کابل (پژواک، ۱۸ مرغومی ۹۴): ټاکل شوې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن شپه په شل اوریزه لوبه کې له زمبابوې سره ولوبېږي.
د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه سیالي به نن شپه نهه بجې په شارجه کې پیل شي.
هغه زياته کړه چې په یوې ورځنۍ لوبو کې افغانستان زمبابوې ته دری پر دوه لوبو ماتې ورکړه.
د یادونې ده چې دوه شپې مخکې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د متحده اماراتو د شارجې په لوبغالي کې زمبابوې ته په نړیوالو پنځمې وروستۍ لوبه کې ماتې ورکړه او افغانانو پر دې بریا په ټول هېواد کې جشن ونیو.
افغانستان د کرکټ د نړیوالې شورا دویمه درجه غړیتوب لرونکی هېواد دی او د کرکټ په تاریخ کې لومړی هېواد دی چې یو بشپړ غړیتوب لرونکي هېواد ته دوو سریزو کې پر له پسې ماتې ورکوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










