منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۵۰ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د موتاى ملي لوبډلې د اسيا ٢٠١٦ کال سياليو کې دويم مقام ترلاسه کړ

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۳ کتنې

کابل (پژواک، ٥ کب ٩٤): د هېواد د موتاى ملي لوبډله وتوانېده چې د ٢٣ مډالونو په ترلاسه کولو سره د اسيا د ٢٠١٦ کال د سياليو دويم مقام ترلاسه کړي.

د موتاى ملي فدراسيون د معلوماتو پر بنسټ، د اوپن اسيا د پاهايوت سيالۍ د ٢٠١٦ کال د فبروري د ١٩ تر ٢٣مې نېټې پورې په کيش جزيره کې د افغانستان، ايران، استراليا، عراق، يونان، تاجکستان، روسيې، ترکيې، هندوستان، پاکستان، المان، ټايوان، لبنان، اردون او ټايلنډ په ګډون تر سره شوې.

سرچينې زياته کړه چې د افغانستان د موتاى ملي لوبډلي لوبغاړي وتوانېدل چې ١١ د سرو زرو مډالونه، ٦ د سپينو زرو او  ٦ د برنزو  مډالونو ترلاسه کړي او د اسيا ٢٠١٦ کال د پاهايوت سياليو دويم مقام ترلاسه کړي.

په دغو سياليو کې د هېواد د موټاى ملي لوبډلې د ١٥ ورزشکارانو، دوو داورانو، دوو روزونکو او يوه پلوي د افغانستان د موتاى ملي فدراسيون د اداري مرستيال عبدالجميل محمدي په سرپرستۍ ګډون کړى و.

پر دې سربېره په ايران کې د مېشتو افغان کډوالو يوه لوبډله چې ٦ نارينه او شپږ ښځينه مبارزين  په کې دي، له يوه روزونکي او پلاوي سره يې ګډون کړى و.

د هېواد د موتاى فدراسيون د خبرپاڼې له مخې، افغانستان د سرو زرو د اتو، يوه د سپينو زرو او دوو برنزو په ګټلو سره له ايران نه وروسته د ١٥ هېوادونو په ډله کې دويم مقام خپل کړ او تاجکستان ددې سياليو دريم مقام ګټلى دى.

د افغانستان بر لوبډله سربېره، د ګډوالو ډلې هم دوه د سرو، يو د سپينو او درې د برنزو مډالونه د نارينه وو او يو د سرو زرو، څلور د سپينو زرو او يو د برنزو مډال د ښځينه وو په برخه کې تر لاسه کړل.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې