کابل (پژواک، ١٠ سلواغه ٩٤): د کرکټ د ١٩ کلنو لوبډلو د نړيوال جام سياليو په لړ کې سريلانکا هم له افغانستانه لوبه وګټله.
د ١٦ هېوادونو په ګډون د کرکټ د ١٩ کلنو لوبډلو نړيوال جام سيالۍ د سلواغې په ٧مه په بنګله دېش کې پيل شوې دي.
افغانستان په ب ګروپ کې له پاکستان، سريلانکا او کاناډا سره لوبې کوي.
د دغو سياليو په لړ کې افغانستان نن خپله دويمه لوبه له سريلانکا سره ترسره کړه. د دې لوبې پچه سريلانکا وګټله او لومړى يې په خپله د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د سريلانکا لوبډلې په ٤٨ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ١٨٤ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ١٨٥ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان له لوري شمس الرحمن ٣، کريم جنت او ظاهر خان دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
د ١٩ کلنو ملي لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه شو کړاى او ټوله لوبډله په ٤٥ اورونو کې په ١٥١ منډو وسوځېدله او دغه راز سريلانکا دا لوبه د ٣٢ منډو په توپير سره وګټله.
د افغانستان له لوري وحيدالله شفق ٤٧ او کريم جنت ٤٠ منډې جوړې کړې.
تر دې مخکې پاکستان هم له افغانستان څخه لوبه ګټلې وه.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










