کابل ( پژواک، ٢٠ سلواغه ٩٤) : د افغانستان د کرکټ د ١٩ کلنو ملي لوبډلې د نړيوال جام سياليو په لړ کې د کرکټ د لومړۍ درجې هېواد نيوزيلينډ ته ماتې ورکړه.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د سلواغې په ٢٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ددې لوبې پچه د نيوزيلينډ ملي نولس کلنې لوبډلې لوبډلمشر وګټله او په خپله يې توپوهنه وکړه.
هغه زياته کړه، چې د نيوزيلينډ لوبډلې له افغان توپ اچوونکو سره سيالي ونه شواى کړاى او ټوله لډبډله يې په ٤٥ اورونو کې په ١٣٦ منډو وسوځېدله.
دى وايي چې د افغان نولس کلنو ملي لوبډلې د توپ اچوونکو له لوري شمس الرحمن ۳، راشد ارمان ۳، طارق ۲ او ضياءالرحمن هم ۲ لوبغاړي وسوځول.
هوتک وويل، د نولس کلنو ملي لوبډلې ياد هدف په ۲۸ اورونو کې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړ او لوبه يې وګټله.
د ١٩ کلنو لوبډلو نړيوال جام سيالۍ په بنګله دېش کې روانې دي، افغانستان به خپله وروستۍ لوبه له زمبابوې سره د ٩ مقام لپاره ترسره کوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










