کابل (پژواک، ١٢ کب ٩٤): په لومړي ځل د باکتريا او په نوو زېږېدلو ماشومانو کې د نوم له لارې د عفونت راکمولو لپاره چې د هغو د مړيني سبب ګرځي، "کلورهګزيدين ٧،١ " مرهم د هېواد د درملو په اساسي نوملړ کې شامل شول.
له زېږون څخه څو ساعته وروسته، د نوم په غوټې باندې د "کلورهګزيدين ٧،١ " مرهم تطبيق نوى زېږېدلى ماشوم د عفونت پر وړاندې ساتې او د نوم غوټه رغوي، د باکترياوو د ودې مخه نيسي.
د عامې روغتيا وزارت د پاليسۍ او پلان مرستيال ډاکتر احمدجان نعيم نن د يادو مرهمو معرفي او له هغو څخه د استفادې په مراسمو کې وويل، له دغو مرهمو څخه ګټه اخيستل د دې لامل کېږي څو ماشوم د ژوند په لومړۍ اوونۍ کې په پرله پسې ډول وساتل شي.
نوموړي د دغه مطلب په څرګندولو سره چې د عفونت ډېر ګواښ د نوي زېږېدلي ماشوم د نوم پرېکولو په لومړۍ اوونۍ کې رامنځ ته کېږي، زياته يې کړه چې له "کلورهګزيدين ٧،١ " مرهم څخه په نوي ډول استفاده کول د ډېرو ماشومانو ژوند ژغورلى شي.
د نوموړي په وينا، لا هم ډېر زېږونونه په غير صحي شرايطو کې ترسره کېږي او د نوو زېږېدلو ماشومانو د مړينې نږدې درېيمه برخه د عفونت پر اساس کله چې د هغوى عمر يوه مياشت وي، رامنځ ته کېږي.
نوموړي وويل چې د دغو مرهمو کارول خورا اسانه دي او اوږدمهالې روزنې ته اړتيا نه لري؛ خو د ګټې اخيستلو په اړه به يې په هېواد کې د شاوخوا ٢٨ زره روغتيايي رضاکارانو له لوري پوهاوى ورکړل شي.
د محمدجان نعيم په وينا، په نړۍ کې هر کال نږدې ٣ ميليونه نوي زېږېدلي ماشومان تلف کېږي چې ١٣ سلنه يې د مکروبونو د ننوتلو له کبله رامنځ ته کېږي؛ په افغانستان کې چې په هرو زرو زېږونونو کې ٧٧ کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي، ٢٦،٤ سلنه يې د مکروبونو د مداخلاتو له امله وي.
نعيم وړاندې زياته کړه چې دا پروګرام په لومړي پړاو کې په بادغيس، باميان، دايکنډي، غور، هلمند، کندهار، پکتيا، پکتيکا، اورزګان او زابل ولايتونو کې پلى کېږي او په دوو راتلونکو کلونو کې به په ټول هېواد کې تطبيق شي.
د عامې روغتيا د اميندوارۍ روغتيا برخې مشرې ډاکتر زليخا انوري د "کلورهګزيدين ٧،١ " مرهم د نوې زېږېدلي ماشوم د نوم د شاوخوا په غوړلو سره د مکروبونو په له منځه وړو کې ګټور وباله او زياته يې کړه چې دا مرهم نن د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې معرفي شول چې د نوو زېږېدلو ماشومانو د مړينې په کموالي کې بسنټيز رول لري.
نوموړې دې مطلب ته په اشارې سره چې په افغانستان کې د نوو زېږېدلو ماشومانو د مړينې کچه د ملګرو ملتونو د نړيوال روغتيايي سازمان د نوملړ په سر کې ځاى لري وويل، له ياد مرهم څخه استفاده به خورا ګټوره تمامه شي چې دا مهال ٢٠ زره کوتي د يونسيف په همکارۍ د نوو زېږېدلو ماشومانو لپاره چمتو شوي دي.
هغې يادونه وکړه چې "کلورهګزيدين ٧،١ " مرهم تر اوو ورځو پورې چې کله نوو غورځېږي، د نوي زېږېدلي ماشوم د نوم غوټۍ شاوخوا لګول کېږي
د اسيا په سوېل کې د يونيسف سيمه ييز مشر کارين هالشوف (Karin Hulshof) په دې ناسته کې وويل چې افغانستان په تېره يوه لسيزه کې د ماشوم او مور د مړينې کچه د پام وړ راټيټه شوې ده؛ خو له بده مرغه په دې هېواد کې د نوو زېږېدلو ماشومانو د مړيني شمېر ثابت دی.
د هغه په وينا، د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (UNICEF) د دې ستونزې په تړاو د افغانستان له نوښت او ساده حل لارو وړاندې کولو څخه ملاتړ کوي څو د نوو زېږېدلو ماشومانو د مړينې کچه په ځانګړې توګه د هېواد په لرو پرتو او زيان منونکو سيمو کې راټيټه کړي.
نوموړي زياته کړه: " ياد ګټور محصول اوږد عمر لري او د لږ روزنې او تجهيزاتو له لارې په اسانه ډول تطبيق کېداى شي."
نوموړي زياته کړه چې يونيسف تر ٢٠١٧ کال پورې هدف ټاکلى دى، څو د اسيا په لوېديځ کې د ٢٥٠ زرو نوو زېږېدلو ماشومانو ژوند وژغوري چې په هرو زرو زېږونونو کې د مړينې کچه له ٣٠ څخه ٢٥ کسانو ته راټيټه شي؛ خو دې هدف ته د رسېدو لپاره بايد افغانستان، پاکستان او هندوستان کې د ياد پلان عملي کېدل چټک شي.
د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، له "کلورهګزيدين ٧،١ " مرهم څخه ګټه اخيستل له مور او ماشوم څخه د مراقبت غوره لاره ده چې افغان دولت د خپلو ژمنو په ترسره کولو کې چې "د عملي ګام اخيستلو ته د بلنې" تر نوم لاندې مراسمو کې ٢٠١٥ کال مې مياشت کې پر غاړه اخيستي وو، ترسره به يې کړي چې موخه يې په هېواد کې د نوو زېږېدلو ماشومانو د روغتيا ښه والي کيفيت، له زېږون څخه د مراقبتونو لوړول او د نوو زېږېدلو ماشومانو د مړينې له منځه وړل دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










