منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۵۲ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

افغانستان په کرکټ کې دوه بریاوې ترلاسه کړې

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۵ کتنې

کابل (پژواک، ۲۳ سلواغه ۹۴): د افغانستان د کرکټ ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د نړیوال جام سیالیو په لړ کې زمبابوې ته په ماتې ورکولو سره په دې سیالیو کې نهم مقام خپل کړ.

د افغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک د سلواغې په ۲۳مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې دا سیالۍ په بنګله دیش کې روانې دي.

هغه زیاته کړه، چې د دې سیالیو د نهم مقام لپاره نن د افغانستان او زمبابوې ترمنځ لوبه ترسره شوه، چې دافغانستان په بریا پای ته ورسېده.

هوتک وایي، چې د زمبابوی ۱۹ کلنې لوبډلې لومړۍ لوبه وکړه او په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې یې ۲۱۶ منډې جوړې کړې او افغانستان ته د ۲۱۷ منډو هدف ورکړ.

ده زیاته کړه، جې د افغانستان لوبډله یاد هدف په ۴۷ اوور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه یې وګټله. د افغانستان له لوري طارق ستانکزي ۱۰۶ او راشد ارمان ۵۵ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

دغې بریا سره افغانستان د نړیوال جام په سیالیو کې نهم مقام خپل کړ او راتلونکي نړیوال جام ته یې هم لاره پیدا کړه،

بلخوا د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې د هندوستان د ګجرات لوبډلې ته په شل اووریزه لوبه کې ماتې ورکړه.

هوتک وایي، چې د افغانستان ملي لوبډلې په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د پنځو لوبغاو په سوځېدو ۱۴۹ منډې جوړې کړې، دافانستان له لوري عثمان غني پنځوسیزه ووهله.

د نوموړي په وینا، د هندوستان د ګجرات لوبډلې یاد هدف ترلاسه نه کړ او په ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو یې ۱۳۰ منډې جوړې کړ او دغه راز افغانستان دا لوبه د ۱۹ منډو په توپیر سره وګټله.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې