کابل (پژواک، ١٠ سلواغه ٩٤): په کابل ښار کې د جمهوريت روغتون د بېړنيو مرستو څانګه د عامې روغتيا وزارت له خوا جوړه او پرانيستل شوه.
د دې وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه څانګه د ۵۰ بسترو په لرلو له ټولو اړو طبي او غیر طبي وسایلو سره سمبال شوې او په اساسي او معیاري توګه به خدمات وړاندې کړي.
د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فيروز الدين فيروز د یاد روغتون د دې څانګې پرانیستل د روغتونونو د خدمتونو د کیفیت په لوړولو کې یو بل مثبت ګام وباله.
ده وويل، هوډ لري چې په لږو امکاناتو سره د روغتیايي خدمتونو په ښه والي کې مثبت بدلونونه راولي.
نوموړي د روغتیايي سیستم په بدلون او سمون راوستلو ټینګار وکړ او زياته يې کړه، چې ترڅو په روغتیايي سیستم کې لازم بدلونونه او سمون را نه وستل شي، په دې برخه کې پر شته ستونزو او ننګونو برلاسي کېداى نه شي .
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د روغتونونو د بېړنیو مرستو څانګو معیاري کول، هغه ژمنه وه چې د عامې روغتیا وزیر د خپل کار په لومړیو ورځو کې خلکو ته ور کړې وه.
تردې دمه د کابل ښار او ځینو ولایتونو د ګڼ شمېر روغتونونو بېړنۍ څانګې په معیاري توګه رغول شوې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










