منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۵۰ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کرکټ په لوبډلو کې خپلوۍ پاللو غبرګونونه را پارولي

· ۵ دقیقې لوستل · ۶۸ کتنې

کابل (پژواک، ۱۱ سلواغه ۹۴): د کرکټ لوبې څارونکي او مينه وال نيوکه کوي چې په ملي لوبډلو کې د ځينو چارواکو او لوبغاړو د کورنيو غړو د شتون له امله د یادو لوبډلو د لوبو پايلې ښې نه دي، خو د کرکټ بورډ اداره دا نيوکې ردوي.

دوى دا نيوکې په داسې حال کې کوي چې د افغانستان د کرکټ ملي ١٩ کلنې لوبډلې د نړيوال جام په سياليو کې خپلې دواړې مهمې لوبې وبایللې او په دې سياليو کې له مخکې تګ څخه پاتې شوه.

د کرکټ نړيوال جام سيالۍ چې په بنګله دېش کې روانې دي، افغانستان د پاکستان او سريلانکا پر وړاندې چې د کرکټ د لومړۍ درجې هېوادونه دي، خپلې لوبې بايللې دي.

د لوبه کرکټ ټولنې مشر ضراب شاه ظهير وايي چې په ١٩ کلنه لوبډله کې ډېرى د کرکټ بورډ د چارواکو او ځينو ملي لوبغاړو د کورنيو غړي لوبېږي.

هغه زياتوي چې د ١٩ کلنې لوبـډلې لوبغاړى کريم جنت د اصغر ستانکزي ورور دى، نويد عبيد د ادارې د مشر نسيم الله دانش اوښى دى، وحيدالله شفق د ملي لوبغاړي شفيق الله شفق ورور دى، ظاهر احمدزى د ملي روزونکي دولت احمدزي خوريی دى.

نوموړي وويل چې پخوا ملي ١٩ کلنه لوبـډله ډېره پياوړې وه او په تېر نړيوال جام کې يې په ١٦ هېوادونو کې اووم مقام خپل کړى و، خو دا ځل په اتو غوره لوبډلو کې يې هم ځاى پيدا نه کړ.

د هاشم اورياخېل په نوم د کرکټ يوه مينه وال په ټولنيزه شبکه فيسبوک کې ليکلي چې د کرکټ په ملي لوبډلو کې د يو شمېر لوبغاړو او چارواکو د کورنيو غړي دي.

هغه زياته کړې چې تاج ملوک علم د کرکټ بورډ مرستيال دى، د هستي ګل په نوم يې يو ورور په ټاکنيزه کمېټه کې، زوى يې په ١٦ کلنو لوبډلو کې او دوه وروڼه يې افتاب عالم او کريم صادق په ملي لوبډله کې دي.

دغه راز د جمال احمد په نوم يوه بل مينه وال هم په ټولنيزه شبکه فيسبوک کې نيوکه کړې چې په لوبـډلو کې يو شمېر داسې لوبغاړي شته چې په واسطه راغلي دي.

د هغه په وينا، د نوروز منګل، اصغر ستانکزي، دولت احمدزي، رييس احمدزي او نورعلي ځدراڼ د کورنیو غړي په بېلابېلو لوبډلو کې لوبېږي.

خو د کرکـټ بورډ چارواکي دا ادعاوې ردوي او وايي چې لوبغاړي په خپلو وړتياوو ملي لوبډلو ته لاره پيدا کړې ده.

د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رييس نسيم الله دانش پژواک خبري اژانس ته وويل چې اداره د لوبغاړو ټاکنيز خپلواک کمېسيون لري او دوى د لوبغاړو د ټاکلو په پروسه کې لاسوهنه نه کوي.

نوموړي ومنله چې د يو شمېر لوبغاړو او د کرکټ بورډ د چارواکو او کارکوونکو د کورنۍ غړي به هم په لوبډلو کې وي، خو زياتوي چې دا يواځې په افغانستان کې نه، بلکې په نورو هېوادونو کې هم دي.

دانش وويل چې د هندوستان نفوس له يو ميليارد څخه زيات دى، خو د کرکـټ په ملي لوبـډله کې يې څو ځلې دوه وروڼه لوبېدلي دي.

دغه راز هغه زياته کړه چې د اسټراليا په لوبډله کې سټيووا او مارک وا دوه وروڼه لوبېدلي، د دې تر څنګ د پاکستان په ملي لوبـډله کې درې وروڼو (عمر اکمل، کامران اکمل او عدنان اکمل په يو ځاى لوبېدلي دي.

د کرکت بورډ عمومي رييس وايي، پرون د افغانستان الف لوبـډلې زمبابوې ته ماتې ورکړه، په دې بريا کې ناصر جمال مهم رول ولوباوو، په داسې حال کې چې هغه د روزونکي رييس احمدزي ورور دى.

دانش زياتوي، که چېرې په لوبډلو کې دومره ستونزې وي، نو بيا دا لاسته راوړنې له کومه کېږي.

هغه زياتوي چې د ملي لوبډلې لاسته راوړنې له چا پټې نه دي، د کرکټ د لومړۍ درجې هېواد زمبابوې ته يې پرله پسې ماتې ورکړې او تاريخي ريکارډونه يې جوړ کړ.

د نوموړي په وينا، د ١٩ کلنو لوبډلې همدا تېره مياشت د زمبابوې لوبـډلې ته پرله پسې ماتې ورکړه او کپ يې وګټلو.

هغه له هېوادوالو وغوښتل چې تل دې مثبتې نيوکې دوى يې په ورين تندي زغمي، خو د شخصي عقدو له مخې دې د کرکټ لوبې ته زيانه نه رسوي؛ ځکه همدا لوبه ده چې تر نورو لوبو يې زيات وياړونه هېواد ته راوړي دي.

ده زياته کړه: ((زموږ لاسته راوړنې د خلکو د نيوکو ښه ځواب دى.))

په جلال اباد کې د کرکټ د خصوصي اکاډمۍ مسوول او پخوانى ملي لوبغاړى هستي ګل عابد وايي چې پلار يې په کرکټ نه پوهېده، خو اوس چې دوى کرکټ پيل کړې، نو ټوله کورنۍ او خپلوان يې دغه لوبه کوي.

هغه ومنله چې د کورنۍ غړي يې په کرکټ بورډ او ملي لوبډلو کې ځاى لري، خو زياتوي چې دوى په خپلې وړتيا دغه مقام ته رسېدلي دي.

ده زياته کړه: ((زموږ په کورنۍ او خپلوانو کې ډېر پياوړي لوبغاړي شته، خو د خلکو د دغو نيوکو له امله يې مخې ته نه شو راوستلى.))

هستي ګل هم يو شمېر نورو هېوادونو ته په اشارې سره وويل چې په لوبډلو او کرکټ بورډونو کې يې د يوې کورنۍ غړي پاتې شوي دي.

د کرکټ د چارو شنونکى او د لوبه مجلې مسوول مدير رحيم ګل څاروان بيا وايي چې د لوبغاړو وړتيا ته بايد وکتل شي، نه د هغوى کورنيو ته.

ده زياته کړه، کوم لوبغاړي چې په الف، ملي يا ١٩ کلنو لوبډلو کې دي، هغوى په خپلې وړتيا لوبډلو ته لاره پيدا کړې او څوک چې ښه لوبه ونه کړي، بايد له لوبډلو و ايستل شي.

د ١٩ کلنو نړيوال جام کې د افغان لوبډلې د خرابې لوبې په اړه څاروان وايي چې افغانستان تر اوسه له دوو لومړۍ درجې دريځ لرونکو پياوړو لوبډلو سره لوبه کړې او له هغوى څخه لوبې ګټل ګران کار دى.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې په ټوليزه توګه ١٩ کلنې لوبډلې په نړيوال جام کې ښې لوبې کړې خو که له دويمې درجې هېوادونو يې لوبې بايللې واى، نو بيا دا پر ځاى وه چې نيوکه پرې وشي. 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې