منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۴۰ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د متحده عربي اماراتو کرکټ لوبډلې د افغانستان لوبډلې ته ماتې ورکړه

· ۱ دقیقه لوستل · ۸۱ کتنې

کابل (پژواک، ٣٠ سلواغه ٩٤): د متحده عربي اماراتو کرکټ لوبډلې د اسيايي جام غوراوي سياليو په لومړۍ لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه.

د څلورو هېوادونو په ګډون د اسياشل اووريز جام غوراوي سيالۍ نن په بنګله دېش کې پيل شوې، چې پکې افغانستان، عمان، امارات او هانګ کانګ برخه اخلي

ددې لوبې پچه متحده عربي اماراتو لوبډلې وګټله او لومړى يې توپوهنه وکړه. د اماراتو لوبډلې په ټاکل شويو ٢٠ اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ١٧٦ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ١٧٧ منډو هدف ورکړ. د افغانستان له لوري راشد خان درې لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان لوبـډله ياد هدف ترلاسه نه شو کړاى او ټوله لوبډله په ١٦٠ منډو وسوځېدله. د افغانستان له لوري کريم صادق ٧٢ منډې جوړې کړې.

افغانستان به سبا له عمان سره لوبه کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې