منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۱۹ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“افغان کرکټ لوبډله به د نړيوال جام دويم پړاو سترو لوبډلو ته سرخوږی جوړ کړي”

· ۴ دقیقې لوستل · ۶۰ کتنې

کابل (پژواک، ٢٣ کب ٩٤): د کرکټ لوبې يو شمېر کارپوهان وايي چې د شل اووريز نړيوال جام سياليو په لومړي پړاو کې د افغان لوبډلې برياوو ته په کتو دوى کولى شي په دويم پړاو کې سترو لوبـډلو ته سرخوږى جوړ کړي.

د کرکټ شل اووريز نړيوال جام سيالۍ په هندوستان کې پيل شوې دي، په لومړي پړاو کې يې اتو لوبډلو برخه اخيستې وه چې په دوو ګروپونو وېشل شوې وې.

په الف ګروپ کې بنګله دېش، عمان، ايرلينډ او هالنډ لوبډلې وې، په ب ګروپ کې افغانستان، زمبابوې، سکاټلينډ او د هانګ لوبډلو برخه اخيستې وه.

افغانستان په خپل ګروپ کې زمبابوې، سکاټلينډ او د هانګ کانګ لوبډلو ته په سترو ماتو ورکولو سره لومړى مقام خپل کړ او دويم پړاو ته يې ته لاره پيدا کړه.

ملي لوبډلې د سياليو په هره برخه توپوهنه، توپ اچونه او توپ راټولونه کې له ځانه ځانګړې وړتياوې وښودې او د نړيوالو پاملرنه يې ځان ته راواړوله.

په دويم پړاو سياليو کې ١٠ لوبډلې برخه اخلي چې هغه هم په دوو ګروپونو کې وېشل شوې دي.

افغانستان په الف ګروپ کې له انګلستان، سوېلي افريقا، ويسټ انډيز او د سريلانکا لوبډلو سره به خپلې لوبې کوي.

ملي لوبډله به د مارچ په ۱۷مه له سريلانکا، په ۲۰ مه له سوېلي افريقا، په ۲۳ مه له انګلستان او د مارچ په ۲۷ مه به له ويسټ انډيز سره لوبې کوي.

د افغانستان د کورني کرکټ مسوول او د دې لوبې کارپوه نظيم جار عبدالرحيمزى وايي چې د افغانستان ملي لوبډلې د نړيوال جام سياليو د لومړي پړاو په لوبو کې له ځانه ځانګړې وړتياوې وښودلې.

هغه زياته کړه چې د شهزاد او نبي تر څنګ سست توپ اچوونکو راشد ارمان او سميع الله شينواري ډېرې ښې لوبې وکړې او د افغانستان په بريا کې يې مهم رول ولوباوو.

جار په دې لوبو او برياوو کې د روزونکو ښه روزنه او ښه پلانونه په ګوته کړل او ويې ويل چې د دوى له امله د افغان لوبغاړو د توپوهنې برخه ډېره ښه شوې ده.

نوموړي د دويم پړاو سياليو په اړه وايي چې افغانستان خپله لومړۍ لوبه له سريلانکا سره کوي، دغه لوبډله اوس تر پخوا کمزورې شوې؛ ځکه چې د ده په وينا، پياوړي لوبغاړي يې تقاعد شوي او نوي کم تجربه لوبغاړي يې په لوبډله کې داخل کړي دي.

د هغه په وينا، که چېرې د افغانستان لوبډله خپله لومړۍ سيالي کې ښه لوبه وکړه، نو اغېزې به يې پر راتلونکو لوبو هم وي او د نورو هېوادونو لوبډلې به هم تر فشار لاندې راولي.

نظيم جار وړاندوينه کوي چې افغان لوبډله د انګلستان او نيوزيليند لوبـډلو ته هم سرخوږى جوړولى شي، خو که په منظم پلان سره لوبه وکړي.

نوموړي په راتلونکو لوبو کې له شهزاد محمدي، نبي عيسى خېل، حميد حسن او سست توپ اچوونکو راشد ارمان او سميع الله شينواري څخه د ښې لوبې تمه لري.

د کرکـټ لوبې کارپوه او د لوبه مجلې مسوول مدير رحيم څاروان هم په ټوليزه توګه په لومړۍ سياليو کې د ملي لوبـډلې د لوبو ستاينه کوي او وايي چې د پخوا په پرتله دغه ځل افغان لوبغاړو په توپوهنه کې هم خپلې وړتياوې وښودې.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې افغانستان تل لوبې د توپ اچوونکو پر مټ ګټلې  دي، خو دا ځل افغان توپوهونکو هم ډېرې ښې لوبې وکړې او په ځانګړې توګه شهزاد محمدي او محمد نبي عيسى خېل خپله وړتيا په ډاګه کړه.

څاروان وايي، څه ډول لوبې چې افغان لوبـډلې په لومړي پړاو سياليو کې وکړې، همدا ډول لوبو ته په دويم پړاو  سياليو کې دوام ورکړي، نو سترو لوبډلو ته سرخوږى جوړولى شي.

هغه هم وايي چې له سوېلي افريقې پرته له پاتې درېيو لوبډلو څخه افغانستان د لوبو د ګټلو چانس لري.

څاروان بيا په راتلونکو لوبو کې له ټولو لوبغاړو د ښې لوبې تمه لري.

د افغانستان د الف لوبډلې روزونکي او پخوانى ملي لوبغاړى رييس احمدزى وايي چې افغانستان به تر ډېره بريده له انګلستان او ويسټ انډيز څخه د لوبو د ګټلو پلان لري.

هغه پژواک اژانس ته وويل، انګلستان په شل اووريزو لوبو کې ښه نه دى ځلېدلى او په ځانګړې توګه لوبغاړي يې سست توپ اچوونکي نه شي لوبولى.

دى وايي چې د ويسټ انډيز هم هغه پخوانۍ لوبډله نه ده، په لوبډله کې يې اختلافات زيات  او لوبغاړي يې هم له سخت رواني فشار سره مخ دي.

خو د احمدزي په وينا، په لومړي پړاو سياليو کې تر برياوو وروسته د افغان لوبغاړو مورال لوړ دى.

دى وايي، افغانستان به له سريلانکا او سوېلي افريقا سره هم ښې لوبې وکړي، خو که يې وګټلې کومه حيرانوونکې خبره به نه وي.

ده زياته کړه: ((د افغانستان لوبډله به په دويم پړاو کې تر هېڅ ډول فشار لاندې نه وي، په ارام ذهن به لوبه کوي؛ ځکه چې دوى د لومړي پړاو له فشاره تېر شوي دي.))

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې