کابل (پژواک، ٨ سلواغه ٩٤): ولسمشر غني د پولیو پر وړاندې جدي او پرېکنده مبارزه د افغانستان د حکومت ملي موخه وبلله او ټینګار یې وکړ چې په دې مبارزه کې باید سل په سلو کې بریالي شو.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي دغه څرګندونې نن سهار له توحید ملي مرکز څخه د ویډیو کنفرانس له لارې د هېواد له ځينو والیانو سره د پولیو د له منځه وړو په هکله په خبرو کې کړې دي.
سرچينه کاږي، په دغه ویډیو کنفرانس کې چې د حکومت اجرائیه ريیس او د کابینې یو شمېر غړو هم حضور درلود، د ننګرهار، کونړ، کندهار، هلمند، اروزګان، نیمروز، فراه، فاریاب او هرات ولایتونو له والیانو سره یې خبرې وکړې.
په پیل کې د عامې روغتیا وزیر په بېلابېلو ولایتونو کې شرایطو ته په پام د پولیو د له منځه وړو په موخه د حکومت د هڅو او برنامو په هکله معلومات ورکړل او د پولیو د له منځه وړو لپاره يې له والیانو او وزارتونو سره خپلې غوښتنې شریکې کړې.
ورپسې د یادو ۹ ولایتونو والیانو په خپلو اړوندو ولایتونو کې د پولیو پر ضد د اوسنۍ مبارزې د وضعیت په هکله د ویډیو کنفرانس ګډونوالو ته معلومات ورکړل.
سرچينه زياتوي، ولسمشر د پولیو د له منځه وړو په برخه کې د حکومت د اجرائیه ريیس، د کابینې د غړو، والیانو، د نړیوال روغتیایي سازمان او ګیټس بنسټ په ګډون د ټولو همکارو نړیوالو بنسټونو د هڅو او همکاریو مننه وکړه.
ګېټس بنسټ د مايکروسافټ شرکت د مشر بل ګېټس يو خيريه بنياد دى چې د ګوزڼ له ناروغي (پوليو) سره د مبارزې په ډګر کې د نړۍ په کچه کار کوي.
نوموړي د پولیو د له منځه وړلو په برخه کې د شته تجربو د معلومولو په موخه د یوې ارزونې په ترسره کولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، خپلې هڅې باید داسې عیارې کړو، چې په ګډه همغږي او تمرکز په افغانستان کې پولیو له منځه یوسو.
هغه له کورنیو او بهرنیو همکارانو څخه وغوښتل چې یو درېیم او بې پلوه بنسټ دې د پولیو د له منځه وړلو په برخه کې د روڼوالي، حساب ورکولو او موثریت ارزونه وکړي.
ده زیاته کړه، د دغې ارزونې په رڼا کې به شته ستونزې تشخیص او د حل لپاره به یې لازم اقدامات ترسره شي.
اشرف غني ټولو دولتي بنسټونو ته لارښوونه وکړه چې د پولیو د له منځه وړلو په مبارزه کې فعاله ونډه واخلي او په دې مبارزه کې د بې طرفي د اصل د پر ځای کولو په خاطر دې د اړتیا پر مهال د سره صلیب او سرې میاشتې له هوایي امکاناتو څخه هم ګټه واخلي.
نوموړي د پولیو د له منځه وړلو په برخه کې د علماوو رول مهم وباله او د عامې روغتیا وزارت ته یې لارښوونه وکړه چې علماوو ته دې د پولیو په هکله هر اړخیز معلومات ورکړي، تر څو هغوی د خلکو د پوهاوي پر مهال ګټه ترې واخلي.
غني د پولیو د له منځه وړلو په برخه کې د پولیو پر ضد د مبارزې د ټیمونو په پیاوړتیا، د واکسیناتورانو په استخدام او د ګرځنده ټیمونو په جوړولو ټینګار وکړ.
هغه څرګنده کړه چې د پولیو ضد کمپاین د افغان ماشومانو د خوندیتوب د عمومي او سراسري کمپاین یوه برخه ده. په دې برخه کې ترلاسه شوې تجربې د افغان ماشومانو د ستونزو د حل په برخه کې ګټورې تمامېدلی شي.
د خبرپاڼې په حواله، د حکومت اجرائیه ريیس ډاکتر عبدالله عبدالله وویل، حکومت د پولیو د له منځه وړلو ته ژمن دی او په همدې موخه په ټولو ولایتونو کې د پولیو د له منځه وړلو لپاره کمېټې رامنځته شوې دي.
هغه له والیانو څخه وغوښتل چې په اړوندو ولایتونو کې یې که د پولیو یوه پېښه هم ولیدل شوه، نو په اړه دې د حکومت مشرتابه ته معلومات ورکړي او په ټول جدیت دې موضوع تعقیب کړي.
د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، سږ کال په هېواد کې د ګوزڼ کابو ١٩ پېښې ثبت شوې دي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










