کابل (پژواک، ۱۸ کب ۹۴) : افغانستان د کرکټ دشل اووریز نړیوال جام په لومړۍ لوبه کې سکاټلینډ ته د ۱۴ منډو په توپیر سره ماتې ورکړه.
دا لوبه نن د کب په ۱۸مه، د هندوستان په ناګپور ښار کې ترسره شوه.
د افغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک پژواک اژانس ته وویل، چې د دې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې پخپله د توپوهنې پرېکړه وه. افغان لوبډلې په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۷۰ منډې جوړې کړې.
د افغانستان له لوري شهزاد محمدي ۵۶ او اصغر ستانکزي ۵۴ منډې جوړې کړې.
د سکاټلینډ لوبډلې یاد هدف ترلاسه نه کړ او ټوله لوبډله یې د ۵ لوبغاړو په سوځېدلو په ۲۰ اورونو کې ۱۵۶ منډې جوړې کړې او دغه راز افغانستان دا لوبه د ۱۴ منډو په توپیر سره وګټله.
د افغانستان له لوري راشد ارمان دوه، محمد نبي او سمیع الله شینواري یو یو لوبغاړی وسوځولو.
د نړيوال جام په لومړي پړاو سياليو کې اته هېوادونه برخه اخلي چې په دوو ګروپونو وېشل شوي دي، افغانستان، هانګ کانګ، سکاټلينډ او زمبابوې په ب ګروپ کې، بنګله دېش، ايرلينډ، هالنډ او عمان په الف ګروپ کې دي.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک وایي چې له دواړو ګروپونو څخه به يوه يوه لوبـډله دويم پړاو ته لاره پيدا کوي.
هغه زياته کړه چې له الف ګروپ څخه دويم پړاو ته وتونکې لوبـډله به د دويم پړاو په ب ګروپ کې له اسټراليا، هندوستان، نيوزيلينډ او پاکستان سره لوبه کوي.
د هوتک په وينا، له ب ګروپ څخه دويم پړاو ته وتونکې لوبډله به د دويم پړاو په الف ګروپ کې له انګلستان، سوېلي افريقا، سريلانکا او ويسټ انډيز سره لوبې کوي.
دى وايي چې د دويم پړاو سيالۍ به د مارچ په ١٥مه د هندوستان او نيوزيلينډ په لوبې سره پلېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










