منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۳۱ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

خلک د کابل دولتي روغتونونو کې له ناسم چلند او پیسو اخیستو څخه شکایت کوي

· ۸ دقیقې لوستل · ۱۱۰ کتنې

کابل (پژواک، ٢٧ مرغومی ٩٤): په ځينو دولتي روغتونونو کې د پيسو اخيستل، د ناروغ لرونکو لپاره د اوسېدو نامناسب ځاى او له ناروغانو سره د نرسانو ناسم چلند، د دې لامل شوي څو خلک شکايت وکړي.

هغوى وايي چې له يو لوري انتظار خونې سړې دي او له بل پلوه څو چې خدمت کوونکو او نرسانو ته پيسې ورنه کړل شي، له ناروغانو سمه څارنه نه کوي.

ناروغ لرونکي شکايت کوي کله چې قابلې ناروغان معاينه کوي، په ناسم چلند او لوړ غږ هغوى سپکوي او رټي، ان د دغو چيغو له امله د اميندوارو مېرمنو دردونه ورک کېږي او د دې لامل ګرځي چې زېږون څو ورځې شا ته ولوېږي.

دغه شکايتونو د پژواک خبري اژانس له خبريالې سره د کابل ښار استقلال او رابعۀ بلخې روغتونونو له ولادي- نسايي برخې نه د کتنې پر مهال شريک شوي دي.

مژګان چې څېره يې ژېړبخونه، وچې شونډې او ځګروى يې کاوو، وويل، د روغتيايي ستونزې له امله عمليات شوه او ماشوم يې چې نجلې ده، له ګېډې را و ايستل شو.

دا ناروغه په استقلال روغتون کې بستر وه، ډاکټر ته په کتو يې زياته کړه چې له نوموړې سره د روغتون د ډاکترانو او مسوولين چلند خورا سم و.

خو د دې ناروغې خور عاقله چې د خپلې خور د بستر خوا ته ناسته وه وويل: "قابلې د معاينې پر مهال له ناروغانو سره خورا ناسم چلند کوي او خاله ګانې ناز او نخرې کوي چې پيسې ور نه کړې، د ناروغ کار نه کوي."

نوموړې زياته کړه، تر څو چې د خور خاوند خدمت کوونکې (خالګکې) ته پيسې ور نه کړې هغه ته يې د ناروغ خونې ته د ورننوتو اجازه ور نه کړه او د خور او ماشوم جامې يې را نه وړې.

عاقلې زياته کړه هر ځل خدمت کوونکې ته سل افغانۍ ورکوي څو د خور له خاوند څخه يې د خپلې خور جامې راوړي او کله چې ناروغ رخصت شي د شېريني په نوم يو اندازه پيسې ترې اخلي.

په همدې خونه کې يوه بله مېرمن هم بستر وه چې په کمزوري غږ يې وويل که خدمت کوونکو ته پيسې ور نه کړل شي، اصلاً احساس نه لري او د ناروغ په فکر کې هم نه دي.

نوموړې چې نوم يې و نه ښود زياته يې کړه: "د يو ډاکتر وريندارې زېږون کاوو، داسې ولادت يې ورکړ او خدمت يې ورته وکړ چې پوښتنه يې مه کوى!"

خو د پرې ګل په نوم يوې خدمت کوونکې چې دهلېز يې پاکاوو، وويل چې نوموړې او همکارانو يې هېڅکله له ناروغ لرونکو پيسې نه دې غوښتې.

هغې زياته کړه، له کلونو راهيسې په دغو روغتون کې کار کوي او يو شمېر پايوازان په خپله خوښه پيسې ورکوي او هغوى هم دا پيسې اخلي؛ ځکه چې معاش يې کم دى.

پري ګل وويل: "هېڅوک لېوني شوي نه دي چې له يو ناروغ سره کرکجن چلند وکړي له يو ناروغ سره څلور پايوازان راځي، څومره چې ورته وايو روغتون ته مه دننه کېږئ، راځي ان خپل ماشومان هم راوړي او د ناروغ په خونه کې ډوډۍ خوري، موږ اړې کېږو چې پرې شور ماشور وکړو."

په کومه خونه کې چې ناروغانو عادي زېږون درلود، ټول په الوتو رنګو او اندېښناک حالت سره په بسترو کې استراحت وو؛ ښايي له خبريال سره د نرسانو بدرګه او يا په دې خوشحالي سره چې څوساعته وروسته له خپل نوي زېږېدلي ماشوم سره له روغتون څخه رخصت کېږي، له ډاکترانو او نرسانو خوښي څرګندوله.

٢٥ کلنې مريم چې ماشوم يې په څنګ کې ويده و او په هيله مندۍ يې ماشوم ته کتلې، وويل چې د ډاکترانو او نرسانو چلند ورسره و او چا ترې پيسې نه دې غوښتې.

دا مور په داسې حال کې چې خوږه خندا يې په وچو شونډو تاو راتاو شوه، زياته يې کړه چې ښايې غوښتې يې هم وي او خاوند يې له ډېرې خوښۍ بهر ډاکترانو او نرسانو ته پيسې ورکړې وي.

د استقلال روغتون د ښځينه انتظار خونې ته لاړو، ناروغ لرونکي په کې شپې ورځې تېروي، خونه ګډوډه ده، يوه بخارۍ په کمزورې رڼا بله ده، دا ځاى تر يوې زينې لاندې جوړ دى چې يوه خوا يې خلاصه او په پلاستيک پوښل شوې، خو له پلاستيک ساړه راځي او ناروغان تکليفوي.

يوه مېرمن چې په انتظار خونه کې يې څو شپې ورځې تېرې کړې وې، وويل: ((نن خو لمر دى، په سړو شپو ورځو کې مو احوال واخلئ، سخت ساړه وي، په يوه کمپله دوو کمپلو چاره نه کېږي، اړ يو چې بهر کېنو او بېروبار جوړ کړو.))

د راضيې په نوم يوې بلې مېرمنې وويل چې د سړو له لاسه ناروغه شوې، خوب نه لري، لور مې عمليات شوې او له تېرو دريو شپو ورځو راهيسې په روغتون کې يم.

دې ټولو ښځو په يوه غږ ويل چې د کوټې تر څنګ يې تعقيم خونه ده، بد بويي دوى ځوروي او د روغتون له چارواکو غواړي چې د انتظار خونه بل ځاى ته ولېږدوي.

د نارينه و انتظار خونه هم د روغتون له انکړه بهر چټله، نامنظمه او په بد حال کې وه.

محمد حسين چې په انتظار خونه کې د سګرېټ په مړه کولو لګيا و، وويل: ((کوټه مو يخه ده، په دېوال کې يوه دوه لينه بخارۍ بنده ده، نور هېڅ نشته، ټوله شپه له سړو ويښ يو.))

هغه زياته کړه چې دلته يې اووه شپې او ورځې تېرې کړې او اړ دى چې خپل ناروغ ته چې د معدې ناروغي لري، درمل واخلي.

د استقلال روغتون سرپرست ډاکتر محمد صابر نصيب د دغو ننګونو د پخلي تر څنګ ژمنه وکړه چې ډېر ژر به يوه څلور پوړيزه ودانۍ چې کار يې ٩٠ سلنه بشپړ شوى، پرانيستل شي او ستونزې به پاى ته ورسېږي.

هغه وويل چې دغه روغتون په ١٣٧٥ کال کې جوړ شوى چې په پيل کې د څلورمې کارتې د ٥٠ بستريز روغتون په نامه يادېده او وروسته يې پراختيا ومونده.

ډاکتر نصيب زياته کړه چې اوسمهال په روغتون کې څه باندې پنځه سوه پرسونل او څلور برخې (عمومي جراحي، نسايي- ولادي، سوځېدنې او پلاستيکي جراحۍ) لري چې د کابل ښار په کچه تر ټولو ستر روغتون دى.

ناروغان په رابعه بلخي روغتون کې بيا له اړتيا له پيسو اخيستو شکايت کوي.

د شاه جان په نوم يوې ناروغ لرونکې وويل: ((لور مې ناروغه ده، له پرونه تر نن پورې مې اووه سوه روپۍ مصرف شوې، هر څوک چې کار کوي وايي پيسه راکړه، که چېرې پيسه ورکړې کار دې ژر کوي که يې ورنه کړې کيسه کې دې هم نه دي.))

هغې زياته کړه چې دلته د اوداسه ځاى نه لري، په بدرفت تشناب کې اودس کوي، جامې يې چټلېږي، په انتظار خونه کې څو نورو ښځو هم د هغې د يوې يوې خبرې پخلى وکړ.

رحمت جان چې خپله مېرمن يې روغتون ته د زېږون لپاره راوړې وه، وويل چې انتظارخونې ته د دې لپاره نه ځي چې ناروغ به يې څه ته اړتيا ولري او دى به ترې نا خبره وي.

نوموړى چې له پروان ولايت نه راغلى و، زياته يې کړه، هر وخت چې انتظار خونې ته لاړ شي، څوک احوال نه ورکوي او ناروغ يې بې برخليکه پاتې کېږي.

د رابعه بلخي روغتون انتظار خونه چې يوه مرکز ګرمي لري، د شپې له خوا سړېږي، څو کسان چې شايد د شپې له خوا نه وي ويده شوي، کمپلې يې پر ځان کش کړې وې او د پژواک خبري اژانس د خبريال په ليدو په ځايونو کې را کېناستل، د کوټې هوا يو څه ګرمه، خو بدبويه وه.

ځيني ناروغ لرونکي هم ادعا کوي چې ډاکتران، ناروغان په زور عمليات ته وړي او د عملياتو په بدل کې ډېرې پيسې اخلي، په داسې حال کې چې ناروغ د زېږون لپاره وخت لري او عادي زېږون کولى شي.

د هغوى په خبره، که چېرې ناروغ عمليات نه شي، ګېډه يې سالمه پاتې کېږي او که چېرته عمليات شي، ګېډه يې څېري کېږي او په راتلونکي کې يې د زېږون ستونزه ډېرېږي.

خو د رابعه بلخي روغتون سرطبيبې ډاکترې محسنې نقيب صديقي د ناروغانو د جبري عملياتو په اړه د ځينو خلکو شکايت رد کړ او ويې ويل چې شايد د شخصي روغتونونو په اړه دا اوازه شته وي، خو په دولتي روغتون کې هېڅکله هم سپينې چپنې ته بې حرمتي نه کېږي.

هغې زياته کړه: ((له خپلو خلکو غوښتنه لرو، کله چې د وړيا خدمتونو سيستم ورته وړاندې کېږي، بايد قانون رعايت او عملي کړي.))

مېرمن صديقي زياته کړه، هرکله چې له ناروغ سره درې پايوازان پرېښودل شي، تاسې فکر وکړئ چې د روغتون چاپېريال به څومره له ګڼې ګوڼې ډک او غير منظم شي، حتى ډاکتر به خپل ناروغ هم پيدا نه شي کړلى.

دې ډاکترې وويل چې له بده مرغه اکثره زور واکي پايوزان له دوى غواړي چې له خپل ناروغ سره يې وي او دروازې د خولې کارکوونکي دومره وهي چې بستر ته اړ وي.

د رابه بلخي روغتون سرطبيب وويل، که چېرې امنيت خوندي شي، له نا امنو ولايتونو مرکز ته ناروغان نه راځي، هغه عامې روغتيا وزارت ته وړانديز وکړ چې د روغتونونو د بشري سرچينو څانګې په ولايتونو کې فعالې کړي چې خلکو ته غوره او زيات وړيا خدمتونه وړاندې شي.

په رابعه بلخي روغتون کې وضعيت په نسبي ډول ښه و، کوټې لمر ته مخامخ او ګرمې وې او ميندې چې ماشومان يې تر څنګ ويده وو، د درد احساس يې درلود.

مسعوده چې يوه نجلۍ يې زېږولې او خوشحاله ښکارېده، وويل: ((همدا نرسه چې زما په سر ولاړه وه، خداى تعالى يې دې ټولې هيلې پوره کړي، ډېره مرسته يې راسره وکړه.))

د رابعه بلخي روغتون په ١٣٧٤ لمريزکال کې جوړ شوى، په پيل کې يې جراحي، داخله او نسايي- ولادي او جلدي څانګې درلودې، خو دادي جلدي څانګه يې د بسترونو د کمښت په سبب مرکزي پلوي کلينيک ته لېږدول شوې ده.

اوسمهال دا روغتون په کابل کې له معياري رغتونونو دى چې د کمپلکس په توګه په نسايي ولادي، داخله، جراحي، اندوسکوپي او مديريتي برخو کې کار کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا