کابل (پژواک، ٢٤ سلواغه ٩٤): ملي دفاع وزارت وايي، هغو کسانو ته به سزا ورکړي چې د محمدداوود خان روغتون په انګړ کې يې د زېږون ويډيو رسنيو ته رسولې ده.
دغه وزارت يو ځل بيا ټينګار وکړ چې د ياد ٤٠٠ بستريز روغتون په انګړ کې زېږون د روغتون د کارکوونکو د بې پروايۍ له امله نه دى شوى.
د سلواغې په ٢١مه شپه يوه خصوصي ټلويزيون يوه ويډيو خپره کړه چې د يوه افسر مېرمنې په کابل کې د سردار محمد داوود روغتون په انګړ کې ولادت وکړ او وروسته بيا ډاکتران ور ورسېدل.
د دغه ټلويزيون د خبر له مخې، يادې مېرمنې د روغتون د ډاکترانو او کار کوونکو د بې پروايۍ له امله د روغتون په انګړ کې ولادت کړى. خو دې رسنۍ نه دي ويلي چې ياده ويډيو يې څه ډول ترلاسه کړې ده.
ملي دفاع وزارت د دې موضوع د څېړنې لپاره پلاوى ټاکلى دی.
د دغه پلاوي غړي، ډګروال موسى خان نن په کابل کې خبريالانو ته وويل، څېړنې ښيي چې د ياد زېږون په اړه په روغتون کې موظفو کسانو بې پروايي نه ده کړې.
د يادې مېرمنې خاوند، ډګروال عزيز هم په دې خبرې ناسته کې وويل چې په دې برخه کې د روغتون موظفينو غفلت نه دى کړى، بلکې ده ونه شو کړاى چې خپله مېرمن پر وخت د روغتون ولادي څانګې ته ورسوي.
دى وايي چې د روغتون ډاکترانو انګړ ته ځان ورساوه او که هغوى د ده له مېرمنې سره مرسته نه واى کړې، ممکن ماشوم او يا يې هم مور له منځه تللې واى.
خو ده وويل هغه کس بايد مجازات شي چې ياده ويډيو يې رسنيو ته رسولې ده.
هغه وايي: "دا زما د کورنۍ د عزت خبره ده، له وزير صاحب دفاع نه مې غوښتنه دا ده چې کس پيدا کړي او پر سزا يې ورسوي."
د ملي دفاع وزارت د صحي څانګې قوماندان تورن جنرال عبدالرزاق سياوش وويل، څېړنې روانې دي چې ولې ياده ويډيو رسنيو ته ورکړل شوې ده.
دى وايي چې په روغتون کې بېلابېلې امنيتي کمرې لګول شوې او تر اوسه پر دوو تنو شک دى چې کېداى شي ياده ويډيو يې رسنيو ته ورکړې وي.
هغه وويل که هر چا دغه ويډيو رسنيو ته ورکړې وي، مجازات به شي.
دى وايي، دا کسان به ځکه مجازات شي چې له يوې خوا د کورنۍ د عفت خبره ده او له بلې خوا د امنيتي کمرو تصويرونه بايد پټ وساتل شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










