منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۰۸ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په ننګرهار کې ١٥٠٠ماشومان په تلسيميا ناورغۍ اخته دي

· ۳ دقیقې لوستل · ۶۷ کتنې

جلال اباد (پژواک،٨ کب ۹۴): د ننګرهار د عامې روغتيا رييس وايي چې په دې ولايت کې تر ١٥٠٠ ډېر ماشومان د  تلسيميا په ناروغۍ اخته دي.

د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب الله کامه وال په جلال اباد کې د "ژوند خيريه ټولنې" لخوا "وينه ورکړئ ، ژوند وژغورئ" په نوم د کرکټ سياليو د پيل په مراسمو کې وويل چې دا ناروغان هره مياشت وينې ته اړتيا لري.

د عامې روغتيا رييس وايي: (( په ننګرهار کې تر ۱۵ سوه ډېر ماشومان په تلسيميا اخته دي، دا ماشومان هره  مياشت وينې ته اړتيا لري او موږ بايد په دې برخه کې همکاري وکړو.))

د نوموړي په وينا، د ژوند خيريه ټولنه چې په ياده برخه کې همکاري کوي په همدې موخه يې د کرکټ سيالۍ پيل کړي څو ليدونکي يې په رضاکاره ډول د تلسيميا ناروغانو ته وينه ورکړي.

د ژوند خيريه ټولنې يوتن رضاکار اکرام الله اکرام پژواک خبري اژانس ته وويل چې د وينې   اخيستلو دا کمپاين به اووه ورځې دوام ولري.

اکرام وايي: ((موږ د ننګرهار يو شمېر خبريالان د کرکټ په څلورو ټيمونو کې تنظيم کړي، دوی کرکټ کوي او هم مهال ورسره د وينې د ټولو کمپاين روان وي.))

د نوموړي په وينا، د ژوند خيريه ټولنې چې د يادو لوبډلو غړي يې رضاکاران دي، په تېر کال کې د تلسيميا ناروغانو ته له درې سوه زره سي سي څخه ډېره وينه ټوله کړې او اړمنو ته يې ورکړې ده.

اکرام وايي: ((د ژوند لارويان، د سولې سفيران، د امن غوښتونکي او د ولس خادمان زموږ د کرکټ لوبډلې دي، د همدې لوبډلو د لوبو له برکته مو تېر ماښام د لوبو پر مهال ۳۰ زره سي سي وينه راټوله کړه.))

د ننګرهار ولايت د بهسودو ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى نويد احمد وايي  چې ١١ کلن زوى يې پر يادې ناروغۍ اخته دى.

هغه پژواک ته  وويل، چې د تلسيميا ناروغان وينه نه توليدوي، ځکه نو کورنۍ يې اړ وي  چې هره مياشت کې ناروغانو ته ٥٠٠ سي سي  وينه  ور کړي.

د نوموړي په وينا، ډېره مهال وينه په ډېره ستونزه پيدا کوي، ځکه چې د زوى د وينې ګروپ يې (منفي صفر) دى او دا ګروپ ډېر نه پيدا کېږي.

د جلال اباد ښار اوسېدونکي رضوان الله وويل: ((زه د کرکټ د لوبو لپاره راغلی وم،خبر شوم د وينې کمپاين هم روان دی؛ نو د الله په رضا مې وينه ورکړه او لوبه مې هم وليده.))

هغه پر خلکو غږ وکړ چې اړمنو ماشومانو ته وينه ورکړي څو ژوند يې وژغورل شي.

د ياد کمپاين پر مهال د ننګرهار ولايت د والي مرستيال محمد حنيف ګرديوال ، يو شمېر رييسانو ،  مدني فعالانو او د پوهنتون استادانو هم وينه ورکړه.

د ياد کمپاين د کرکټ سياليو پر مهال د سولې سفيرانو د ژوند لارويانو د کرکټ لوبډلې ته ماتې ورکړه، نن به د امن غوښتونکي او ولس خادمان لوبډلې هم سيالي وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا