خوست ښار (پژواک، ١٩ مرغومى ٩٤): د خوست د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي، چې په توبرکلوز ( نري رنځ ) ناروغۍ د اخته کسانو په راجلبولو سره د دې ناروغۍ په کنټرول او درملنه کې مخ پروړاندې روان دي.
په دې ولايت کې د توبرکلوز د مرکز مسوول ډاکټر محمدولي پژواک اژانس ته وويل، چې د ناروغانو په راجلبولو سره په دې بريالي شوي، چې روغو کسانو ته يې سرايت کنټرول کړي.
هغه وويل، چې په ۲۰۱۵ ميلادي کال کې يې د نري رنځ ۱۲ سوه مثبتې پېښې لرلې، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۴ ميلادي کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر شاوخوا ۹ سوه و.
نوموړي زياته کړه: ((زياتره يادې مثبتې پېښې ډېرې خطرناکې وې، چې په ډېرې اسانۍ سره له يوه انسان څخه بل ته سرايت کوي. دغه ناروغان مو تر درملنې لاندې نيولي دي.))
ډاکټر محمدولي زياته کړه، د مثبتو پېښو د شمېر زياتېدل ددې څرګندونه کوي، چې د نري رنځ د ناروغانو په موندلو او د دې ناروغۍ په درملنه او مخنيوي کې يې پرمختګ کړی دی.
نوموړي پر يادې ناروغۍ د اخته کسانو د راجلبولو په برخه کې د توبرکلوز په اړه خلکو ته د ښه او اړين عامه پوهاوي ترڅنګ ځينې نور لاملونه هم په ګوته کړل.
هغه وويل: ((پر دولتي روغتيايي مرکزونو د خلکو باور ډېر شوی او په وړيا ډول يې تداوي کوي. د ناروغانو په کشف کې د ټولنې رضاکاران له موږ سره همکار دي. مخکې ناروغانو روغتيايي مرکزونو ته چندانې مراجعه نه کوله.))
د نري رنځ دغه متخصص ډاکټر محمدولي وايي، توبرکلوز ساري ناروغي ده، چې له يوه انسانه بل ته سرايت کوي او د مړينې ترڅنګ ناروغ انسان له ډېرو نورو ستونزو سره هم مخ کوي.
هغه له خلکووغوښتل، چې که دوه اوونۍ پرله پسې ټوخی او بلغم يوځای ولري، ژر تر ژره دې خپل نږدې روغتيايي مرکز ته د معايناتو او درملنې لپاره لاړ شي.
هغه وويل، چې د مرکز په ګډون د دې ولايت د ولسواليو زياتره روغتيايي مرکزونه د نري رنځ يا توبرکلوز د معاينې پر اړينو طبي وسايلو او درملنې سمبال دي.
د خوست په مرکز کې د توبرکلوز د لابراتوار څانګې مسوول ډاکټرسيدمحمد کريم وايي، چې هره ورځ تر دېرشو پورې د نري رنځ شکمن روغان د معايناتو لپاره ورځي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې له ياد شمېر څخه په شاوخوا پنځه سلنه کسانو کې د توبرکلوز ناروغي تثبيتېږي، حال دا چې تېر کلونه يې دومره مراجعين نه لرل.
login or register a new account.