منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۵۲ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې زمبابوې ته ماتې ورکړه

· ۱ دقیقه لوستل · ۵۸ کتنې

کابل (پژواک، ۱۰ سلواغه ۹۴): د افغانستان کرکټ الف لوبډلې په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې زمبابوې الف لوبډلې ته په پنځو وېکټو ماتې ورکړه.

د افغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک دسلواغې په ۱۰مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې ملي الف لوبډلې ددغې لوبې پچه وګټله اوسیالې لوبډلې ته یې  د توپوهنې بلنه ورکړه.
هغه وایي، زمبابوې په ټاکلو پنځوس اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدلو ۲۶۹ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۲۷۰ منډوهدف  ورکړ.
د افغانستان له لوري په توپ اچونه کې نواز خان ۲، فرید ملک ۲، شبیر نوري، شرف الدین اشرف او لوبډلمشر جاوید احمدي یو یو لوبغاړی له مخې پورته کړ.
افغان توپوهونکو یاد هدف په ۴۸،۵ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدوترلاسه او لوبه یې وګټله.

د افغان لوبډلې له لوري په توپوهنه کې ناصر جمال ۷۳، رحمت شاه ۵۴، عمران جنت ۵۳ او لوبډلمشر جاوېداحمدي ۴۶ منډې جوړې کړې.
جاوېد احمدي د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې