کابل (پژواک، ٢٣ کب ٩٤): د "ازادې مبارزې" په برخه کې افغان ورزشکار بازمحمد مبارز خپل روسي سيال ته ماتې ورکړه.
بازمحمد مبارز تېره شپه له خپل روسي پياوړي سيال سره د مبارزې ډګر ته راووت او وتوانېد چې د لومړى رونډ په لومړيو دقيقو کې خپل روسي سيال ته ماتې ورکړي.
دا سيالي تېره شپه د افغانستان پر وخت اته نيمې بجې، د مسکو ښار په تر ټولو ستر لوبغالي (لوژنيکي) کې د څه باندې لس زره نندارچيانو پر وړاندې پيل شوې.
په يادو سياليو کې د روسيې مرستيال ولسمشر، په مسکو کې د افغانستان سفير او د سفارت يو شمېر کارکوونکو، د روسيې يو شمېر ورزشي چارواکو او ګڼو روسيه مېشتو افغانانو ګډون کړى و.
بازمحمد مبارز، د افغانستان له مطرحو ورزشکارانو دى چې تر اوسه يې د هېواد لپاره ګڼې نړيوال ورزشي وياړونه ترلاسه کړي دي.
مبارز له خپل روسي سيال سره تر مخامخ کېدو وړاندې د افغانستان خلکو ته په خپل پيغام کې ويلي دي: ((د افغانستان بېلابېلو قومونو همېشه له مانه ملاتړ کړى او ما هم په خپل ژوند کې هڅه کړې چې خپل ملي هويت وساتم.))
هغه زياته کړه چې له دې احساس سره يې تل غوښتي چې د نړۍ ټولو خلکو ته يو ملي پيغام يا انځور ولري.
مبارز په خپلو خبرو کې وويل: ((له خپل روسي سيال سره زما سيالي دوه پيغامونه لري، يو دا چې نړيوالو ته ثابته کړم چې موږ افغانان يو موټى يو او يو له بل ملاتړ کوو، افغانان اتلان وو او اتلان دي او اتل پال هم دي، له بلې خوا مې نړۍ ته وښوده چې بېلابېل قومونه له خپل مبارز ملاتړ کوي.))
دغه افغان ورزشکار په خپل پيغام کې زياته کړې، که چېرې په دې سيالۍ کې بريا ترلاسه کړي، نو خپله بريا به د هېواد ټولو امنيتي ځواکونو ته ډالۍ کړي.
هغه په ورزشي ډګر کې له پوځي جامو سره را څرګندېدل، د هېواد له امنيتي ځواکونو د ملاتړ نښه وبلله.
په افغانستان کې ازاده مبارزه يا (اېم اېم اى) له يوې مخې نوى ورزش دى چې د بازمحمد مبارز له لوري پيل شوى دى.
دغه ورزشکار تر دې وړاندې د غېږو پهلوان و. نوموړي په پهلوانۍ کې هم ښې لاسته راوړنې درلودې، خو له ازادې مبارزې سره يې ځانګړې مينه درلوده او دا ورزش يې د ويډيوګانو او انټرنېټي معلوماتو پر بنسټ زده کړى دى.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










