ناګپور- هندوستان (پژواک، ١٨ کب ٩٤): د کرکټ شل اووريز نړيوال جام د لومړي پړاو سيالۍ نن د هندوستان په ناګپور ښار کې د افغانستان او سکاټليند په لوبې سره پېلېږي.
د نړيوال جام په لومړي پړاو سياليو کې اته هېوادونه برخه اخلي چې په دوو ګروپونو وېشل شوي دي، افغانستان، هانګ کانګ، سکاټلينډ او زمبابوې په ب ګروپ کې، بنګله دېش، ايرلينډ، هالنډ او عمان په الف ګروپ کې دي.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د کب په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له دواړو ګروپونو څخه به يوه يوه لوبـډله دويم پړاو ته لاره پيدا کوي.
هغه زياته کړه چې له الف ګروپ څخه دويم پړاو ته وتونکې لوبـډله به د دويم پړاو په ب ګروپ کې له اسټراليا، هندوستان، نيوزيلينډ او پاکستان سره لوبه کوي.
د هوتک په وينا، له ب ګروپ څخه دويم پړاو ته وتونکې لوبډله به د دويم پړاو په الف ګروپ کې له انګلستان، سوېلي افريقا، سريلانکا او ويسټ انډيز سره لوبې کوي.
دى وايي چې د دويم پړاو سيالۍ به د مارچ په ١٥مه د هندوستان او نيوزيلينډ په لوبې سره پلېږي.
د کرکټ بورډ وياند وويل چې نن به افغانستان خپله لومړۍ لوبه له سکاټلينډ سره ترسره کړي او د دې لپاره ملي لوبـډلې له تېرو څو ورځو راهيسې د هندوستان په پلازمېنه نوي ډيلي کې تمرينات ترسره کړي او پرون د ناګپور ښار ته رسېدلې ده.
ټاکل شوې ده چې د افغانستان او سکاټلينډ لوبه نن ماښام د کابل پر وڅت په شپږ نيمو بجو پيل شي.
د افغانستان د ملي لوبډلې کپتان اصغر ستانکزى وايي چې ملي لوبـډلې ټول لوبغاړي د نړيوال جام لپاره په ذهني او روغتيايي توګه تيار دي.
هغه پژواک اژانس ته وويل چې دوى څو ورځې مخکې هندوستان ته رارسېدلي او دلته يې ښه تمرينات ترسره کړي چې پر راتلونکو لوبو به يې ښه اغېزه وکړي.
ستانکزي هيله څرګنده کړه چې د هېوادوالو په دعاګانو سره به په نړيوال جام سياليو کې ښه وځلېڼږي.
بلخوا د ملي لوبـډلې د تشويق لپاره د نړۍ له بېلابېلو سيمو څخه افغانان او د کرکت مينه وال هندوستان ته رسېدلي دي.
احمدشاه چې د پکتيکا ولايت د ګومل ولسوالۍ اصلي اوسېدونکى او اوس په اسټراليا کې اوسېږي، هم د افغانستان د کرکټ د ملي لوبـډلې د تشويق لپاره د هندوستان ناګپور ښار ته رسېدلى دى.
هغه پژواک اژانس ته وويل چې په اسټراليا کې له دندې رخصتي اخيستل ګران او ستونزمن کار دى، خو له کرکټ سره مينه او د هېواد د ملي لوبـډلې د تشويق لپاره له ډېرو لګښتونو سره هندوستان ته راغلى دى.
ده زياته کړه: ((که څه هم موږ له هېواده لرې يو، خو هېواد او وياړونه مو نه دي هېر شوي.))
انجنير فضل محمد بيا له کابل څخه د هندوستان ناګپور ښار ته د کرکټ د ملي لوبډلې د تشويق لپاره راغلى دى.
هغه پژواک اژانس ته وويل چې د کرکټ له ملي لوبډلې سره ډېره مينه لري او همدې مينې تر ناګپوره پورې ورساوه.
د نړيوال جام سياليو لپاره د افغانستان اعلان شوې لوبډله په لاندې ډول ده:
اصغر ستانکزى، امير حمزه، دولت ځدراڼ، ګلبدين نايب، حميد حسن، کريم صادق، محمد نبي، محمد شهزاد، نجيب الله ځدراڼ، نورعلي ځدراڼ، رشيد خان، سميع الله شينوارى، شفيق الله شفق، شاه پور ځدراڼ او عثمان غني.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










