منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۵۱ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

افغانستان د سوېلي اسيا په لوبو کې ١٨ مډالونه ګټلي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۱ کتنې

کابل (پژواک، ٢٥ سلواغه ٩٤): په هندوستان کې د سوېلي اسيا لوبو په ترڅ کې افغانستان د دريو سرو زرو تر څنګ ١٨ مډالونه ترلاسه کړي دي.

په بېلابېلو لوبو کې د سوېلي اسيا د اتو هېوادونو د سلګونو لوبغاړو په ګډون د سوېلي اسيا سيالۍ د هندوستان په ګواټي ښار کې پيل شوې دي.

له افغانستان څخه تر ٢٠٠ زيات د بېلابېلو څانګو لوبغاړو برخه اخيستې ده.

د افغانستان لوبغاړو تر اوسه د دغو لوبو په غېږنيونې، تيکواندو او وشو لوبو کې د سرو زرو د دریو مډالونو په ګډون ١٨ مډالونه ترلاسه کړي دي.

د افغانستان د المپيک مډال ګټونکى روح الله نېکپا پرون په يادو سياليو کې خپل پاکستاني سيالي او محسن رضايي هندي سيال ته په ماتې ورکولو سره د سرو زرو مډالونه ترلاسه کړل.

دغه راز بل افغان لوبغاړي خيرالله لعلزاده په وشو لوبو کې د سرو زرو مډال ترلاسه کړى دى.

د ياو لوبو د رسمي ویبپاڼې د معلوماتو له مخې، افغانستان د سرو زرو مډالونو تر څنګ څلور د سپینو زور او ١١ د برونز مډالونه هم ګټلي دي.

د لوبو د چارو کارپوه سيد هادي کاظمي د افغان لوبغاړو لاسته راوړنې ستايي او زياتوي چې  افغانستان اوس د يادو سياليو په پنځم مقام کې دى.

هغه زياته کړه چې افغانستان نن د تيکواندو په بېلابېلو وزونونو کې نورې سيالۍ لري او هيله يې څرګنده کړه چې د سرو زرو او نقرې نور مډالونه هم ترلاسه کړي. 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې