کابل (پژواک، ٢٢ کب ٩٤): د کرکټ د شل اووريز نړيوال جام سياليو په يوه مهمه لوبه کې افغانستان زمبابوې ته په ماتې ورکولو سره ددغو سياليو دويم پړاو ته لاره پيدا کړه.
دا لوبه د افغانستان او زمبابوې لپاره برخليک ټاکوونکې ده؛ ځکه چې دواړه لوبډلې په خپل ګروپ کې دوه دوه لوبې ګټلې او هره لوبډله چې دا لوبه وګټي، دويم پړاو ته ځي.
د نننۍ لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړى يې په خپله د توپوهنې پرېکړه وکړه، د افغانستان لومړنيو لوبغاړو او په ځانګړې توګه شهزاد محمدي ډېره تېزه لوبه پيل کړه او په پنځو اوورونو کې يې د افغانستان منډې تر ٥٠ ورسولې.
د شهزاد محمدي له سوځېدو سره سم اصغر ستانکزى، نور علي ځدراڼ او ګلبدين نايب هم وسوځېدل او په اتو اوورونو کې د افغانستان منډې ٦٠ وې او څلور لوبغاړي سوځېدلي وو.
خو وروسته محمدنبي عيسى خېل او سميع الله شينواري په زړه پورې لوبه وکړه او د لوړو شاټونو په وهلو سره يې د افغانستان منډې تر ١٨٦ ورسولې.
محمد نبي عيسى خېل ٥٢، سميع الله شينواري ٤٣ او شهزاد محمدي ٤٠ تېزې منډې جوړې کړې.
د زمبابوې لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه شواى کړاى او ټوله لوبډله يې په ١٢٠ منډو وسوځېدله. د افغانستان له لوري راشد ارمان درې، حميد حسن دوه ، محمد نبي عيسى خېل ، سميع الله شينواري او دولت ځدراڼ يو يو لوبغاړي وسوځول.
نبي عيسى خېل د دې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
دا لومړى ځل دى چې افغانستان د کرکټ په شل اووريز نړيوال جام کې درې پرله پسې لوبې ګټي، چې د افغانستان له لوري يو ريکارډ دى.
له دغې بريا سره افغانستان د دې نړيوال جام دويم پړاو ته لاره پيدا کړه او هلته به په خپل ګروپ کې له انګلستان، سوېلي افريقا، سريلانکا او ويسټ انډيز سره لوبې کوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










