کابل (پژواک ١٢ سلواغه ٩٤): د غزني پنځه کلن ماشوم مرتضى چې له پلاستيکي کڅوړو يې د فوټبال د نړيوال اتل ميسي بلوز جوړ کړى او ځان د هغه مينه وال بولي، له مسي غواړي چې له هغه سره وګوري او هم په جاغوريو کې د فوټبال لوبغالى جوړکړي.
څه موده وړاندې په ټولنيزو رسنيو کې داسې انځور خپور شو، چې په کې يوه کوچني پنځه کلن ماشوم مرتضى چې د غزني د جاغوريو ولسوالۍ د قمبر کلي اوسېدونکى دى، له پلاستيکي کڅوړو چې سپينې او شنې پټۍ يې لرلې او په انګليسي ژبه ورباندې ميسي (Messi) او ورسره د (١٠) شمېره ليکل شوې، يو بلوس جوړ کړى او ويل شوي و، چې نوموړي د ميسي مينه وال دى او غواړي له هغه سره له نږدې وګوري.
ليونل اندرس ليو ميسي (Lionel Andrés "Leo" Messi) د ارجنټاين هېواد د فوټبال لوبډلې لوبغاړى دى او په نړيواله کچه شهرت لري. نوموړى په ٢٠١١ او ٢٠١٥ کلونو کې د اروپا د تر ټولو غوره لوبغاړي لقب هم خپل کړى و.
د پژواک خبري اژانس خبريال په کابل کې له مرتضى څخه د فوټبال لوبې او د ميسې په اړه وپوښتل، خو هغه په دې اړه معلومات نه درلودل.
خو د هغه پلار محمد عارف د دې پوښتنې په ځواب کې چې مرتضى د فوټبال لوبې په اړه معلومات لري که نه؟ وويل چې د لوبې په اړه معلومات نه لري، خو کله يې چې په لومړي ځل په تلويزون کې ميسي وليد، نو د هغه ګول وهل يې خوښ شول.
نوموړي نورو پوښتنو ته له ځواب ورکولو پرته يواځې همدومره وويل، چې دوى له ميسي غواړي چې د ده له زوى سره وګوري او برازيل هېواد ته د هغه د ورتګ لارې چارې ورته برابرې کړي.
ده زياته کړه، زوى يې دغه راز له ميسي غواړي، چې په جاغوريو کې د فوټبال لوبغالى ورته جوړ کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










