جلال اباد (پژواک،د سلواغې لومړۍ نېټه ۹۴): د ننګرهار د عامې روغتيا رييس وايي چې راتلونکې اوونۍ به په ملکي روغتون کې د سرطان ناروغۍ د تشخيص څانګه فعاله شي.
ډاکتر نجيب الله کامه وال د سلواغې په لومړۍ نېټه د خپل کلني راپور د وړاندې کولو په ترڅ کې دا هم وويل چې په دغه ولايت کې د تنفسي ناروغۍ کچه د پخوا په پرتله څو برابره زياته شوې ده.
کامه وال زياته کړه: ((راتلونکې اوونۍ موږ د سرطان ناروغۍ د تشخيص څانګه فعالوو چې د ټول هېواد په کچه به خدمات وړاندې کوي. په همدې موخه زموږ څو ډاکترانو په ترکيه کې زده کړې ليدلې او ۱۶ معاشينونه هم را رسېدلي.))
ډاکتر کامه وال وايي چې تر اوسه زيات شمېر افغانان د دغسې خدماتو د نشتوالي له امله نورو هېوادونو ته ځي، خو له دې وروسته به دا خدمات په هېواد کې وړاندې کېږي.
د عامې روغتيا رييس يادونه وکړه چې تېر کال يې ځيني روغتيايي مرکزونه رغولي، په زرګونه جراهي عمليات يې په کې ترسره کړي دي.
ده وويل: ((د ننګرهار د عامې روغتيا رياست ته د يو عشاريه پنڅه ميليونه ناروغانو د درمنلې امکانات راکړل کېږي، خو موږ د دری عشاريه شپږ ميليونه وګړو لپاره خدمات وړاندې کوو.))
کامه وال دا هم وويل چې د ۱۲۰ روغتيايي مرکزونو له ډلې يې د شينوارو په يو شمېر نا امنو سيمو کې اته روغتيايي مرکزونه تړل شوي دي.
نوموړې د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((په ننګرهار کې کابو ۱۵زره ريکشاوې تور موبلايل کاروي چې له امله يې په ماشومانو او لويانو کې تنفسي ناروغي ډېره شوې ده.))
نوموړي په دې اړه دقيق ارقام وړاندې نه کړل خو يادونه يې وکړه چې په هر روغتيا مرکز کې يې د دغسې ناروغانو شمېر بېخي ډېر شوی دی.
هغه يادونه وکړه: ((په ننګرهار کې تر لسو پورې شخصي روغتونونه شته، د ناسمو خدماتو له امله ښايي د دوه هغو جوازونه بېرته واخلو. همدا شان پنځه د طبي زده کړو انسټيټيوټونه لرو چې يو به يې وتړل شي.))
نوموړي وايي چې سږ کال به د څو روغتونو د ودانۍ بيا ورغول شي، د بډوډو روغتون به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي او لسګونه نوي امبولانسونه به ترلاسه کړي.
د عامې روغتيا رييس له مرکزي حکومته وغوښتل: ((زموږ د ولايت د عمومي کمپلېکس روغتون د جوړېدو پر وړاندې ستونزې شته او کارونه يې په تدارکاتو کې بند دي، هيله ده چې مرکزي حکومت يې کارونه خلاص کړي.))
هغه وايي چې د ياد روغتون ځمکه شته، ځيني کارونه يې شوي او يو څه پاتې دي چې د جوړيدو له امله به يې پر ننګرهار سربېره د نورو ولايتونو ناروغانو درمنله هم په کې وشي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










