پلخمري (پژواک، ٢١ سلواغه ٩٤): د بغلان ولايت اوسېدونکي په ځانګړي ډول د دغه ولايت په لرو پرتو سيمو کې د کمزوري روغتيايي خدمتونو له وړاندې کولو شکايت کوي او وايي چې دا ډول وضعيت د ښځو، ماشومانو او ان ځوانانو د مړينې لامل کېږي.
دوى زياتوي چې د ١٤ کلونو له تېرېدو سره- سره چې هېواد په کې د روغتيا په ګډون د پرمختګ او پراختيا نوي پړاو ته داخل شوى و، خو بيا هم د بغلان ولايت په يو شمېر ولسواليو کې خلک د ډاکټرانو، درملو او امبولانسو د نه شتون له امله له ستونزو سره مخ دي.
دغه کسان وايي چې په کلينيکونو کې د روغتيايي اسانتياوو د نه شتون له امله خلک دې ته اړ کېږي چې خپل ناروغان ګاونډيو ولايتونو ته ولېږدوي چې دغه مهال يو شمېر ناروغان د لارې په اوږدو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د ګذرګاه نور ولسوالۍ د جمعه علي کلي اوسېدونکى قاري محمد کريم وايي چې د دې ولسوالۍ په مرکز کې يوازې يو کلينيک موجود دى او د دوى کلى له کلينيک څخه يو کيلومټر لرې دى. سرک نشته او خلک خپل ناروغان له ډېرو ستونزو سره او ان په شا باندې کلينيکونو ته لېږدوي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کلينيک يوازې يوه قابله لري چې هغه د عمليات کولو وړتيا نه لري او تر اوسه پورې يې يو شمېر ناروغان تخار ولايت ته د درملنې په موخه لېږلي دي.
قاري کريم زياته کړه چې په ولسوالۍ کې امبولانس هم نشته او خلک خپل ناروغان د دغه ولايت د خوست ولسوالۍ له لارې د بغلان ولايت مرکز پلخمري ښار ته نه شي لېږدولى؛ ځکه دغه لار ډېره خرابه ده او کرولا او سراچه موټرې پکې تګ راتګ نه شي کولى. خلک اړ دي چې خپل ناروغان د تخار ولايت مرکز تالقانو ښار ته چې له دى شا وخوا سل کيلومټره لرې دى، ولېږدوي.
هغه وويل چې له ګذرګاه نور ولسوالۍ څخه د تالقانو تر ښار پورې د موټر د تلو راتلو کرايه لس زره افغانۍ کېږي، د دې تر څنګ درمل هم پېري او د غذا لپاره هم خپلې پيسې لګوي، چې دا خلکو ته ډېرې پيسې دي.
د قاري کريم په وينا، د روان کال په ترڅ کې د ګذرګاه نور- تالقانو لارې په اوږدو کې څلور مېرمنو خپل ماشومان له لاسه ورکړي او دغه راز دوه اميندوارو مېرمنو هم ژوند له لاسه ورکړى، خو دولت تر اوسه پورې د يادې ستونزې په هواري کې کوم ګام نه دى پورته کړى.
سرچينې وويل چې دغه مېرمنې د جمعه علي او د ګذرګاه د دهن غار کليو اوسېدونکې وې چې لومړى يې د ولسوالۍ روغتيايي کلينيک ته مراجعه کړې، خو له دې امله چې ډېرې سختې ناروغې وې او په کلينيک کې نرسه هم موجوده نه وه، نو د تالقانو ښار روغتون ته لېږدول کېدلې.
هغه زياته کړه: "يوه مېرمن چې مړه شوه، زما د ماما لور وه"
د بغلان ولسوالۍ د پلحصار ولسوالۍ اوسېدونکي هم د غوره روغتيايي خدمتونو نه وړاندې کېدل، د خپلو ناروغانو د مړينې اصلي لامل بولي.
د سيمې يوه اوسېدونکي احمد جاويد وويل، چې د ولسوالۍ په کلينيک کې يو ډاکټر، يو نرس او يوه واکسيناتوره موجود دي، خو امبولانس نه لري.
هغه زياته کړه: "يوه مياشت وړاندې مې د کاکا زوى اپنډکس شو، کله مو چې کلينيک ته يوړ نو ډاکټر وويل چې ناروغ مو ناوخته راوړى، بايد ژر تر ژره يې د عملياتو لپاره د پلخمري ولايتي روغتون ته يوسى. ترڅو مو چې موټر پيدا کاوه ناوخته شو او له هغه وروسته چې مو موټر پيدا کړ، حرکت مو وکړ، خو ناروغ چې يو ځوان و، خپل ژوند له لاسه ورکړ."
احمد جاويد زياته کړه، چې که چېرې په کلينيک کې کوم جراحي ډاکټر او يا امبولانس وى نو ناروغ ښه کېده او د لارې په اوږدو کې به يې ژوند له لاسه نه ورکاوه.
د هغه په وينا، د روان کال په ترڅ کې په دغه ولسوالۍ کې د روغتيايي خدمتونو د نشتون له امله څلورو ښځو ژوند له لاسه ورکړى دى. دغه اوسېدونکي وويل چې د پلحصار ولسوالۍ اټکليز نفوس له دېرشو زرو زيات دى او په يوه روغتيايي مرکز کې هيڅکله هم د دومره شمېر کسانو ستونزو ته لاسرسى نه شي کېدلى.
د بغلان د ولايتي شورا مشر ډاکټر صفدر محسني وويل چې د ګذرګاه نور، فرنګ، جلګه او پلحصار ولسواليو اوسېدونکو، د تجربه لرونکو ډاکترانو او امبولانس د نه شتون له امله شورا ته شکايتونه کړي دي.
هغه وويل: "موږ د دغو موضوعاتو په اړه د عامې روغتيا له چارواکو سره خبرې وکړې او هغوى ژمنه کړې چې دغو ستونزو ته به په نږدې راتلونکي کې لاسرسى کوي."
خو د بغلان د عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکتر محمدحليم غفاري وويل چې دوى دغه ستونزې د عامې روغتيا له وزارت سره شريکې کړې او د ګذرګاه نور او فرنګ ولسواليو کلينيکونه به ډېر ژر پر پرمختللو کلينيکونو بدل شي او دوه نور کلينيکونه به د پلحصار او جلګې په ولسواليو کې په راتلونکو پړاونو کې پرمختللو کلينيکونو بدل کړي.
د غفاري په وينا، اساسي کلينيکونه په خپل جوړښت کې يو ډاکتر، يو نرس او يو واکسيناتور لري او نورې ولسوالۍ له اساسي کلينيکونو څخه برخمنې دي. پرمختللي کلينيکونه دوه ډاکټران، دوه ډاکټرانې ښځې او يو امبولانس لري.
د بغلان د عامې روغتيا رياست مرستيال وايي چې په دغه ولايت کې د تېر کال په پرتله د مور او ماشوم د مړينې کچه راټيټه شوې ده.
د دوى د سروې له مخې، تېر کال د دغه ولايت په کچه ١٠ ښځو او ٣٥ ماشومانو ژوند له لاسه ورکړى و، په داسې حال کې چې سږ کال دغه شمېره د ١٥ ماشومانو او څلورو ښځو مړينې ته راټيټه شوې، چې تر ټولو ډېرو کسانو په تاله و برفک، دهنه غوري او فرنګ ولسواليو کې ډېر ژوند له لاسه ورکړى دى.
غفاري وويل: "د مور او ماشوم د مړينې کچې د راټيټېدو لامل، د روغتيايي خدمتونو پراختيا، ښځو ته روزنيزو کورسونو زمينې برابرول چې قابله ګانې ترې فارغې شوې او عامه پوهاوى دى او اوسمهال په بغلان کې ١٥٠ روزل شوې قابله ګانې خدمت کوي."
دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتيا د تېرو څوارلسو کلونو سروې په ډاګه کوله چې د هرو سل زره ميندو له ډلې يې ١٦٠٠ ميندو ژوند له لاسه ورکاوه، خو په دې وروستيو کې د ترسره شويو سروې ګانو د معلوماتو پر بنسټ، د روغتيايي خدمتونو د پراختيا له امله د هرو سل زره ميندو له ډلې يې يوازې ٣٢٩ ميندې د خپل ولادت پر مهال ژوند له لاسه ورکوي.
دغه راز د عامې روغتيا وزارت د پخوانۍ سروې پر بنسټ، له دوو کلونو د کم عمره هرو زرو ماشومانو له ډلې ١١١ ماشومان او له پنځو کلونو د کم عمره زرو ماشومانو له ډلې ١٢٩ ماشومانو ژوند له لاسه ورکاوه، خو د نوې سرو پر بنسټ؛ د دوه کلونو د کم عمره زرو ماشومانو له ډلې ٧٧ ماشومان او له پنځو کلونو د کم عمره زرو ماشومانو له ډلې ٩٧ ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکوي.
بلخوا، د بغلان ولايت مرکز پلخمري ښار يو شمېر اوسېدونکي په روغتون کې د ټلويزيوني معاينو د نشتون له امله شکايت کوي.
د يادو کسانو له ډلې عبدالناصر وويل: "دوه شپې وړاندې مې ورېندار روغتون ته راوړه، ډاکټرانو ويل چې بايد ټلويزيونو معاينه يې وشي، په روغتون کې ډاکټر نشته، بايد ناروغ شخصي کلينيک ته ولېږدوى، د شپې يوه بجه په ډېره ستونزمنه توګه سره شخصي کلينيک ته لاړو او معاينې مو وکړې."
هغه زياته کړه، چې د ټلويزيوني معاينې يې اوه سوه افغانۍ ورکړې او ناروغ يې بيا روغتون ته راوړ او که چېرې د روغتون په داخل کې ټلويزيوني معاينه کېدلى، نو هم به وړيا وه او هم به ژر تر ژره د ناروغ درملنه کېدله.
هغه وويل چې د عامې روغتيا رياست بايد د ناروغانو ستونزو ته پام وکړي او په نيمه شپه کې د خلک له ستونزو سره نه مخ کوي.
د بغلان د عامې روغتيا رياست مرستيال وويل، چې د ټلويزيوني معاينو ماشين او ټول امکانات په روغتون کې شته، خو روغتون د دې لپاره کوم متخصص ډاکټر نه لري.
د هغه په وينا، هر ډاکټر چې د ټلويزيوني معاينو په برخه کې تخصص لري، دوى يې استخدام کوي او له دې امله چې د ناروغانو شمېر زيات دى او ډاکټر له ډېر کار سره مخ کېږي نو بيرته خپله دنده پرېږدي او ځي.
سرچينې زياته کړه، له بل لوري چې ياد متخصص شخص ته کوم معاش ورکول کېږي، ډېر کم دى او له همدې امله په دې ورځو کې ټلويزيوني معاينې په روغتون کې نه تر سره کېږي.
د پلخمري ولايتي روغتون سل بستره لري چې هره ورځ ورته د بغلان ولايت له بېلابېلو برخو څخه له سلو زيات ناروغان مراجعه کوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










