وکړل، په ډولونو او اتڼونو يې ولمانځله.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تېره شپه ناوخته د متحده عربي اماراتو په شارجې لوبغالي کې د زمبابوې لوبـډلې ته په پنځمه او وروستۍ يوه ورځنۍ نړيواله لوبه کې ماتې ورکړه او د دې سياليو لړۍ يې درې پر دوو لوبو وګټله.
افغانستان چې د کرکټ د نړيوالې شورا د دويمې درجې غړى هېواد دى، د کرکټ په تاريخ کې لومړى هېواد شو چې د لومړۍ درجې له غړي هېواده دوه ځلې پرله پسې د يو ورځني کرکټ لړۍ ګټي.
د افغان ملي لوبغاړي ګلبدين نايب په زړه پورې لوبه د دې لامل شوه چې زمبابوې له ماتې سره مخ شي، له دې بريا سره سم د هېواد په پلازمېنه کابل او ګڼو نورو ولاياتو کې د شپې په دوولسو بجو خلک سړکونو او لارو کوڅو ته راووتل او په اتڼونو او ډولونو یې دغه بريا ونمانځلو.
سره له دې چې څو ورځې مخکې د کورنيو چارو وزارت له خوا د ډزو نه کولو په اړه اعلاميه خپره شوې وه، خو بيا هم بېګا په کابل او ولايتونو کې سختې هوايي ډزې وشوې، خو تر اوسه د چا د ژوبلېدو راپور نه دی ورکړل شوی.
سلګونه هېوادوال د کابل ښار د چمن حضوري تر څنګ د افغانستان کرکټ بورډ مخې ته له ملي بيرغونو سره راټول شوي وو او د تېرې شپې د بريا جشن يې ونمانځه.
د شاهدالله په نوم يو کس چې له کارته نو څخه راغلى و، پژواک خبري اژانس ته وويل: ((افغانان د خوښیو له ډېرو کمو شېبو سره مخ کېږي، همدا د کرکټ لوبغاړي دي چې کله کله خوښي راکوي.))
د کابل ښار د کوټه سنګي سيمې ته هم لسګونه ځوانان راټول شوي وو او د ملي لوبډلې په بريا يې خوښي لمانځله.
د ادريس احمد په نوم يوه ځوان پژواک اژانس ته وويل: ((زه خپله خوښي نه شم بيانولى، دا ډول خوښۍ په ژوند کې ډېرې کمې راپېښېږي.))
په کندهار کې د پژواک خبري اژانس خبريال بشير نادم وايي چې د افغانستان له بريا سره سم د کندهار زرګونه ځوانان واټونو ته راووتل او د شپې تر ناوخته يې د دې خوښۍ جشن ونمانځه.
هغه زياتوي، د کندهار ښار د بېلابېلو سيمو زرګونو اوسېدونکو چې پر خپلو موټرو يې ملي بيرغونه رپولي وو، کرکټ ته ويل شوې سندرې يې غږولې، د ښار پر بېلابېلو واټونو وګرځېدل او د خوښۍ اتڼونه يې کول.
د کندهار ښار يوه ځوان خان انصاري د کرکټ د دې وروستۍ بريا په اړه پژواک اژانس ته وويل، د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې دويم ځل د کرکټ په تاريخ کې ريکارډ جوړ کړ او افغانانو ته يې بيا خوښۍ ور په برخه کړې.
هغه زياته کړه، دا دويم ځل دى چې د کرکټ په تاريخ کې ملي لوبډله له يوه بشپړ غړيتوب لرونکي هېواد څخه د کرکټ د يو ورځنيو لوبو لړۍ ګټي.
له کله راهيسې چې په شارجه کې د افغانستان او د زمبابوې د لوبډلو تر منځ د لوبو لړۍ پيل شوې، نو د هرې لوبې پر مهال د ننګرهار ولايت سلګونه ځوانان په جلال اباد ښار کې راټول او د تلويزيون پر لويه پرده يې د دې لوبې ننداره کوله.
په ننګرهار کې د پژواک خبريال زيرک فهيم وايي، تېره شپه چې زرګونه کسان د جلال اباد شېرزي لوبغالي کې راټول شوي وو، پر بريا یې د خوښۍ اتڼونه پيل کړل او د جلال اباد ښار واټونو ته راووتل.
زيرک وايي: ((کلونه وروسته مې په جلال اباد ښار کې د خوښيو دومره ستر مراسم وليدل، په دې مراسمو کې سپين ږيري، ځوانان او ماشومان هم شامل وو او د ملي لوبډلې په وياړ يې شعارونه ورکول.))
هغه زياته کړه چې د دې تر څنګ په ټول ښار او ولسواليو کې خلکو د خوښۍ لپاره بې شمېره هوايي ډزې هم وکړې.
زيرک وايي چې نن سهار يې د عامې روغتيا له رييس سره اړيکه نيولې، خو روغتون ته د هوايي ډزو له امله کوم ټپي نه و ور وړل شوى.
دغه راز په خوست، هلمند، زابل، بلخ ، لغمان او يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د شپې تر ناوخته پورې خلکو په لارو او سړکونو کې ګرځېدل او د ملي لوبډلې پر بريا يې خوښي کوله.
دغه راز د کرکټ د بريا په اړه ولسمشر، اجراييه رييس، د اجراييه رياست لومړى مرستيال، د بلخ والي، پخوانى والي جمعه خان همدرد، د ملي دفاع وزارت، او ګڼ شمېر نورو وزيرانو، وکيلانو او چارواکو لخوا د مبارکۍ پيغامونه خپاره شوي دي.
د افغانستان کرکټ بخوانى رييس او پخوانى سلاکار وزير شهزاده مسعود هم پر يادې سترې بريا مبارکي ورکړې ده.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د کرکټ ملي لوبډلې تل هېواد ته وياړونه راوړي او د هېواد ملي بيرغ يې په نړيوالو ميدانونو کې رپولى دى.
نوموړي هيله څرګنده کړه، چې د هېواد د کرکټ ملي لوبډله په راتلونکي کې هم دا ډول برياوې ترلاسه کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










