کابل(پژواک، ١٥ سلواغه٩٤): د ازادو رسنيو جام په نامه د موتاى سيالۍ په کابل کې د ١٨٠ رزمي لوبډلو ترمنځ پيل شوې.
د موتاى فدراسيون مشر عبدالغفار مهر پرور، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا سيالۍ د ازادو رسنيو او خبريالانو نه د ملاتړ په موخه پيل شوې دي.
د هغه په خبره، دا سيالۍ د عمر له اړخه د بېلابېلو ماشومانو، تنکيو ځوانانو او ځوانانو ترمنځ په ١٨ بېلابېلو وزنونو کې تر سره کېږي او درې ورځې به دوام ولري.
مهر پرور زياته کړه چې د هېواد ازادو رسنيو ورزشي خبرونو ته په ښه ډول پوښښ ورکړى، چې له همدې اړخه د ستاينې او ملاتړ وړ دي.
د موتاى فدراسيون مشر وويل چې دا سيالۍ د رزمي ١٨٠ لوبغاړو، د کابل ٢٠ ورزشي کلپونو او دغزني د يوه کلپ په ګډون پيل شوې او ټاکل شوې چې په پاى کې به په بېلابېلو وزنونو کې ٢٠ کسه لومړى، ٢٠ دويم او ٤٠ نور درېيم مقام تر لاسه کړي او وبه ستايل شي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، کوم کسان چې په دې درېيو کتګوريو کې راځي، په نږدې راتلونکي کې به د هېواد د موتاى ملي لوبډلې د ټاکنې په سياليو کې هم ګډون وکړي.
د بدنې روزنې او سپورت عمومي رياست مرستيال قاسم علي حميدي، ددې سياليو د هر کلي ترڅنګ وويل، د ورزشي پروګرامونو او لاسته راوړنو د پوښښ، پياوړتيا او ودې په برخه کې د رسنيو رول د ستاينې وړ دى.
د هغه په خبره، د ازادو رسنيو نه د ملاتړ په برخه کې د دا ډول سياليو تر سره کول به رسنۍ او خبريالان لا وهڅوي چې ورزشي پېښو ته لا ښه پوښښ ورکړي.
ددې سياليو يوه ګډون کوونکى او ورزشکار علي جواد وويل چې په پوره چمتوالي سره يې په سيالۍ کې ګډون کړى او هيله لري چې د قهرمانۍ مډال خپل کړي.
موتاى يا ټايلنډي بوکس د رزمي هنرونواو ځان څخه د دفاع يو ډول دى چې په کې د سوک، مټ، څنګل او پښې څخه په تخصصي ډول د بريد او دفاع لپاره کار اخيستل کېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










