منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۰۹ غ.م
۱۰°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

چابهار بندر به د افغانستان په اقتصادي او سوداګريز پرمختګ کې مهم رول ولوبوي

· ۸ دقیقې لوستل · ۱۷۵ کتنې

کابل (پژواک،١٩ مرغومى ٩٤) : د چابهار بندر چې افغانستان له هند، منځنۍ اسيا او ايران سره په سوداګريزه توګه نښلوي،د افغانستان لپاره يوه حياتي پروژه ده چې د لنډې او ارزانه سوداګريزې لارې په موخه به ترې  ګټه واخيستل شي.

د حکومت اجراييه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله د يوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ تېره اوونۍ ايران ته د درې ورځني سفر پر مهال ددغه هېواد له چابهار بندر څخه هم ليدنه وکړه.

په ايران کې د افغان لوري د خبرو ډير تمرکز د افغان کډوالو د نه ځورولو ، هغوى ته د قانوني اوسېدنې د اسانتيارامنځ ته کول ، د زده کړې چانس ورکول ، د بنديانو دوسيو ته په وخت رسېدل ، سوداګرو ته د ويزې ترڅنګ د کاروبار مساعد چاپيريال رامنځته کول ، د چابهار سوداګريز بندر کې افغان شرکتونو ته د پانګې اچونې  لارې چارې برابرول ، د ريل پټلۍ او ځينو نورو اقتصادي مسايلو په اړه و.

 خو د ايراني چارو د خبرو زيات تمرکز په افغانستان کې د د اعش او ترهګرو پرضد مبارزه ، د نشه يي توکو د کر ، توليد او قاچاق مخنيوى ، د هلمند اوبو ، په ځينو سرحدي سيمو کې د وخت او ناوخته سرحدي تېروتنو او په افغانستان کې ايراني شرکتونو ته د پانګې اچونې زمينې مساعدول و .

په چابهار کې ډاکټر عبدالله د يوې غونډې پر مهال وويل چې د افغانستان د سياست محور اقتصاد او ايران د افغانستان د خارجي سياست په سر کې راځي .

د افغانستان لپاره د چابهار اهميت:

عبدالله له ياد بندر څخه د ليدنې پر مهال وويل چې چابهار د افغانستان ، هند ، او منځنۍ اسيا هېوادونو لپاره ډير زيات مهم دى او هغه څه چې يې په دې بندر کې وليدل، هغه به افغان سوداګر وهڅوي چې دلته پانګونه وکړي.

هغه زياته کړه، چابهار د افغانستان او په وچه کې د راګېر يو شمېر هېوادونو لپاره تر ټولو لنډه او ارزانه سوداګريزه لاره ده ، افغانستان به د چابهار او منځنۍ اسيا هېوادونو ترمنځ د يوه اغېزمن پول حيثيت غوره کړي .

د نوموړي په خبره ، چې دغه لاره به د افغانستان ، هند او ايران ترمنځ د سوداګريزو راکړه ورکړو ترڅنګ د يادو هېوادونو ترمنځ د ورورګلوۍ اړيکو په پياوړتيا  کې هم د پام وړ رول ولوبوي .

عبدالله زياته کړه، دا به لومړى ځل وي چې افغانستان به ازادو اوبو ته د چابهار بندر په وسيله  لار  پيدا کوي ترڅو د نړۍ نورو هېوادونو ته خپل سوداګريز توکي ولېږدوي.

د هغه په وينا، چابهار د اچانس افغان سوداګرو ته برابروي ، چې د نورو بندرونو په پرتله خپل توکي له  ١٠-٢٠ورځو پور ژر ورسوي او دغه راز هر کانتينر مال سوداګرو ته له ٥٠٠-١٠٠٠ډالرو پورې ارزانه پريوځي .

د اجراييه رييس په خبره ، ددې بندر بل اهميت په دې کې دى، چې په دغه بندر کې پر سوداګرو لږ  ګمرکي محصول او نور ټېکسونه راځي او په ډير لږ وخت کې يې ګمرکي او د بار د ښکته کولو او پورته کولو چارې ترسره کېږي.

د هغه په وينا، چابهار بندر د ايران د بندر عباس په پرتله ٦٠٠ کيلومتره لار افغان سوداګرو ته لنډوي .

د چابهار بندر عامل مدير حامد علي مبارکي وايي، چابهار د افغانستان لپاره د اکسېجن حيثيت لري او کېداى شي چې د افغانستان او ايران رقيبان شاته پرېږدي .

هغه چابهار بندر د افغانستان لپاره ابي ( د اوبو ) دروازه وباله  .

نوموړى زياتوي، دغه بندر به د افغانستان له لارې د منځني اسياهېوادونو ته هم اغېزمن تمام شي .

د چابهار بندر درې اړخيزه او دوه اړخيزه موضوعات :

له دې بندر څخه د افغانستان ، هند او ايران چې د نښلولو سوداګريزه او اقتصادي نقطه ده ، ژر ګټه اخيستل او دغه راز په دې بندر کې پانګه اچول يې اړين اقدامات دي .

د معلوماتو له مخې ، په درې اړخيزه موضوعاتو کې يودا هم ده چې تراوسه هند په ياد بندر کې ٥٨ ميليون ډالره پانګونه کړې ده .

د هغو اسنادو له مخې چې پژواک ترلاسه کړي ، څرګندوي چې په دوه اړخيزو ( د افغانستان او ايران ) موضوعاتو کې د افغانستان د سوداګرۍ وزارت او د چابهار د ازاد بندر د سازمان ترمنځ  په دې توافق شوى چې د افغانستان سوداګرو ، مسافرو او د مالونو لېږد او رالېږد ته بايد يو معلوم ځاى ورکړل شي .

په دې اسنادو کې ذکرشوې چې د چابهار ازاد بندر کې ايرانى لوري ٥٠ هکتاره ساحه د افغانستان په واک کې ورکوي ، چې د سوداګريزو چارو لپاره ترې ګټه واخيستل شي .

په چاربهار کې د افغان سوداګرو څرګندونې :

په چابهار بندر کې استوګن يو شمېر سوداګرو ددغې سوداګريزې لارې په اړه خوښي ښوده او دا بندر يې د افغان سوداګرو لپاره ډېره اغېزمنه سوداګريزه لار بلله ، خو ځينو يې بيا د ايراني چارواکو نادودې هم يادولې او هغه يې د سوداګرۍ پر وړاندې خنډ بللې .

د عبدالوهاب په نامه يوه افغان سوداګر پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د چابهار بندر د افغانانو لپاره يوه غوره سوداګريزه لار ده او دوى ته د پانګې اچونې ډيره زمينه مساعده ده .

نوموړي چې د ټايرونو د واردولو کار بار کوي زياته کړه ، دلته ورځ تر بلې د افغان سوداګرو پانګونه زياتيږي او له ١٠٠زيات شرکتونو دلته پانګه اچونه کړې  او شاوخوا ٣٥٠ نور چمتو شوي چې په دې بندر کې پانګونه وکړي .

دى وايي، د چابهار د سيمې اوسېدونکي هم له دوى سره ښه چلند لري او دوى ته دا هيله ورکوي چې افغان سوداګر دې دلته پانګې اچونې ته زړه ښه کړي .

په چابهار کې د حکيمي په نامه يوه افغان سوداګر پژواک ته وويل چې دوى ته د کاروبار  ډېره ښه زمينه مساعده ده او دوى هڅه کوي چې خپلې سوداګرۍ ته پراختيا ورکړي ، خو ځينې ستونزې هم لري چې له افغان چارواکو سره به يې شريکې کړي، ترڅو هغوى يې د ايران له حکومت سره شريکې کړي.

دغه راز شاوخوا ٦٠سوداګرو په يوه ځانګړې ناسته کې چې له اجراييه رييس عبدالله سره يې په چابهار کې درلوده ، په ډاګه کړه، چې چابهار د افغان سوداګرو لپاره غوره سوداګريز چانس دى چې د افغانستان د حکومت په هڅو سره به په دې بندر کې د پام وړ پانګونه وکړي ، خو په دې شرط چې ددوى ځينې ستونزې د ايران د حکومت له خوا حل شي .

د سوداګرو له وړانديزونو او د لاسته راوړنو او ستونزو له اورېدو وروسته ډاکټر عبدالله وويل چې له ايراني چارواکو سره يې په چابهار کې افغان سوداګرو ته د هر ډول اسانتياوو د برابرولوپه اړه په تفصيل خبرې کړي او هغوى ورته د اسانتياوو د رامنځته کولو ډاډ ورکړى .

د چابهار بندر نيمګړتياوې:

د حکومت اجراييه رياست که څه هم چې د چابهار بندر ښيګڼې او مهم والى ډېر اړين بلل، خو په څو کرښو کې يې د ياد بندر اوسنۍ نيمګړتياوې هم په ګوته کړې چې په لاندې ډول دي .

داسې اندېښنې موجودې دي چې د چابهار سوداګريز بندر به سيمه ييز او نړيوال حساسيتونه راوپاروي . په دې خاطر چې دغه سوداګريز بندر نوى جوړ شوى نو تراوسه له ډير شهرت څخه نه دى برخمن . بله نيمګړتيا يې دا ده چې ياد بندر نړيوال ترانسپورټي کوډ نه لري .

همدارنګه د باروړونکو کښتيو لپاره د بارولو او ښکته کولو د ساحې کموالى او د کافي ظرفيت نشتوالى يې هم په عمده نيمګړتياوو کې راځي.

دغه راز د ايران د سيستان بلوچستان ايالت د چابهار بندر عامل مدير حامد علي مبارکي  او د ياد ولايت والي له ډاکټر عبدالله سره په غونډو کې پر دې ډير ټينګار کاوه، چې بايد ددې لارې امنيت ته ډير پام وشي ، چې کېداى شي لامل يې هم دا وي چې ياد بندر پاکستان ته ډير نږدې موقعيت لري او د کراچۍ لارې ښه بدل او رقيب هم کېداى شي .

وړانديزونه :

ايران ته د افغان پلاوي په دې سفر کې افغانستان د چابهار بندر په اړه ايران ته يو شمېر وړانديزونه هم لرل ترڅو د ياد هېواد چارواکي ورته متوجه شي . دغه وړانديزونه په ليکلې بڼه ايراني چارواکو ته وړاندې شوي چې په لاندې ډول دي .

له چابهار بندر څخه بايد د بحري بديل لارې په توګه استفاده وشي . د سوداګرو هڅول ترڅو د چابهار له ځمکو په سوداګريزه چارو کې ګټه واخلي . د افغانستان لپاره د کښتيو اخيستل او له هغو څخه په سوداګريزو چارو کې استفاده کول . د هرات -چابهار له لارې متحده عربي اماراتو ته د خوراکي ، نوشابو او مېوو صادرول .

همدارنګه له چابهار څخه هرات - ترکمستان او زرنج –کابل ته د ريل پټلۍ غځول او په دې برخه کې د هند له مالي سرچينو څخه ګټه پورته کول .

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد