جلال اباد (پژواک ١٥ سلواغه ٩٤): د ننګرهار په مرکزي دولتي روغتون کې د یوه پلار یواځینی نوی زېږېدلی زوی د مور له غېږې نامعلوم کس تښتولی دى، خو چارواکي دا یوه شخصي او د کورنۍ خپلمنځۍ مسئله بولي.
د دغه ماشوم کورنۍ وايي، دا کار څلور ورځې وړاندې شوی او حکومت له خوا ترې په ناپوهۍ کې داسې اقرار اخیستل شوی، چې ګنې دغه ماشوم یې کوم خپلوان تښتولی دی.
د ورک شوي ماشوم تره سید غریب پژواک خبري اژانس ته وویل، ورور یې بل نارینه اولاد نه لري او ټولې هيلې یې په دغه ماشوم پورې تړلې وې.
نوموړي له پژواک سره په خبرو کې وویل: "دوه پیوازي ور سره وو، یوه د دې ماشوم نیا او بله یې د نیا مور وه، دوی بهر د مېلمنو خواته وتلي وو او کوم چا دغه ماشوم د مور له غېږې تښتولی دی".
د ده په وينا، تر اوسه معلومه نه ده، چې دا کار چا کړی، خو له روغتون څخه یې د ماشوم ورکېدل د اندېښنې وړ مسئله ده او باید په جدي ډول وڅېړل شي.
هغه زیاتوي، په روغتون کې د مور له غېږې د ماشوم ورکېدل او تښتول د روغتون د کارکوونکو له لاس لرلو څخه پرته نه شي کېدلی او دا یو پلان شوی کار و.
خو د ننګرهار د عامې روغتیايي رییس ډاکټر نجیب الله کامه وال وايي، د دغه ماشوم ورکېدل یوه شخصي او د کورنۍ خپلمنځۍ مسئله ده.
هغه وايي: "هغه چا چې عریضه کړې وه، هغه بېرته اعتراف کړی دی، چې دغه زموږ یوه شخصي مسئله وه او حل شوې ده، نو باید چې دغه موضوع رسنیزه هم نه شي او مونږ هېڅ ستونزه نه لرو. لاسلیکونه یې کړي چې موضوع حل شوې ده".
د ننګرهار والي سیلم کندوزي هم دغه مسئله یوه شخصي موضوع ګڼلې او وايي، په وخت حل شوې ده.
نوموړي وویل: "داسې پېښې راځي، کورنۍ ستونزه وه، هغه حل شوې او دا وړې مسئلې راځي، دا به حل کوو".
په ختیځ زون کې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون مشرې صبرینې حمیدي هم پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه موضوع یې تر څېړنې لاندې نیولې، له امنیتي، کشفي، روغتیايي او متضررینو سره د دوی همکارانو خبرې کړي او چې یوې پایلې ته ورسېږي، نو معلومات به یې له رسنیو سره شریک کړي.
هغه وايي: "دغسې مسئلې د اندېښنې وړ دي، ځکه څرنکه یې د روغتون له منځ څخه ماشوم تښتولی دی؟"
دا په افغانستان کې له روغتون څخه د نوي زېږېدلي ماشوم د ورکېدو لومړنۍ پېښه نه ده، له دې وړاندې هم په بېلابېلو ولایتونو کې ورته پېښې رامنځ ته شوې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










