منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۲ غ.م
۴°صاف · ↑۱۳° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“حکومت د غلام خان لارې له ترانزيټي کېدو سره توپيري چلند کوي”

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۲۶ کتنې

خوست ښار (پژواک، ١٥ سلواغه ٩٤): د خوست دولتي چارواکي، سوداګر او ځيني نور خلک وايي چې د مرکزي دولت ځيني لوړپوړي چارواکي د توپيري چلند له مخې نه غواړي د خوست- غلام خان لاره عملي ترانزيټ شي.

د دې لارې د ترانزيټ حکم پخواني ولسمشر حامد کرزي په ۱۳۸۱ هجري لمريز کال کې ورکړی و، خو د ناڅرګندو لاملونو له امله دې لارې تر اوسه عملي ترانزيټي بڼه نه ده خپله کړې.

شاوخوا دوه کاله وړاندې د دې لارې د عملي ترانزیټ لپاره په غلام خان بندر کې د ۲۵۰ ميليونو افغانيو په لګښت د ګمرک او کميسارۍ تاسيسات جوړ شول، خو پرته له ګټې اخيستنې تشې ودانۍ ولاړې دي.

د دې تر څنګ د ۵۴۵ ميليونو افغانيو په لګښت د خوست ښار او غلام خان تر منځ غځېدلی ۳۵ کيلومتره سړک هم په پاخه او بنسټيز ډول جوړ او ګټې اخيستنې ته سپارل شوی دی.

د غلام خان لارې عملي ترانزيټ د طالبانو تر واکمنۍ وروسته له رامنځته شوي حکومت څخه د خوست د خلکو له بنسټيزو غوښتنو ګڼل کېږي چې په اړه يې تل د عملي ګامونو د اخيستو غوښتنه کړې ده.

د خوست د سوداګرۍ او صنايعو خونو رييس نواب اميرزي پژواک اژانس ته وويل چې ځيني لوړپوړي دولتي چارواکي د خپلو شخصي ګټو او توپيري چلند له مخې دې موضوع ته ارزښت نه ورکوي.

نواب اميرزي په دې برخه کې د چا نوم وانه خيست، خو ظاهراً يې اشاره د ماليې او سوداګرۍ وزارتونو پخوانيو وزيرانو ته وه، چې نه يې غوښتل خوست پر سوداګريز مرکز بدل شي.

اميرزي زياته کړه: ((بې شمېره غوښتنې مو کړې دي. چارواکو تل ژمنې راسره کړې، خو هېڅ عملي اقدام يې نه دی کړی. ځيني کسان دا وېره لري چې که د غلام خان لاره ترانزيټ شي، د تورخم پر بندر منفي اغېز کوي.))

هغه وويل چې دواړو ولسمشرانو د ټاکنيزو منډو ترړلو پر مهال د ځينو نورو عمده پروژو تر څنګ د يادې لارې د ترانزيټ ژمنې کړې وې، خو له دې امله چې خوستوال په سياسي بهير کې لوړپوړي چارواکي نه لري، په اقتصادي وده او پراختيا کې برخه نه ورکول کېږي.

په ۲۰۱۴ ميلادي کال کې په شمالي وزيرستان کې د سخت دريځو پر ضد د پاکستاني پوځيانو د عملياتو له امله چې وزيرستانيان يې هم بې کوره کړل، دغه لاره په بشپړ ډول تړل شوې ده.

سوداګر الف خان منګل پژواک اژانس ته وويل، نه يواځې ترانزيټ نه شوه، بلکې پاکستاني پوځيانو له تېر يو نيم کال راهيسې د سپرليو پر موټرو سربېره باروړونکو موټرو ته هم پرې د تېرېدو اجازه نه ورکوي.

نوموړي زياته کړه: ((موږ له مرکزي دولت څخه جدي غوښتنه کوو چې زموږ دا ستونزه حل کړي. اوس خپل مالونه پر تورخم راوړو او په رالېږد يې دوه برابره زيات لګښت کېږي.))

مدني فعال محمد زمان نظري هم له مرکزي دولت څخه وغوښتل چې د غلام خان لارې د ترانزيټ په برخه کې جدي ګامونه واخلي او له پاکستان سره پرې خبرې وکړي.

هغه وايي: ((عامو خلکو ته يې هم ډېره ګټه رسېږي. که چېرې د مالونو په رالېږد کم لګښت راشي، د توکو نرخونه هم راټيټيږي. دولت بايد دا موضوع عادي ونه ګڼي.))

د خوست د اقتصاد رييس انجنير حميد شاه ياده لار له پاکستان سره د افغانستان د نورو ترانزيټي لارو په پرتله اقتصادي بولي؛ ځکه دی وايي چې شاوخوا ۴ سوه کيلومتره د پاکستان ستر سوداګريز مرکز کراچۍ ته نږدې ده.

هغه پژواک ته وويل: ((که دا لاره ترانزيټ شي، د سوداګرۍ پر پراختيا او د اقتصاد پر پياوړتيا سربېره د دواړو هېوادونو پر شته سياسي اړيکو او د خلکو پر تګ راتګ مثبت اغېز کوي.))

د خوست د ولايتي شورا رييس عبدالولي واحدزي له پژواک اژانس سره په خبرو کې له ولسمشر محمداشرف غني څخه وغوښتل چې د ټاکنيز کمپاين پر مهال د خوست له خلکو سره دغه کړې ژمنه عملي کړي.

هغه زياته کړه: ((د خوست خلکو خپلې ټولې رايې ولسمشر غني ته ورکړې. هيله دا وه چې ولسمشر ژمنه کړې وه، چې ټولې اړتياوې به يې ژر ورپوره کړي، خو تر اوسه يې هېڅ ژمنه نه ده عملي کړې.))

د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت له پژواک سره په خبرو کې ډاډ ورکړ چې د امنيت له پلوه دغه لار نه هم اوس کومه ستونزه لري او نه به يې هېڅکله نا امنه کېدو ته پرېږدي.

نوموړي وويل چې که دغه لار ترانزيټ شي، سوداګر په پوره خونديتوب سره کولای شي خپل سوداګريز مالونه د غلام خان له بندره خوست او بيا د پکتيا له لارې نورو ولايتونو ته ولېږدوي.

هغه زياته کړه: ((زه مرکزي دولت ته په پوره ډاډ سره وايم چې د ترانزيټي لارې د ساتنې تر څنګ هر ډول کار چې دوی يې دلته ترسره کول غواړي، پوره امنيت يې ساتو.))

د خوست د والي وياند مبارز محمد ځدراڼ وايي چې په تېرو ۱۴ کلونو کې ولايتي ادارې د غلام خان بندر د عملي ترانزيټ په موخه د سوداګرۍ او ماليې له وزارتونو سره پرله پسې ناستې او خبرې کړې دي.

نوموړي ومنله، چې د وخت د لوړ پوړو دولتي چارواکو د ناغيړۍ او د دې موضوع د جدي نه نيولو له امله د ياد بندر د ترانزېټ کارونه تر اوسه په خپل حال پاتې دي.

هغه زياته کړه : ((درې کاله مخکې د هغه مهال د سوداګرۍ او صنايعو وزير انوارالحق احدي د خوست خلکو ته په غونډه کې کلکه ژمنه وکړه، چې په درېيو مياشتو کې به يې کارونه بشپړ کړي، خو هغه درې مياشتې درېيو کلونو ته ورسېدې او په خپله ژمنه کې پاتې راغی)).

خو مبارز زياته کړه چې اوس د ملي يووالي له حکومت سره دغه موضوع په جدي ډول شريکه شوې او مرکزي دولت غلام خان بندر د اقتصاد او له پاکستان سره د سوداګرۍ د اړيکو له پلوه ډېر مهم بللی دی.

هغه وويل: ((ټول کارونه يې سرته رسېدلي، خو يواځې د افغانستان او پاکستان رسمي موافقې ته اړتيا ده، ترڅو دا بندر د ترانزېټ په ډول وپېژندل شي او سوداګريزه راکړه ورکړه پراختيا ومومي.))

مبارز ځدراڼ د ولايتي ادارې په استازيتوب له مرکزي دولت څخه وغوښتل چې د غلام خان لارې ترانزيټ ته دې د يوې ملي موضوع په سترګه وګوري او کوټلي ګامونه دې واخلي.

د يادونې ده چې تېر کال پاکستاني چارواکو او سوداګرو په اسلام اباد کې په يوه غونډه کې د يادې لار پر اهميت خبرې کړې وې او ترانزيټ يې د خپلې سوداګرۍ د پراختيا لپاره ډېر مهم بللی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد