منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۵۳ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ويسټ انډيز د کرکټ د ١٩ کلنو د نړيوال جام اتلولي ترلاسه کړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۴۹ کتنې

کابل (پژواک، ٢٥ سلواغه ٩٤): ويست انډيز د کرکټ د ١٩ کلنو لوبډلو د نړيوال جام د سياليو اتلولي خپله کړه.

د نړۍ د ١٦ غوره هېوادونو په ګډون سيالۍ دا پنځوس اووريزې سيالۍ درې اونۍ مخکې په بنګله دېش کې پيل شوې وې او نن د ويسټ انډيز په اتلولۍ سره پاى ته ورسېدې.

د دې سياليو پاىلوبې ته د ويسټ انډيز او هندوستان لوبډلو لاره موندلې وه چې نن د سلواغې په ٢٥مه يې تر منځ پاىلوبه ترسره شوه.

د پاىلوبې پچه ويسټ ګټلې وه، خو لومړى يې د توپوهنې بلنه د هندوستان د ١٩ کلنې لوبډلې ته ورکړه.

د هندوستان لوبغاړو د ويسټ انډيز د تېز توپ اچوونکو مقابله ونه شوه کړاى او په وقفه يي توګه يې خپل لوبغاړي له لاسه ورکول.

ټوله هندي لوبډله په ٤٥ اورونو کې  په ١٤٥ منډو وسوځېده چې له ډلې يې سرفراز خان ٥١ د پام وړ منډې جوړې کړې.

د ويسټ انډيز د لوبډلې پيل هم چندانې ښه نه و او په ٦٠ منډو يې څلور پياوړي لوبغاړي سوځېدلي وو، خو وروستيو دوو لوبغاړو په پنځوسم اوور کې ياد هدف ترلاسه کړ او لوبه يې وګټله او د دې سياليو اتلولي هم خپله کړه.

د يادونې ده، د افغانستان لوبډله په دې سياليو کې نهم مقام ترلاسه کړ او د دويمې درجې غړيتوب لرونکو هېوادونو څخه لومړى شو چې دا مقام ترلاسه کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې