کابل (پژواک، ۲۰مرغومی ۹۴) : افغانستان د ملي لوبغاړي شهزاد محمدي د تاریخي لوبې له امله زمبابوې ته په دویمه شل اووریزه نړیواله لوبه کې هم ماتې ورکړه او د دوو لوبو لړۍ یې وګټله.
دا لوبه د مرغومي په ۲۰ مه، د متحده عربي اماراتو د شارجې په لوبغالی کې ترسره شوه.
د افغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک پژواک خبري اژانس ته وویل، چې د زمبابوې لوبډله ددې لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
هغه وایي دافغانستان لوبغاړو لوبغاړو په احتیاط سره لوبه پیل کړه او د منډو جوړولو لړۍ یې ورو، ورو تیزه کړه، خو افغان لوبغاړي شهزاد محمدي په زړه پورې او تاریخي لوبه وکړه او ۱۱۸ ناسوځېدلې منډې یې جوړې کړې. د شهزاد په منډو کې ۸ شپږیزې او ۱۰ څلوریزې هم شاملې وې.
دغه راز محمد محمد نبي، اصغر او ګلبدین هم ښه لوبه وکړه . افغانستان په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۲۱۵ منډې جوړې کړې او زمبابوې ته یې د ۲۱۶ منډو هدف ورکړ.
دا په شل اووریزو سیالیو کې د افغانستانله لوري تر ټولو زیاتې منډې شوې. دغه راز شهزاد لومړی افغان لوبغاړی شو، چې په شل اووریزو لوبو کې یې سلیزه ووهله.
شهزاد په شل اووریزو لوبو کې د نړۍ اووم لوبغاړی شو چې تېزه سلیزه یې ووهله او د نړۍ پنځم لوبغاړی شو، چې په یوه لوبه کې یې زیاتې منډې جوړې کړې.
د زمبابوې لوبډلې دیاد هدف ترلاسه کولو لپاره چې لوبه پیل کړه، نو تر سخت فشار لاندې وو او په ۳۰ منډو یې پنځه لوبغاړي وسوځیدل، خو مسکدزاده او مور ښه لوبه وکړه او د خپلې لوبډلې منډې یې زیاتې کړې او ۱۱۰ ته یې ورسولې خو وروسته دواړه وسوځیدل.
د زمبابوې ټوله لوبډله په ۱۳۴ منډو وسوځېدله او دغه راز افغانستان دا لوبه د ۸۱ منډو په توپیر سره وګټله. د افغانستان له لوري دولت، حمزه او شیرزاد دوه دوه ، نبي او راشد خان یو یو لوبغاړی وسوځولو. شهزاد محمدي ددې لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
د لوبې په پای کې افغانستان ته ددې سیالیو داتلولۍ کپ ورکړل شو.
د یادونې وړ ده چې څو ورځې مخکې افغانستان له زمبابوې څخه د یو ورځنیو سیالیو لړۍ هم ګټلې وه.
دا دویم ځل دی چې افغانستان له زمبابوې څخه د شل اووریزو او یو ورځنیو کرکټ لوبو لړۍ ګټي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










