ميمنه (پژواک، ٥ سلواغه ٩٤ ): د فارياب روغتيايي مسوولين د ماشومانو د ټوخي ( سينه – بغل) زياتېدو خبر ورکړ او وايي سربېره له دې چې د بستر لپاره مناسب ځاى او کافي کارکوونکي نه لري، تېره يوه مياشت کې دوه زره ماشومان بستر کړي دي چې ٢٨ تنو يې ساه ورکړې ده.
د فارياب د عامې روغتيا رييس ډاکټر معروف "ثمر" وايي چې د يخنۍ په موسم کې تر پنځو کلنو د ټيټ عمر ماشومانو کې د ټوخي ناروغي زياته شوې ده او يوه ورځ په اوسط ډول سل ناروغان او يوه مياشت کې شاوخوا ٢٥٠٠ ماشومان د افغان – ترک روغتون ماشومانو څانګه کې بستروي.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل چې ددې ترڅنګ څه باندې ٦٠٠ تن نور ددې روغتون په پوليکلنيک کې له عمومي معايناتو څخه وروسته رخصتوي.
ډاکټر "ثمر" زياته کړه که څه هم د فارياب عامې روغتيا رياست او ميمنه کې د افغان – ترک روغتون روغتيايي پرسونل له ټولو شته امکاناتو څخه د ناروغانو د روغتيايي وضعيت په ښه کولو او له مړينې څخه د مخنيوي په خاطر شپه او ورځ هڅه کوي؛ ددې سره سره په تېره يوه مياشت کې د ټوخي په ناروغۍ اخته ٢٨ ماشومان مړه شوي دي.
د ميمنې ښار د لومړۍ ناحيې اوسيدوونکي حيات الله چې خپله دوه نيم کلنه لور يې له لاسه ورکړې ده، وويل چې لور يې سينه – بغل وه، تبه يې لرله اوکانګې يې کولې، سره له دې چې ډاکټرانو سيروم هم ورته تطبيق کړ ؛خو بيا هم له لاسه لاړه.
هغه زياته کړه :" مخکې مې د لور وضعيت خراب شو او پاکستان ته مې يوړه چې يو څه ښه شوه، خو تېره شپه يې بېرته وضعيت خراب شو او کله مې چې تېره شپه د افغان – ترک روغتون ته يوړه، نن سهار مړه شوه."
دې پلار وويل چې روغتون کې ډېره ګڼه ګوڼه ده او ډاکټران ناروغانو ته لاسرسى نه شي کولى؛ له دې نه وراخوا کوم امکانات چې د کابل او پاکستان په روغتونونو کې شتون لري، دلته نه تر سترګو کېږي.
خو د فارياب د عامې روغتيا مشر، د مړينې شمېرې اندېښناکه نه بولي، وايي په پرمختللو هېوادونوکې چې دسينه – بغل وقايې لپاره ټول اړين امکانات هم لري؛ ددې ترڅنګ افغان – ترک روغتون کې د ماشومانو د مړينې کچه څلور سلنه ثبت شوې ده.
د يو ناروغ ماشوم مور ميوه ګل وويل دوه ورځې کېږي چې ماشوم يې د ماشومانو په سروېس کې د ډاکټرانو تر مراقبت لاندې بستر دى، روغتيايي حالت يې يو څه ښه شوى دى؛ خو په يوه خونه کې شاوخوا ٢٠ ناروغان او پايوازن اوسېږي چې دا وضعيت خورا ستړى کوونکى دى.
يادې مور زياته کړه چې د ناروغانو او پايوازانو شمېر زيات دى او د ناستي لپاره ځاى او د ساه اخيستلو لپاره هوا شتون نه لري.
نوموړې له دولت څخه غوښتنه وکړه چې تر هڅه وړاندې بايد د روغتون پراختيا ته پام وکړي څو ډاکټران وکولى شي په سمه توګه ناروغان تداوي کړي.
د افغان – ترک روغتون دماشومانو د داخله څانګې موظف ډاکټر حشمت الله فايز وويل چې د ژمي موسم کې د سينه – بغل ناروغۍ زياتې شوي دي هره ورځ ١٢٠ ناروغان بسترېږي، چې ٤٠ ناروغانو ته د روغتيايي وضعيت له ښه کېدوڅخه وروسته، د تللو اجازه ورکول کېږي.
فايز زياته کړه، که څه هم د عامې روغتيا رياست له لوري، دې روغتون ته ښه امکانات او اسانتياوې برابرې شوي دي؛ خو بيا هم لسګونو ماشومانو ساه ورکړې ده.
نوموړي، د ماشومانو په داخله سرويس کې د طبي وسايلو، روغتيايي پرسونل او بستر خونو کمښت بنسټيزې ستونزې وبللې او ويې ويل چې ټول فعاليتونه په زړه ودانې کې په کوچينو خونو کې ترسره کوي چې دا ځاى له نړيوالو منل شوو نورمونو سره هېڅ اړخ نه لګوي.
ډاکټر فايز زياته کړه چې د نړيوال روغتيايي سازمان "WHO" له نظره په اوسنيو خونو کې بايد تر ٦ ناروغانو پورې بستر شي؛ خو اوسمهال د اړتيا له مخې په هره خونه کې له ٢٠ – ٢٥ ماشومان بستر دي او هر ماشوم پايواز لري چې هره کوچنۍخونه کې د څه باندې ٥٠ کسانو اوسېدل د زغملو نه دي.
په داخله سرويس کې د ظاهر پيمان په نوم يو ډاکټر د سل بستريز روغتون د جوړولو په برخه کې د عامې روغتيا وزارت په غفلت او نه پاملرنې تورن کړاو ويې ويل چې د افغان – ترک روغتون يوه خونه کې چې د شپږو کسانو د بستر وړتيا لري، د ٢٠ ناروغانو بسترول د ټولو روغتيايي قوانينو او نورمونو خلاف عمل دى.
نوموړي زياته کړه :" د عامې روغتيا وزارت دې په بېړه د ولايتي روغتون کار بشپړ کړي؛ څوخلک له دې سترې ستونزې نجات ومومي او خلک د زياتو پيسو په ورکولو سره خپل ناروغان پاکستان او نورو هېوادونو ته و نه لېږدوي."
خو د فارياب د عامې روغتيا رييس وويل چې د سل بستريز روغتون کار ١٣٨٩ کال کې د عامې روغتيا وزارت د پراختيايي بوديجې له حسابه د څلور نيم ميليونو ډالرو په لګښت پيل شوى دى چې بايد په دوو کلنو کې سرته رسېدلى و؛ خو کوم ودانيز شرکت چې کابل کې عامې روغتيا وزارت سره تړون لاسليک کړى دى، له ټاکل شوي نېټې څخه يې درې کاله اوړي او تر اوسه يې ٧٠ سلنه کار نه دى بشپړ شوى.
په ورته وخت کې د فارياب والي سيد انور سادات چې د عامې روغتيا وزارت له را استول شوي پلاوي سره يې د ميمنې سل بستريز روغتون څخه لېدنه کوله، د روغتون د کار ځنډيدو په اړه يې وويل چې د روغتون کار او نورو سترو پروژو کارونه چې له تېرو څوو کلنو راهيسې نا بشپړې پاتې شوي دي، دا موضوع يې په دې وروستيو کې له ولسمشر سره شريکه کړې ده.
سادات زياته کړه، کوم ودانيز شرکت چې ددې روغتون د ودانولو چارې پر غاړه لري، په کتبي ډول يې ژمنه کړې څو د ١٣٩٥ کال غبرګولي مياشتې پورې کار سر ته ورسوي.
د فارياب والي زياته کړه چې ميمنې ښار کې، د ٥٠ بستريز نسايي – ولادې روغتون د جوړولو چارې هم روانې دي چې ياد ودانيز شرکت يې د جوړولو چارې مخ ته وړي او پنځو راتلوونکو مياشتو کې به بشپړ او ګټې اخيستنې ته وړاندې شي.
خو هغه په ډاګه کړه که ياد شرکت بياهم کار کې ناغيړي وکړي، عدلي او قضايي ارګانونو ته به معرفي او له تړون سره سم به جريمه شي چې دا کار وړاندې د زور او يا اړيکو له مخې نه دى ترسره شوى.
روغتيايي مسوولين وايي چې ددې دواړو روغتونونو په جوړېدو سره به، د ناروغانو او ناروغ لروونکو ستونزې چې اوسمهال په افغان – ترک روغتون کې ورسره مخ دي، هوارې شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










