جلال اباد (پژواک، ۶ سلواغه ۹۴): چارواکي وايي چې د ننګرهار په دريو نا امنو ولسواليو کې ۳۴زره ماشومان د ګوزڼ ضد واکسينو له تطبيقه پاتې کېږي، خو په دوو نورو ولسواليو کې يې تطبيق ته لاسرسی پيدا کړى دى.
تېر کال د ننګرهار په هسکې مېنې، لعلپورې، اچين، چپرهار او بټي کوټ ولسوالۍ کې د نا امنيو له امله ۶۲زره ماشومان له دغه واکسينه پاتې کېدل خو اوس دا کچه ۳۴زرو ته راټيټه شوه.
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست مرستيالې دوکتورس مقدسې معراج د سلواغې په ۶مه په ننګرهار کې د ګوزڼ ضد واکسين د کمپاين پيلېدو په څنګ کې پژواک خبري اژانس ته وويل، تېر کال په چپرهار او بټي کوټ ولسواليو کې ۲۸زره ماشومان له ياد واکسينه پاتې کېدل چې په روان کمپاين کې به ورته تطبيق شي.
هغې زياته کړه: ((په ټول ننګرهار کې د څلورو ورځو لپاره د ګوزڼ ضد واکسين کمپاين پيل شو، شپږ سوه او ۲۷زره ماشومان ته به تطبيق شي؛ خو په اچين، لعلپورې او هسکې مېنې کې به ۳۴زره ماشومان ترې پاتې شي.))
مېرمن معراج وايي، تېر کال په ننګرهار کې د ګوزڼ اته پېښې ثبت شوې؛ خو د روان ميلادي کال له پيل راهيسې بله مثبته پېښه نه ده لېدل شوي.
نوموړې يادونه وکړه: ((موږ سږ کال په سيمه ييزه کچه ځايي اوسېدونکي د واکسين د تطبيق لپاره ګومارلي چې ښه پايله به ولري؛ ځکه په خپلو سيمو کې کولی شي په اسانې واکسين تطبيق کړي.))
د بټي کوټ ولسوالۍ د چهاردرې سيمې اوسېدونکي روح الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې پخوا په دې ولسوالۍ کې ډېر ماشومان له واکسينه پاتې شوي، هيله ده چې دا ځل ورته تطبيق شي.
د نوموړي په خبره: ((دلته هېڅوک د واکسين مخنيوی نه کوي، نو په کار ده چې کور په کور ماشومانو ته واکسين ورسېږي.))
د شينوارو يوه قومي مشر شان باچا پژواک اژانس ته وويل چې له تېرو دوو کلونو راهيسې د اچين، سپين غر، هسکې مېنې او نازيانو په ډېرو سيمو کې ماشومانو ته د پوليو واکسين نه دی شوی.
نوموړی وايي: ((د اچين په پېخې، باندر، عبدالخېلو او ماندو کې، د هسکې مېنې په ګورګورۍ او ورڅېرمه سيمو کې ماشومان له دغه واکسينه پاتې دي.))
هغه په لرو پرتو سيمو کې پر شته وسله والو غږ وکړ چې واکسين ته اجازه ورکړي.
تر دې مخکې د ننګرهار والي سليم خان کندوزي پژواک اژانس ته ويلي وو چې په ځينو سيمو کې يې له قومي مشرانو سره خبرې کړې څو د واکسين تطبيق ته لاره هواره شي.
د ختيځو سيمو په کچه په لغمان او نورستان کې د واکسين د تطبيق مخنيوی نه شته، خو د ننګرهار په ګاونډ کې د کونړ ولايت په ځينو لرو پرتو او نا امنو سيمو کې کابو ۱۳زره ماشومان د دغه واکسين له ورکولو پاتې کېږي.
د حج او اوقافو د اطلاعاتو امر مولوي عتيق الرحمن فضلي د ختيځې سيمې له خلکو غوښتنې چې خپلو ماشومانو ته ګوزڼ ضد واکسين تطبيق کړي؛ ځکه د اسلام له نظره مشکل نه لري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










