خوست ښار (پژواک، ١١ سلواغه ٩٤): په خوست کې د (خپل وطن ګل وطن) تر نامه لاندې د فوټبال سيالۍ چې مياشت وړاندې پيل شوې وې، د غرغښت تلويزون لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د خوست د المپيک امريت له خوا د فوټبال په دې سياليو کې ۱۲ لوبډلو ګډون کړی و چې په ملي لوبغالي کې ترسره کېدې او هره ورځ يې سلګونه خلک نندارې ته ورتلل.
د دغه ولايت د المپيک امر عزيز ملنګ د يادو سياليو د پایلوبې پر مهال پژواک اژانس ته وويل چې په دې لوبډلو کې د ځينو دولتي ادارو تر څنګ د ځينو رسنيو په مالي ملاتړ شپږو لوبډلو هم ګډون کړی و.
هغه وويل: ((د ولايتي شورا، ښاروالۍ او ترانسپورت رياستونو، ميديوتېک، شمشاد، ژوندون او د غرغښت په نوم سيمه ييز تلويزيونونو، کليد، چنار، سولې پيغام او ولس غږ په نومونو سيمه ييزو ايف ايم راډيوګانو پکې ځان ته لوبډلې لرلې.))
نوموړي وويل، له دې لارې غواړي هغو ځوانانو ته چې په قاچاقي لارو اروپايي هېوادونو ته سفرونه کوي، په خپل هېواد کې د پاتې کېدو پيغام ورکړي.
هغه زياته کړه چې دويمه موخه يې پر نشه يي توکو روږدو کسانو ته بلنه ورکول دي چې راشي او ورزش له لارې خپله روغتيا ډاډمنه او د هېواد لپاره د خدمت جوګه وګرځي.
ده وويل: ((له هغو ځوانانو چې په قاچاقي لارو اروپايي هېوادونو ته ځي، غوښتنه کوو، چې دا کار دې نه کوي. همدارنګه په نشه روږدي کسان دې نشه نه کوي او سپورت ته دې مخه کړي)).
د فوټبال د يادو سياليو په پايلوبه د خوست د ولايتي شورا او د غرغښت تلويزيون لوبډلې مخامخ شوې او د خوست د مرکز په ګډون له بېلابېلو ولسواليو ګڼ شمېر خلک يې نندارې ته راغلي وو.
د لوبې په دواړو نيمه يي کې هيڅ يوه لوبډله پر ګول وهلو بريالۍ نه شوه او د لوبڅار د پرېکړې پربنسټ دواړو لوبډلو پر يوه او بل پېنالټۍ ووهلې او بريا د غرغښت تلويزون لوبډلې خپله کړه.
د خوست د ولايتي شورا رييس عبدالولي واحدزي پژواک اژانس ته وويل چې د فوټبال په يادو سياليو کې يې د لوبډلې ملاتړ د سپورت پرمختګ او د ځوانانو هڅول دي.
واحدزي زياته کړه چې د ځوانانو د ښه راتلونکي او د سپورت د ودې په برخو کې به له المپيک امريت سره خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.
د يادو سياليو يوه لوبغاړي فيض الله له پژواک اژانس سره په خبرو کې له ناوړه کړنو د ځوانانو په راګرځولو کې د دې ډول سياليو رول ډېر مهم وباله.
login or register a new account.