منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۳ غ.م
۴°صاف · ↑۱۳° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کابل کې د ماشومانو لپاره ډېری خواږه توکي جنګي وسایلو ته ورته کڅووړ کې پلورل کېږي

· ۶ دقیقې لوستل · ۲۱۰ کتنې

کابل (پژواک، ١٨ کب ٩٤): په کابل ښار کې د لاسي بم، تومانچې، راکټ توغوونکي او مرميو په څېر ډيزان شوو کڅوړو کې خواږه خوراکي توکو د پلور بازار تود شوى چې له امله يې ماشومان جنګي ذهنيت اخلي او روغتيا ته يې زيان رسېږي.

په بازارنو کې د ماشومانو لپاره دا خواږه توکي، لاسي بم ته ورته پلاستيکي کڅوړو کې ځاى پر ځاى شوي او ماشومان يې د (لاسي بم) په نامه پېري.

يو کوچنى ماشوم چې دا ډول لاسي بم يې پېرلى و، پلار يې ورته د نصحت په توګه ويل چې دا ډول خوراکي توکي دې نه پېري، خو ماشومان ټينګار درلود چې توکي يې خواږه دي او اجازه يې نه ورکوله چې بېرته يې هټۍ وال ته ورکړي.

ياد شوي پلار خپل ځان شفيق عزيزي معرفي کړ چې په کابل ښار کې ټکسي چلوي. نوموړي د خيرخانې د پنجصد فاميلۍ د هټيو مخکې له خپل ماشوم نه دا پلاستيکي بم واخيست او بېرته يې هټۍ وال ته ورکړ.

نوموړي په دې اړه پژواک خبري اژانس  ته وويل: ((د خداى لپاره پاکستانيان ځانمرګي را استوي، خو اوس خوراکي توکي د لاسي بم دننه ږدي او غواړي چې زموږ ماشومان جګړه غوښتونکي کړي.))

عزيزي زياته کړه، لا هم نه و خبر چې ماشوم يې داسې شيان خوري، اوس چې خبر شو نور به اجازه ورنه کړي چې خپلې پيسې په دې ډول  خوراکي توکو ولګوي.

د کابل ښار دويمې ناحې اوسېدونکي حميدالله هم وويل چې په دې وروستيو کې د پلاستيکي لاسي بمونو د پلور بازار تود شوى چې په پېرلو سره يې نه يواځې ماشومان له جنګي وسايلو سره اشنا او په راتلونکي کې جګړه مار اموخته کېږي، بلکې د دې ډول بې کيفيته توکو کارول، ماشومان له بېلابېلو ستونزو سره مخ کوي.

هغه زياته کړه چې اکثره دا ډول بې کيفيته توکي له پاکستان واردېږي او دولت يې هم مخنيوى نه کوي.

نوموړي زياته کړه چې زوى يې څو ورځې وړاندې د پلاستيکي بم د منځ خوراکي توکو له امله ناروغ شو او ده ته يې اقتصادي زيان اړولى دى.

هغه وويل: ((پوښتنه نشته، زوى مې د دې توکو خوړلو له امله تبې ونيو، ستونی يې میکروبي شو، ډاکتر ته مې يووړ  او دوه زره افغانۍ پرې ولګېدې.))

د دې تر څنګ د کتابچو په پښتيو هم د بېلابېلو وسلو او داسې کسانو انځورونه شته چې پر جګړه بوخت او په وينو لړلي وي. د دې ترڅنګ د ښار په ځينو هټيو کې د وسله ډوله شيانو تر څنګ، ماشومانو ته داسې خوراکي توکي هم وړاندې کېږي چې د ماشومانو روغتيا ته زيان رسوي.

د منډوي يوه عمده پلورونکي هټۍ وال سيد عبدالله وويل چې پخوا به د ماشومانو د لوبو توکي د تومانچې، کلاشينکوف او الوتکې په توګه له پاکستان نه واردېدل، خو په دې وروستيو کې ځيني خوراکي توکي هم چې ماشومان ترې کار اخلي، د لاسي بم او بېلابېلو وسلو له پوښ سره واردېږي چې روغتيا ته زيان رسوي.

نوموړي پر دغه وضعيت د نيوکې ترڅنګ وويل: ((زموږ ماشومان له هغې ورځې چې د ښو او بدو په توپير پوه شي، هره ورځ له رسنيو د خوښۍ په مراسمو او حتى ښوونځيو کې د جګړې او وژنو کيسې اوري، بېلابېلې وسلې ويني چې دا وضعيت پر ماشومانو منفي اغېز لري.))

د دغه هټۍ وال په خبره، د نورو هېوادونو ماشومان تر بلوغ پورې وسله نه پېژني، خو افغان ماشومان له هغې ورځې چې خپل ښى  او چپ لاس وپېژني، له خپل مور او پلار نه د وسلې پېرلو غوښتنه کوي چې لامل يې د حکومت کمزوري ده چې هېواد ته د دې ډول توکو مخنيوى نه کوي.

سيد عبدالله چې په خپله هټۍ کې يې  شپېلۍ  په يوه تومانچه ډوله کڅوړه کې اچولې وې، د دې پوښتنې په ځواب کې چې دا پر ماشومانو منفي اغېز نه لري؟ وويل: ((زه دې ته نه وم ځير شوى، که نه دا مې نه اخيستل.))

يوه بل هټۍ وال هم د نوم نه اخيستلو په شرط په هټيو کې د وسلو په بڼه کڅوړو کې د دې ډول خوراکي او جنګي توکو د پلور په اړه اندېښنه وښوده او ويې ويل چې مخنيوى يې د حکومت دنده ده، خو حکومت په دې برخه کې پاملرنه نه کوي.

هغه د دې پوښتنې په ځواک چې هټۍ وال ولې داسې توکي پلوري؟ زياته کړه: ((داسې توکو ته بايد ګمرک کې اجازه ورنه کړل شي، خو له بده مرغه چې سوداګر په ګمرکونو کې د سل زره افغانيو پر ځاى دوه سوه زره افغانۍ ورکوي او خپل توکي له ګمرک نه تېروي او کله چې بازار ته وړاندې شول، موږ اړ يو چې د پېرونکي د خوښې د ترلاسه کولو لپاره يې هټۍ ته راوړو.))

خو د سوداګرۍ او صنايعو وزارت وايي، د دې ډول توکو واردوونکي سوداګرو ته جواز ورکوي، خو دا اجازه هېڅکله نه ورکوي چې مضر، غير قانوني او د خلکو پر زيان توکي وارد کړي.

د ياد وزارت وياند مسافر قوقندي پژواک ته وويل چې د کورنيو چارو وزارت له لارښوونې سره سم يې د پلاستيکي وسلو د واردولو مخنيوى کړى، خو په بازار کې شته توکي له وړاندې کلونو پاتې دي.

هغه زياته کړه چې د لوبو پلاستيکي وسايل لکه تومانچه او نور د ماشومانو پر زيان دي، د سوداګرۍ او صنايعو وزارت يې هېڅکله هم د واردېدو پلوي نه کوي.

قوقندي زياته کړه چې دا توکي له ګمرکونو واردېږي او ګمرکونه په ماليې وزارت پورې اړه لري، خو د ماليې، سوداګرۍ او کورنيو چارو وزارتونو ګډ پلاوى شته چې د دې ډول توکو د توريد مخنيوى کوي.

د عامې روغتيا وزارت د غذايي توکو د خونديتوب امر ډاکتر ذاکر نسيمي وويل چې پلاستيکى بم، رنګه پاپړ، شېرين چوشک، لواشک او ورته نور خوراکي غذايي خونديتوب نه لري.

د هغه په خبره، دا ډول توکو کې غير مجاز خوراکي توکي شامل دي او د ګمرکونو له لارې د هېڅ ډول ورود اجازه نه ورکوي، خو په بازار کې شته توکي په قاچاقي ډول راوړل شوي دي.

ډاکتر نسيمي وويل چې هېواد ته ټول راوړل شوي خوراکي توکي، لومړى لابراتوار او چک ته استول کېږي او له چک وروسته ګټورو ته د وردو اجازه ورکوي او بازار ته د پاتې نورو مخنيوى کېږي.

د عامې روغتيا د خوراکي توکو د غذايي خونديتوب امر وويل: ((کله چې موږ له بازار او مارکېټونو څارنه کوو او له دې ډول توکو سره مخ شو، هماغه شېبه يې را ټولوو، خو په کومو توکو چې شکمن وو مهر ولاک کېږي او د لابراتواري پايلې وروسته که خواړه روغتيا ته مضر نه وي، د پلور اجازه ورکول کېږي، که نه له دې پرته را ټولېږي.))

هغه زياته کړه چې له اتو مياشتو راهيسې شاوخوا ٢٠ ټنه غير مجاز خوراکي توکي د کابل ښار له بېلابېلو برخو راټول شوي چې ډېر ژر به د رسنيو پر وړاندې وسوځول شي.

دا په داسې حال کې ده چې ارواپوهان نيوکه کوي چې دولت بايد د دا ډول ماشومانه توکو د توريد مخنيوى وکړي؛ ځکه چې اطفال يې په کارولو سره تاوتريخجن روزل کېږي، بايد پر ځاى يې ماشومانو ته نور توکي لکه توپ، قلم او ... وارد شي چې د ماشومانو ذهن د سولې او سلامتۍ خواته بوځي.

د دې تر څنګ د ماشومانو د لوبو ځينې توکي لکه پلاستيکي ټوپک او تومانچې چې هر کال له پاکستان او چين نه واردېږي او ماشومان ترې په ځانګړي ډول د اختر او نوي کال په ورځو کې کار اخلي، له يوې خوا يې د ډزو غږ ماشومان وېروي او بلخوا ځينو خلکو ته زيان رسوي او حتى خپلې سترګې يې له لاسه ورکړې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد