منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۴۴ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

افغانستان د اسيايي جام غوراوي سياليو کې عمان ته ماتې ورکړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۰ کتنې

کابل (پژواک، د کب لومړۍ نېټه، ٩٤): افغانستان د کرکټ د اسيايي جام د غوراوي سياليو په خپله دويمه لوبه کې عمان ته ماتې ورکړه.

د افغانستان، عمان، هانګ کانګ او متحده عربي اماراتو په ګډون د اسياد شل اوريز جام غوراوي سيالۍ په بنګله دېش کې د سلواغې په ٣٠مه، پيل شوې، له دې هېوادونو څخه به يې يو د اسيايي جام سياليو ته لاره پيدا کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د کب په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې لوبې پچه عمان وګټله او د توپوهنې پرېکړه يې وکړه.

هغه زياته کړه، د عمان لوبډلې په ټاکل شويو شلو اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ١٦٥ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ١٦٦ منډو هدف ورکړ.

د افغانستان له لوري ګلبدين نايب ٢، امير حمزه هوتک او دولت ځدراڼ يو يو لوبغاړى وسوځول.

د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې ياد هدف د لوبې په وروستي شلم اور کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ او لوبه يې وګټله.

د افغانستان له لوري نور علي ځدراڼ په زړه پورې ٦٣ منډې جوړې کړې، دغه راز اصغر ستانکزي ٣٤، نجيب الله ځدراڼ ٢٣، سميع الله شينواري او دولت ځدراڼ ١٢، ١٢ منډې جوړې کړې.

په وروستي اور کې افغانستان ته لس منډې په کار وې، په لومړي بال سميع الله شينوارى وسوځېد او پر افغانستان فشار زيات شو، خو وروسته دولت پر دوو پرله پسې توپونو دوه شپږيزې ووهلې او افغانستان ته يې بريا ور په برخه کړه.

پرون افغانستان خپله لومړۍ لوبه اماراتو ته بايللې وه، خپله درېيمه لوبه به دوه ورځې وروسته (د کب ٣مه) له هانګ کانګ سره ترسره کوي.

افغانستان که چېرې هانګ ته په لوى توپير سره ماتې ورکړه، نو د اسيا شل اوريز جام سياليو ته به لاره پيدا کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې