منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۰۹ غ.م
۱۰°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په کندهار کې د شاتو توليد دوه برابره ډېر شوى

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۰۹ کتنې

کندهار (پژواک، ٢٠ مرغومى ٩٤): په کندهار کې د شاتو د مچيو ساتنې وده کړې او په روان کال کې يې ٨٠٠٠ کيلوګرامه شات توليد کړي چې د تېر په پرتله دوه برابره ډېر دي.

په دغه ولايت کې په تېرو کلونو کې د شاتو د مچيو ساتنه په نشت حساب وه، خو اوس په کې ١٤ د شاتو د ساتنې فارمونه فعاليت کوي.

د کندهار د ډنډ ولسوالۍ اوسېدونکى عبدالباري هغه کس دى چې په لومړيو کې يې د شاتو د مچيو د ساتنې دوه صندوقه لرل، خو اوس يې شمېر ١٠٤ صندوقه ته لوړ شوى دى.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((ورور مې ناروغ و، ډاکترانو راته وويل چې د ورور درملنه دې په خالصو او سوچه شاتو کېداى شي، هماغه و چې په پيل کې مې د شاتو د مچيو د ساتنې لپاره دوه صندوقه کېښودل او په دې توګه مې د ورور ناروغي ښه شوه.))

ده زياته کړه، وروسته ورسره فکر پيدا شو چې همدغه کار ته دوام ورکړي او د شاتو د مچيو د صندوقونو شمېر ډېر کړي چې په دې وروستيو کې يې شمېر ١٠٤ صندوقه ته لوړ شوى دى.

دى وايي، که څه هم دولت ورسره د شاتو د مچيو د ساتنې په برخه کې کومه مرسته نه ده کړې او په دې برخه کې ډېرې اسانتياوې نه لري، خو د کندهار اب او هوا د شاتو د مچیو د ساتنې لپاره ډېره ښه ده.

د ده په خبره، د کال له هر صندوقه ٦٠ کيلوګرامه شات ترلاسه کوي او بازار ته يې وړاندې کوي چې د کندهار تر څنګ نورو ولايتونو ته هم صادرېږي.

په کندهار کې د شاتو د مچيو يو بل فارم لرونکى حميدالله نومېږي چې د شاتو د مچيو د ساتنې تر ټولو ډېر صندوقونه لري.

حميدالله د ډنډ ولسوالۍ د روح اباد سيمې اوسېدونکى دى چې دا مهال يې د شاتو د مچيو د صندوقونو شمېر ٤٠٠ ته رسېږي.

دى هم وايي چې د کندهار د کرنې رياست ورته يوازې په بېلابېلو وختونو کې فني مشورې ورکړې او نورې مرستې يې ورسره نه دې کړې.

هغه زياته کړه، څو کاله مخکې په کندهار کې د شاتو د ساتنې فارمونه ډېر کم وو، خو په دې وروستيو کې ډېر شوي چې ښې پايلې يې لرلې دي.

د ده په خبره، پخوا خلک مجبور وو چې له بهرنيو هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستان او ايران څخه وارد شوي شات وپېري چې تر ډېره يې په سوچه توب باور نه شواى کېداى، خو اوس کندهار په دې برخه کې پر خپل ځان بسيا شوى او شاوخوا ٧ ډوله شات په کې موندل کېږي.

دى وايي، حکومت دې له بهر څخه په راواردېدونکو شاتو بنديز ولګوي، څو د شاتو کورنى توليد نوره هم وده وکړي.

د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکى محمد ابراهيم هم له هغو کسانو دى چې د شاتو د مچيو ساتنې ته يې مخه کړې او تر دې مهاله يې د مچيو د صندوقونو شمېر ٤٠ ته رسېږي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، له حکومت څخه يې غوښتنه دا ده، څو داسې امکانات برابر کړي چې په کندهار کې توليدېدونکي شات بهرنيو هېوادونو ته هم صادر شي.

دى وايي، اوسمهال د شاتو د مچيو ساتونکو د کندهار ښار په بېلابېلو ساحو کې خپلې څانګې پرانيستې او همدلته خپل توليد شوي شات پلوري.

نوموړي د شاتو د بسته بندۍ په اړه وويل چې پلاستيکي قوطي يې له نورو هېوادونو راوړي، خو که په دې برخه کې دلته پانګونه وشي، نو پېکنګ او بسته بندي به يې نوره هم معياري شي.

هغه دغه راز د اسانتياوو نشتوالى او ځينې ناروغۍ جدي ستونزې وګڼلې چې د شاتو د مچيو د ساتنې پر وړاندې خنډ دي.

د کندهار د کرنې رياست د ترويج مدير انجنير محمدالله نوري چې په خپله هم د شاتو د مچيو د ساتنې فارم لري، پژواک خبري اژانس ته وويل، هغوى په دې برخه کې يوازې فني مشورې ورکړې چې له مخې يې په کندهار کې د شاتو د مچيو ساتنه وده وکړي.

هغه زياته کړه، تر دې مهاله د کرنې له رياست سره د شاتو د مچيو د ساتنې ١٤ فارمونه ثبت شوي چې د کندهار ښار تر څنګ په ډنډ، ارغنداب، پنجوايي او ژېړۍ ولسواليو کې دي.

دى وايي، دغو فارمونو په روان کال کې ٨زره کيلوګرامه شات توليد کړي چې د پخوا په پرتله دوه برابره زيات دي.

د ده په خبره، د شاتو د مچيو د ساتنې د فارمونو د ډېرولو په لړ کې په دې وروستيو کې د کرنې رياست په کندهار پوهنتون کې هم د شاتو د مچيو د ساتنې فارم جوړ کړى چې په تدريجي توګه به يې د صندوقونو او توليد کچه لوړه شي.

نوموړي هم د شاتو د مچيو د ساتنې لپاره د کندهار اب او هوا ښه وګڼله او ويې ويل په بېلابېلو موسمونو کې د شاتو مچۍ د سبزيجاتو له ګلونو، بادام، زردالو، ولې او نورو تغذيه کوي او شات ورکوي.

دى وايي، په دې برخه کې په کندهار کې په دې وروستيو کې يو نوښت دا هم شوى چې د ريحان له ګل څخه د شاتو د مچيو په وسيله حاصل کشي کېږي چې ٦ ځله حاصل ورکوي.

ده دا هم وويل چې په کندهار کې دا مهال اووه ډوله د پلوسې، مالټې، نارنج، ريحان، بېرې، ولې، د سبزيجاتو د ګل شات موندل کېږي چې يو کيلوګرام يې ٦٠٠ افغانۍ بيه لري.

نوموړي ومنله چې ځيني مهال يو شمېر ناروغۍ د شاتو مچۍ مړې کوي، خو هغوى يې درملنه له بېلابلو لارو کوي.

ده وويل، په دې وروستيو کې يې د شاتو د مچيو د يوې وژونکې ناروغۍ درملنه د ماشومانو په ايمپي کلاکس شربتو کړې چې سل فيصده يې ښه پايله ورکړې او د مچيو د تلف کېدو مخنيوى يې کړى دى.

دى وايي، که په کندهار کې د شاتو د مچيو د ساتنې فارمونه ډېر شي، حکومت اسانتياوې ډېرې کړي او بسته بندي يې نوره هم معياري شي، نو دا به شونې شي چې په دې ولايت کې توليد شوي شات به بهرنيو هېوادونو ته هم صادر شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد