فراه (پژواک، ۶ کب ۹۴): د قطر هېواد په مالي مرسته د فراه په ولايت کې د معتادينو د درملنې سل بستريز روغتون تر جوړېدو وروسته ګټه اخيستنې ته وسپارل شو.
دغه روغتون د فراه د مرکز د ارباب کلا په سيمه کې جوړ او نن د قطر هېواد د الغرافي موسسې د مشر شيخ علی بن عبدالله ال ثانی او ولايتي چارواکو په ګډون پرانيستل شو.
د فراه د عامي روغتيا مشر ډاکتر عبدالجبار شايق پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد روغتون د څه باندې ۲۷۰ زره امريکايي ډالرو په لګښت د اتو مياشتو په موده کې جوړ شوی دی.
هغه زياته کړه چې تر دې وړاندې په فراه کې د معتادينو د درملنې لپاره يو دولتي پنځوس بستريز روغتون او ودان او شهامت دوه نور خصوصي روغتونونو شتون درلود چې لا هم ستونزو شتون درلود.
شايق وايي: "مخکې له دې دولتي روغتون مناسب ځای نه درلود خو د دغه روغتون په جوړېدو سره له دې چې د مکان ستونزه حل شوه، ياد روغتون د ۵۰ بستره و، چې ۱۰۰ بستره ته لوړ شو."
د هغه د معلوماتو له مخې، دا مهال په فراه کې شاوخوا پنځوس زره پر نشه يي توکو روږدي کسان شته چې تر زر تنه يې د سړک پر غاړو ژوند کوي.
شايق زياتوي چې په فراه ولايت کې يو پنځه سوه بستريز روغتون ته اړتيا ده تر څو وکولای شي پر نشه يي توکو روږدي کسان تر راتلونکو لسو کلونو تداوي کړي.
په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو استازې حميرا ايوبي هم په نننۍ غونډه کې وويل چې د دغه روغتون په جوړېدو سره به په ياد ولايت کې ډېر روږدي کسان درملنه شي.
هغې زياته کړه: "زه د فراه ولايت د خلکو په استازيتوب د قطر هېواد له دوستانو نه مننه کوم چې دغسې يوه حياتي پروژه يې ترسره کړه."
د الغرافي موسسې مشر شيخ علي په دې غونډه کې وويل چې دوی به د فراه په ولايت کې د نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
هغه وويل: "يواځې مرستې کافي نه دي، بايد هغه عوامل چې اعتياد ته د ځوانانو لپاره لاره هواروي، له منځه يو وړل شي."
هغه د ټولنې له مخورو او مشرانو وغوښتل چې د زده کړو له لارې دې په خپلي ټولنې کې د اعتياد مخه ډپ کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










