کابل (پژواک، ٣ سلواغه ٩٤) : د افغانستان د کرکټ د نولس کلنو ملي لوبډلې د نړيوال جام په يوه تمريناتي سيالۍ کې ايرلينډ ته ماتې ورکړه.
د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د سلواغې په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې پنځوس اووريزې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
هغه زياته کړه چې د کرکټ د ١٩ کلنو ملي لوبډلې په ټاکل شوو ٥٠ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ٢٧٧ منډې جوړې کړې او ايرلينډ ته يې د ٢٧٨ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان له لوري احسان الله جنت په زړه پورې لوبه وکړه او ١٣٣ منډې يې جوړې کړې، دغه راز طارق ٤٠، رشيد خان ٣٢ او کريم جنت ٢٤ منډې جوړې کړې.
هوتک وايي چې د ايرلينډ لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه شو کړاى او ټوله لوبډله يې په ١٥١ منډو وسوځېدله او دغه راز افغانستان دا لوبه د ١٢٦ منډو په توپير سره وګټله.
د افغان توپ اچوونکو له لوري کريم جنت او ضياء الرحمن دوه دوه، رشيد خان، مسلم موسى، ظاهر خان او شمس الرحمن ، طارق او نجات مسعود يو يو لوبغاړى وسوځولو.
احسان الله جنت د دې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
ټاکل شوې ده چې د نړۍ د ١٦ هېوادونو د ١٩ کلنو لوبډلو په ګډون د نړيوال جام سيالۍ د سلواغې په ٨مه، په بنګله دېش کې پيل شي.
يادې لوبـډلې په څلورو ګروپونو وېشل شوي دي. افغانستان په ب ګروپ کې له پاکستان، سريلانکا او کانډا سره دى.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










