منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۶ غ.و
۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په کابل کې به د کرکټ د وسايلو د توليد کچه څو برابره لوړه شي

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۹ کتنې

کابل(پژواک، ۲٩ مرغومی ۹۴): د "افغان بېټ" فابريکې چارواکي وايي، په افغانستان کې د کرکټ مينه وال ورځ تر بلې زياتېږي، نو ځکه غواړي چې د کرکټ وسايلو د توليد کچه څو برابره لوړه کړي.

د سپورټي وسايلو د جوړولو دغې فابريکې شاوخوا شپږ مياشتې مخکې په کابل کې په کار پيل کړى او دا لومړنۍ فابريکه ده چې د کرکټ وسايل توليدوي.

د دې فابريکې اجرايي مشر احسان الله رحماني نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه فابريکه له شپږو مياشتو راهيسې د ميدان وردګو ولايت له سپېدار لرګيو څخه د کرکټ بيټونه او وېکټې جوړوي.

هغه وايي چې دا مهال هر ورځ شاوخوا سل وېکټې او بيټونه جوړوي خو غواړي چې دغه کچه څو برابره لوړه کړي ځکه چې پېرودونکي يې ورځ تر بلې ډېرېږي.

دى وايي چې د دې فابريکي توليدي توکي ډېر د کابل، خوست، پکتيا، پکتيا، ننګرهار، لغمان، کونړ او کندوز ولايتونو خلک پېري.

 ده وويل په پام کې ده چې  په راتلونکې کې دغه فابريکه د کرکټ توپونه او د نورو  لوبو وسايل هم توليد کړي.

د رحماني د معلوماتو له مخې، ياده فابريکه په ۷.۸ ميليونه افغانيو جوړه شوې او په پام کې ده چې په دې برخه کې نوره پانګونه هم وکړي. دا مهال په دې فابريکه کې ١٥ تنه کار کوي.

د کابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې د کمپنۍ د سيمې اوسېدونکي عبدالصبور هم پژواک خبري اژانس ته وويل   چې ورځ تر بلې د کرکټ مينه وال ډېرېږي، خو  له زمبابوې سره د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تر لوبو وروسته يې کچه ډېره لوړه شوې ده.

هغه چې په خپله هم د کرکټ لوبه کوي، وايي:" موږ د جمعې په ورځ په باغ داوود سيمه کې لوبه کوو، پخوا به شاوخوا دوه سوه تنه هلته راتلل او دا لوبه به يې کوله، خو د زمبابوې تر لوبې وروسته هره جمعه هلته تر زرو ډېر کسان راځې او په ځانګړو ډلو کې د کرکټ لوبه کوي."

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې څو ورځې مخکې له زمبابوې سره پنځه پنځوس اووره او دوه شل اووره لوبې وکړې.

افغانستان په پنځوس اووره لوبو کې د درېيو لوبو او د شل اوروه دواړو لوبو په ګټلو سره د يادو لوبو دوه کپونه تر لاسه کړل.  

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې