کابل(پژواک، ١٩ مرغومى ٩٤): د افغانستان د عامې روغتيا وزارت تاييد کړه چې په کابل ښار کې د روږدو کسانو د ټولولو د کمپاين پرمهال يوه روږدي د عامې روغتيا پر وزير د پيچکارۍ(سرنج) بريد کړى، خو وزير ته په کې زيان نه دى رسېدلى.
دا په داسې حال کې ده چې هشت صبح ورځپانې د يوې سرچينې له قوله چې نوم يې نه دى ياد شوى، ليکلي چې يوه روږدي د عامې روغتيا پر وزير ډاکټر فيروزالدين فيروز له شانه د ايچ اى وي پر ويروس ککړه پيچکاري وهلى ده.
سرچينې زياته کړه چې په ايچ اى وي ويروس ککړه پيچکاري د ډاکټر فيروز بدن ته ننوتې او فيروز له دې پېښې وروسته په بېړني ډول له هېواد نه بهر د درملنې لپاره لېږدول شوى دى.
خو د عامې روغتيا وزارت لخوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي:((د روږدو کسانو د ټولولو کمپاين په بهير کې خپله د عامې روغتيا وزير هم ګډون کړى و چې د خبرو پر وخت يوه روږدي د شپې له تيارې په ګټه اخيستلو سره د يوه سرنج په کارولو وزير په اوږه وهلى، له نيکه مرغه چې معاينې څرګنده کړې چې خپله وزير ته هېڅ ډول زيان نه دى رسېدلى او ددې ستونزې په سبب يې بهر ته هېڅ سفر نه دى کړى.))
د عامې روغتيا رياست د خپرونو مشر محمد اسماعيل کاووسي هم پژواک خبري اژانس وويل چې د عامې روغتيا پر وزير دا بريد د يوه روږدي لخوا د تېرې يکشنبې په ورځ په پل سوخته کې شوى دى.
خو هغه هم زياته کړه چې د وزير معاينات په کور د ننه شوي او هغه ته هېڅ زيان نه دى رسېدلى.
کاووسي زياته کړه چې د عامې روغتيا وزير د ولسمشر د لارښوونې له مخې د افغانستان او هندوستان د فوټبال لوبې د ليدلو لپاره هندوستان ته سفر کړى و او بېرته راستون شوى دى.
هغه وويل چې پر وزير بريد د نشه يي توکو د مافيا کار دى ، ځکه چې د نشه يي توکو مافيا د روږدو په ټولولو او درملنه کې خپلې ګټې له لاسه ورکوي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د نشه يي توکو د روږدو ټولول ددې وزارت په لومړيتوبونو کې ځاى لري او دې کار ته به ادامه ورکړي.
سرچينې همدارنګه ليکلي ، د عامې روغتيا وزير ژمن دى چې خلکو ته به د روغتيايي خدمتونو لپاره د پلانونو په پلي کولو کې له هېڅ ډول هڅو نه ډډه ونه کړي او په پوره زيار سره به د روږدو د درملنې او ټولولو پروګرام پلى کړي.
په تېرو دوو اوونيو کې شاوخوا زر په نشه يي توکو روږدي کسان په کابل کې را ټول شوي او فينکس مېشت غالي ته چې د هغوى د درملنې مرکز دى، لېږدول شوي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










