کندهار (پژواک، ١٠ سلواغه٩٤) : په کندهار کې په دې وروستيو کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېره ډېره شوې، خو د درملنې په برخه کې يې اسانتياوې ډېرې کمې دي.
د کندهار ولايت د ډنډ ولسوالۍ د معتادينو د درملنې مرکز د دې ولايت له هغو څو مرکزونو يو دى چې نن د سلواغې په ١٠مه يې ٧٠ تنه په نشه روږدي تر درې مياشتنۍ درملنې وروسته خپلو کورونو ته ولېږل.
د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضيا دراني پژواک خبري اژانس ته وويل، دا د کندهار او د يو شمېر نورو ولايتونو معتاد ځوانان وو چې د پوليسو له خوا په ښار کې تر نيول کېدو وروسته دغه مرکز ته د درملنې لپاره راوستل شوي وو.
ده زياته کړه، د دغو ٧٠ روږدو درملنه د دريو مياشتو په موده کې شوې، چې نن تر رغېدو وروسته خپلو کورنيو ته ستانه کړاى شول.
درانى وايي، شاوخوا درې کلونه کېږي چې په نشه د روږدو د درملنې دغه مرکز د کندهار د امنيې قوماندانۍ له خوا په ډنډ ولسوالۍ کې جوړ شوى او تر دې مهاله يې د شاوخوا ٣٠٠٠ روږدو کسانو درملنه کړې ده.
د ده په خبره، د امنيې قوماندانۍ اړوند له نشه يي توکو سره د مبارزې پوليس په ښار کې روږدي ټولوي او بيا يې دغه مرکز ته د درملنې لپاره بيايي، خو د دې تر څنګ په دې وروستيو کې په خپله کورنۍ هم په نشو اخته کسان دغه مرکز ته د درملنې لپاره ورولي.
دى وايي، همدا اوس هم د ٧٠ په شاوخوا کې نور نشه يان تر درملنې لاندې دي، څو له نشو عادي ژوند ته را وګرځول شي.
نور محمد هغه ٣٥ کلن نشه يي دى چې د متعادينو په دې مرکز کې يې درملنه شوې ده.
ده پژواک اژانس ته وويل، د کورنۍ د اقتصادي ستونزو له امله يې نشو ته مخه کړه، خو نشو دى د خپلې کورنۍ د اوږو بار وګرځاوه.
دى وايي، دوه ځله يې په نورو مرکزونو کې هم درملنه کړې، خو دا ځل يې کلک هوډ کړى چې نشې به پرېږدي او عادي ژوند به پيلوي.
د نشه يي توکو د کر او قاچاق تر څنګ په نشه يي توکو روږدتيا د ټولنې لپاره جدي ګواښ دى چې د خلکو اندېښنې يې ډېرې کړې دي.
په کندهار کې له نشه يي توکو سره د مبارزې رييس ګل محمد شکران وايي، په تېرو کلونو کې په دې ولايت کې په نشه يي توکو د روږدو شمېره شاوخوا ١٠٠ زره تنه وه، خو سږ کال يې شمېر له ١٣٠ زره څخه لوړ شوى دى.
login or register a new account.