منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۱۹ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“د شبرغان په افغان-ترک روغتون کې د ورځې د ٥٠٠ ماشومانو درملنه کېږي”

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۰۴ کتنې

شبرغان (پژواک، ٢۱ سلواغه ٩٤): سږ کال په داسې حال کې د ناروغو ماشومانو شمېر د جوزجان ولايت د افغان- ترک په روغتون کې د تېر کال په پرتله دوه برابره شوى چې يو شمېر ناروغ لرونکي د ډاکترانو له نه پاملرنې شکايت کوي.

د ياد روغتون چارواکي وايي چې د ټوخي ناروغان زيات شوي، تېر کال به يې په همدې موده کې له ٢٠٠ څخه تر ٢٥٠ پورې ناروغان معاينه کول خو دغه شمېره اوسمهال په يوه ورځ کې ٥٠٠ کسانو ته لوړه شوې ده.

د جوزجان د عامې روغتيا مشر ډاکتر فريدون پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ناروغانو مراجعې کچې ته په پام سره که چېرې د ژمي له لومړۍ ورځې راهيسې پنځه سوه کسان وشمېرل شي نو په دې وروستيو پنځوسو ورځو کې شا وخوا د پنځه ويشتو ناروغانو درملنه شوې ده.

هغه زياته کړه چې دغه شمېره تېر کال په ورته موده کې ١٢٥٠٠ ناروغان و.

د جوزجان د عامې روغتيا مشر زياته کړه: "موږ هڅه کوو چې له هرې لارې د ناروغانو لرونکو ستونزو ته لاسرسى وکړو او زموږ طبي پرسونل د دوى په خدمت کې دى."

خو يو شمېر ناروغ لرونکي بيا له روغتيايي خدمتونو ناخوښ دي.

د جوزجان مرکز شبرغان ښار يوه اوسېدونکي توره وويل چې د عامې روغتيا چارواکي د ناروغ لرونکو ستونزو ته پوره پام نه کوي.

هغه زياته کړه: "ما خپل لس کلن زوى چې وينه يې مکروبي شوې، د افغان ترک روغتون ته راووړ او ډاکتران زما د زوى پر ناروغۍ پوه شول، روغتون کې راته اکسيجن او سيروم رانه کړل شول او ډاکترانو ويل چې موږ نور ستاسو له ناروغانو سره مرسته نه شو کولى."

توره زياته کړه چې تر اوسه پورې يې ماشوم ته يو ځلې اکسيجن ورکړل شوى او سيروم نه دى ورته تطبيق شوى.

هغه وويل چې د ولايت له دفتره يې کابل ته د عامې روغتيا وزارت د امبولانس په وسيله د لېږد امر واخيست، خو مسوولينو ورته امبولانس ورنه کړ او هغه اړ شو چې په خپله د ماشوم د لېږد لپاره ګام پورته کړي.

ياد پلار زياته کړه چې نوموړي کابل ته د خپل ماشوم د لېږد امکانات درلودل، خو هغه کورنۍ چې پيسې نه لري، ماشومان به يې د سختې ناروغۍ له امله ژوند له لاسه ورکړي.

خو د جوزجان د عامې روغتيا رياست اړونده د افغان-ترک د ماشومانو روغتون مسوول ډاکټر خليل وويل، چې د ډېرو ناروغانو او ناروغ لرونکو د رجوع له امله ټولو ناروغانو ته لاسرسى نه شي کولى.

هغه زياته کړه چې د روغتون په داخل کې يوازې د ٦٥ ناروغانو لپاره بسترونه لري او اوسمهال د روغتون په موجودو بسترونو کې له دوه سوه کسانو څخه ډېر ناروغان ساتل کېږي، دوى خپلو امکاناتو ته په کتو سره د خپلو ناروغانو درملنه کوي.

ډاکتر حيدري زياته کړه، ډاکتران هڅه کوي څو هېڅ ناروغ هم له دغه روغتون څخه د دوى له درملنې او معاينې پرته ولاړ نه شي، خو دا ستونزمنه ده چې په دې پرسونل سره ټولو ناروغانو ته لاسرسى وشي.

زيبا، چې له درزاب ولسوالۍ څخه يې خپل ماشوم د افغان-ترک روغتون ته د درملنې په موخه راوړى، وايي چې ماشوم يې له تېرو دريو ورځو راهيسې ناروغ دى او شيدې نه شي خوړلی.

يادې مور د روغتون د خدمتونو له وړاندې کولو خوښي څرګنده کړه او زياته يې کړه، چې ډاکترانو د هغې د زوى ښه درملنه وکړه.

د زينب النساء په نوم يوې بلې مېرمنې چې خپل ماشوم يې له اقچې ولسوالۍ افغان- ترک روغتون ته راوړى، وويل: "له دوو ورځو راهيسې مې زوى سينه و بغل دى، د اقچې ډاکترانو راته مشوره راکړه چې ماشوم شبرغان ته راوړم، خو تر اوسه پورې مې ماشومانو ماشوم نه دى کتلى."

هغه د مراجعينو په کتار کې ډاکترانو ته په انتظار وه او ويې ويل، نه پوهېږي چې د ماشوم درملنه به يې دلته وشي او که نه؟

بلخوا د جوزجان د عامې روغتيا مشر په دې اړه چې ايا تر اوسه پورې د افغان-ترک په روغتون کې کوم ماشوم ژوند له لاسه ورکړى؟ څه ونه ويل خو زياته يې کړه چې د ناروغانو ستونزو ته تر وسې پورې لاسرسى شوى او تر اوسه پورې چا د روغتيايي مرکزونو په داخل کې ژوند له لاسه نه دى ورکړى.

دا په داسې حال کې ده چې د شبرغانو يو شمېر اوسېدونکي وايي چې تر اوسه پورې د ټوخي ناروغۍ له امله دوه کسانو ژوند له لاسه ورکړى او له شک پرته چې يو شمېر ناروغو ماشومانو هم ژوند له لاسه ورکړى او چارواکي نه غواړي چې په دې اړه معلومات وړاندې کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا