منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۵ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د پلاستيکي کڅوړو کارول مرګوني زيانونه لري، خو مخه یې نه نیول کېږي

· ۴ دقیقې لوستل · ۸۴ کتنې

کابل (پژواک، ۱۴ سلواغه ۹۴): پنځه کاله مخکې د پلاستيکي کڅوړو توريد او توليد بند شو، خو دغه کار يواځې څو ورځې دوام وکړ او اوس هم په ټول هېواد کې  د دې کڅوړو توريد، توليد او کارول روان دي.

د وزيرانو شورا د ۱۳۸۹ کال د مرغومي په شلمه پرېکړه وکړه چې ښاروالۍ دې د ۱۳۹۰ کال له پيل سره  په هټيو کې د پلاستيکي کڅوړو د کارولو مخه ونيسي.

دغه راز د وزيرانو شورا بيا د ۱۳۹۰ کال د وري په اتمه پرېکړه وکړه چې د سوداګرۍ او صنايعو وزارت  بايد په هېواد کې د پلاستيکي کڅوړو د توليد او ماليې وزارت دې د ګمرکونو له لارې هېواد ته د دې کڅوړو د راوړو مخه ونيسي.

د عامې روغتيا وزارت چارواکو ويلي وو چې د پلاستيکي کڅوړو کارونه د چاپېريال د ککړتيا تر څنګ د پولي کاربونات، پولي ستايرين، پولي اورتان او تترا فلورا اتلين کيمياوي موادو د درلودو له امله د سرطاني، تنفسي، پوستکي او  زړه د  ناروغيو، د جنين سقط، د ناسم جوړښت لرونکو ماشومانو زېږېدنې، د بدن د مقاومت د کمښت، د ماشومانو د ذهني کمزورتيا او نورو روغتيايي ستونزو لامل کېږي.

خو له دې هر څه سره، سره د وزيرانو شورا د يادې مصوبې پروا نه ده ساتل شوې او اوس هم په هېواد کې پلاستيکي کڅوړې جوړېږي، هم له بهر څخه راوړل کېږي او هم په هټيو کې پلورل کېږي او کارول کېږي.

د کابل منډوي د عبدالسلام کاکړ مارکېټ د "زرغام پلاستيک" پلورنځي مالک او هټۍ وال محمد نواب پژواک خبري اژانس ته وويل چې پلاستيکي کڅوړې په ازادانه ډول پلورل کېږي.

ده په دې تړاو د وزيرانو  شورا د پرېکړې په اړه وويل، شاوخوا پنځه کاله مخکې د يادې پرېکړې تر کېدو وروسته، ښاروالۍ پلاستيک پلورنځي د دريو ورځو لپاره وتړل، خو بيا دوى شکايت وکړ او بېرته د فعاليت اجازه ورکړل شوه.

نواب وايي، له هغې وروسته يې بيا چا د کار مخه نه ده نيولې.

د کابل په منډوي کې د پلاستيکي کڅوړو بل پلورونکي مختار هم ورته څرګندونې کوي او زياتوي، دی په خپل پلورنځي کې وطني، ايرانۍ،  پاکستانۍ او چينايي پلاستيکي کڅوړې پلوري.

د کابل ښار په دهمزنګ سيمه کې ډوډۍ پلورونکى غلام محمد هم خلکو ته په پلاستيکي کڅوړو کې ډوډۍ ورکوي.

هغه وايي: "موږ هم پوهېږو چې ګرمه ډوډۍ په پلاستيکي کڅوړه کې خرابېږي، خو موږ څنګه وکړو، مشتري چې لرې واټن ته ډوډۍ وړي، نو وايي چې په پلاستيکي کڅوړه کې يې راته واچوه او موږ مجبور يو چې دا کار وکړو."

هغه زياته کړه، څو کاله مخکې يو ځل کابل ښاروالۍ نانوايانو ته د ټوکر کڅوړې ورکړې او د هرې کڅوړې په بدل کې يې ترې لس افغانۍ واخيستې، تر څو د پلاستيکي کڅوړو پر ځاى يې وکاروي، خو خلکو دغه کڅوړې نه پېرلې.

د کابل ښاروالۍ د چاپېريال ساتنې د څانګې مشر ډاکتر محمد ادريس توخي، په دې اړه چې ولې په کابل ښار کې د پلاستيکي کڅوړو د پلور مخه ونه نيول شوه؟ وويل چې د وزيرانو شورا تر پرېکړې وروسته دوى په دې اړه اقدام وکړ او له پلورونکو يې يو کانټينر پلاستيکي کڅوړې ټولې کړې.

خو هغه زياته کړه: "د کسبګرو ټولنې او صنعتکاران د وخت ولسمشر (حامد کرزي) ته ورغلل او ورته ويې ويل چې ډېر خام او پاخه مواد يې راوړي او ډېر متضرر کېږي؛ په هماغه وخت کې د موقت حکم له مخې د موقت وخت لپاره بېرته اجازه ورکړل شوه."

د ده په وينا، دغه لنډمهال حکم د دې لپاره ورکړل شوى و چې په هېواد کې هغه مهال شته پلاستيکي کڅوړې او خام مواد يې وپلورل شي، خو "دا دى  دغه موقت حکم څلور کاله دوام وکړ او پلاستيک هېڅ نه خلاصېږي."

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ د وياند له دفتر سره خبرې وکړو، خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.

د عامې روغتيا د عامه اړيکو مشر محمد اسماعيل کاووسي وايي، دغه وزارت د بېلابېلو ناستو او رسنيو له لارې خلکو پوهولي چې پلاستيکي کڅوړې کارول زيان لري.

هغه وويل: "موږ تر ډېره حده خپل مسووليت ادا‌ کړى، د پلاستيکي کڅوړو د زيانونو په اړه مو ډېر معلومات خپاره کړي او هېوادوال مو د دې کڅوړو له زيانونو خبر کړي دي."

د ده په وينا، په پلاستيکي کڅوړو کې تر ټولو ډېر د ګرمو ډوډيو لېږد ډېر زيان لري، ځکه  چې  پلاستيک خپل مضر ګاز ډوډۍ ته لېږدوي او روغتيا ته ډېر زيان لري.

هغه له خلکو وغوښتل چې د ډوډۍ د لېږد لپاره د پلاستيکي کڅوړو له کارولو ډډه وکړي او پر ځاى يې د ټوکرو کڅوړې وکاروي.

د چاپېريال ساتنې چارو پوهان وايي، د پلاستيکي کڅوړو ټوټې تر زرو کلونو پورې نه تجزيه کېږي او سوځول يې هم د راز راز ناروغيو لامل کېږي.

څېړنې ښيي چې هر کال په نړۍ کې ٥٠٠ ميليارده پلاستيکي کڅوړې استعمالېږي، خو په افغانستان کې له پلاستيکي کڅوړو د ګټې اخيستنې کره شمېره معلومه نه ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا