منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۲۳ غ.م
۴°صاف · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

” د څارويو او مرغانو ساتل د انسان روح تازه کوي”

· ۷ دقیقې لوستل · ۱۴۶ کتنې

کابل (پژواک،٢٤کب ٩٤): کابل ښار کې د کورنيو څارويو ځيني مرکزونه جوړ شوي دي چې د ساتنې، درملنې او شنډولو ترڅنګ خلکو ته ډالۍ هم ورکول کېږي.

په تېرو څلو کلونو کې دوه پرمختللي او ٢٥ کوچني کلينيکونه کابل ښار کې جوړ شوي دي چې د څارويو او مرغانو درملنه په کې کېږي.

يو کلينيک په قلعه فتح الله او بل د اوومې ناحيې اړوند د شورا اتم سړک کې موقعيت لري چې څاروي راغونډوي، ساتي يې او درملنه يې کوي.

د څارويو ياد دوه نادولتي کلينيکونه، انټرنيټ پاڼې هم لري چې له دې لارې کورني څاروي کور دننه او بهر ته استوي.

د مسوولينو په وينا، څاروي نه خرڅېږي، بلکې يواځې د الوتکې د ټکټ لګښت او د لارې لګښتونه د انټرنټ له لارې کلينيک ته را استول کېږي، څو څاروي روغ رمټ خاوند ته په لاس ورشي.

د شورا پر سړک د نوزاد کلينيک وترنره مريم اميني وايي، دلته شاوخوا ٤٥ پيشوګانې او ٨٠ سپيان شته او د دې ترڅنګ ځيني نادولتي موسسې هم خپل سپيان د درملنې لپاره کلنيک ته ور وړي، چې درملنه يې وشي او که اړينه وي، ان جراحي عمل هم پرې ترسره کېږي.

دا مرکز خلکو ته پيشوګانې او سپيان ډالۍ ورکوي؛ خو په دې شرط سره چې  کورنۍ ژمنه وکړي چې څارويو سره مناسب چلند کوي.

اميني پژواک خبري اژانس ته وويل: "د نوزاد د کار بله برخه داده چې خلک د روزنې اوږدمهالي بهير کې ګډون وکړي او څاروي په مسوولانه ډول وساتي."

نوموړې زياته کړه، اوس زياتې کورنۍ د کورنيو څاريو ترلاسه کولو لپاره ورځي، کلينيک کې يې پيشو، سپى، ډول ډول مرغان او څاروي لکه سوى او شمشتۍ چې تراوسه ور وړل شوي دي، درملنه يې کېږي او د اړتيا پرمهال د جراحي عمليات هم پرې ترسره کېږي.

سرچينې ويلي، څاروي په بېلابېلو شرايطو دې مرکز ته راوړل کېږي، هغه او همکاران يې خلک هڅوي چې له کوڅو او بازار څخه څاروي دې مرکز ته ور وړي چې له روغتيايي معايناتو څخه وروسته د اړتيا په صورت کې جراحي، شنډ او يا تر څارنې لاندې ونيول شي او کله چې له بشپړې درملنې يې ډاډ ترلاسه شو، بېرته کورنيو ته وسپارل شي.

دې وترنرې زياته کړه، که چېرته بهر وويني چې يو سپى موټر وهلى او له ستونزې سره مخامخ دى او يا په کومې وژونکې ناروغۍ اخته وي، هغه د درمنلې لپاره کلينيک ته راوړي.

نوموړې زياته کړه: "يو سپى يې له دې ځايه راوړ او په غاړه کې يې يوه کوچنۍ رسۍ وه، کله چې سپى غټېده، د وخت په تېريدو رسۍ غاړه ژوبله کړې وه او ټپ يې ژور و، رسۍ مو د هغه له غاړې را بهر کړه او تر اوسه موږ سره بستر دى."

اميني زياته کړه، کومې پشوګانې او سپيان چې هډونه يې مات وي يا د سترګو درد او ميکروب ولري، په دې مرکز کې تداوي کېږي او که شونې وي، عمليات او بيا د شنډتوب واکسين له تطبيق څخه وروسته خوشې کېږي.

نوموړې وويل، نه يواځې پيشو او سپى بلکې ټول څاروي ميکروبونه لېږدوي، د څارويو کلينيکونه د همدې لپاره دي چې څاروي په کې په خپل وخت واکسين شي، څو د ميکروب لېږد لامل نه شي.

د دې حيواني مرکز وترنرې وويل، کابل ښاروالۍ او د هېواد نور ولايتونه د سپيانو د شمېر کنټرول لپاره، خطرناکه لار تعقيبوي، کوڅه ډبي سپيان د زهري درملو پرمټ له منځه وړي چې دې کار د نوزاد کلينيک کارکوونکي اغېزمن کړي دي.

هغه په دې اړه چې څوک دا ډول څاروي ساتي، وايي، د کورنيو څارويو ساتل د انسان په رواني وضعيت ښه اغېز پرې باسي چې د هغوى تاوتريخوالي ته يې د پاى ټکى اېښى دى.

١٧ کلنه انجيلا چې د کابل ښار پنجصد فاميلي سيمه کې ژوند کوي، يوه سپينه او توره پيشو لري چې "ابلقک" ورته وايي.

نوموړې چې په يوه خصوصي پوهنتون کې زده کړې کوي، پژواک خبري اژانس ته يې وويل چې دا پيشو يې له نوزاد مرکز څخه اخيستې ده، کله چې له پوهنتون څخه ستړې کور ته راشي، ابلقک چې چېرته وي، ځان هغې ته ور رسوي او په خور خور کولو سره يې شاوخوا ګرځي راګرځي.

يادې نجلۍ په داسې حال کې چې خندل يې، ويې وويل: "باور وکړئ چې ټوله ستړيا مې د ابلقک په ليدو هېروم، پر هغې هم ګرانه يم، کله چې راته نږدې وي، ما سره لوبې کوي، زه د هغې روان درک کوم چې څومره له ما سره مينه لري او په ليدو يې خپل حالت ښه احساسوم."

انجيلا زياته کړه چې د انسانانو د ژوند ټولې برخو باندې د جګړو سيورى غوړېدلى دى او جګړې د خلکو روان له تاوتريخوالي او نه همپالنې سره عادت کړى دى او دا سبب شوى، چې افغانان له ډېرو فرهنګونو څخه لرې پاتې شي.

هغې زياته کړه چې خپله پيشو ښه ساتي، هغه وينځې، مياشت کې يو ځل يې کور ته څېرمه حيواني کلينيک ته د واکسين لپاره وړي.

دې محصلي په ډاګه کړه، چې کورني څاروي نوموړې سره بدو رواني حالاتو کې مرسته کوي او د اړتياوو له مخې احساس کېږي چې دا ډول څاروي او مرغان کورونو کې وساتل شي او روغتيايي کلينيکونو ته د څارنې لپاره يوړل شي.

خو ځيني نور خلک د څارويو ساتل له لوېديځ څخه راوړل شوى فرهنګ بولي او هغه نه مني.

د کابل ښار اوسېدونکى عبدالسميع چې کلوله پشته سيمه کې ژوند کوي، وايي چې د دا ډول حيواني مرکزونو راتلل چې خلکو ته څاروي ډالۍ ورکوي، د لوېدېځ فرهنګ دى.

نوموړى چې څېره يې له غوسې بدله شوې وه، وويل: "کورونو کې د پشوګانو او سپيانو ساتل د دې ترڅنګ چې ميکروبونه رامنځ ته کوي او د کورنۍ غړي په بېلابېلو ناروغيو اخته کوي، شريعت کې د سپي غپل کورونو ته د ملايکو د راتګ مخه نيسي."

دې اوسېدونکي وويل، هېڅ له اجازه نه ورکوي چې اولادونه يې کور کې پيشو او يا سپى وساتي؛ ځکه دا غربي فرهنګ دى، کله چې اولادونه ځوانان کېږي، د دې پرځاى چې د مور او پلار خدمت وکړي، په عيش او عشرت کې ډوبېږي، مور او پلار يې څاروي ساتي او ان د اولادونو نومونه ورباندې ږدي.

د مولوي محمد نصير په نوم يوه ديني عالم وويل چې د اسلام په لومړيو کې او د صحابوو په ژوند کې د پيشو او مرغانو له ساتلو يادونه شوې ده، لکه څرنګه چې ابوهريره له پيشو سره مينه درلوده او حضرت رسول اکرم صلى الله عليه وسلم ورته د "پيشو پلار" ويل.

د نوموړي په وينا، اسلام کې د سپي ساتل د ځينو شرايطو په پام کې نيولو سره لکه له دښمن څخه د ځان خوندي کولو، د رمې ساتلو او ښکاري سپي ساتل جواز لري؛ له دې پرته شريعت د سپي ساتل حرام ګڼلي دي؛ خو په ظالمانه ډول د دې حيوان وژل هم جواز نه لري؛ ځکه د خداى تعالى مخلوق دى.

په ورته وخت کې مريم اميني هم پژواک ته وويل: "هر مخلوق که انسان وي يا څاروى د ژوند حق لري او له دليل پرته د څاريو وژل ډېره ګناه لري؛ که ميکروب ولري او په خورا بد حالت کې وي چې وضعيت يې د ښه کېدو نه وي، د واکسين او يا درملو په واسطه له منځ وړل کېږي، زما له نظره، د دا ډول حيواناتو وژل په کاڼي او يا جارحه وسلو منع دي."

نوموړې د دې مطلب په څرګندولو سره چې يو ماشوم يې ليدلى دى چې سپى يې په يوه غټه ډبره پر سر ووېشت او ماغزه يې راووتل، له خلکو يې وغوښتل چې د څارويو درد درک کړي، خپل ماشومان پوه کړي چې څاروي هم د هغوى په څېر ځان لري او بايد و يې نه ځوروي.

سرچينې زياته کړه، د SPAY ‌په ورځ (د سپيانو شنډولو نړيواله ورځ) چې د فبروري له ٢٣ سره برابره ده، د نوزاد کلينيک کارکوونکو سپيان راغونډ کړي وو، درملنه يې وکړه او شنډولو واکسين يې پرې تطبيق کړ او که بله ستونزه و نه لري، خوشې کوي يې؛ له دې پرته دلته بستر کېږي.

د کابل  ښوونې او روزنې پوهنتون  کې د اروا پېژندنې استاد شرف الدين عظيمي وايي، نننۍ انسان د ټکنالوجۍ او پرمختګ شرايطو په رامنځ ته کېدو سره په خپلو کې د لرې کېدو په حال کې دي، د يوه بل عاطفي غوښتنو ته ځواب نه شي ويلى او هر څوک په خپل ژوند کې بوخت دى.

نوموړي زياته کړه چې په دې ډول حالاتو کې بايد خپل نور کمښتونه پوره کړي؛ نو له دې امله د سپي، پيشو او يا مرغانو ساتل کولى شي انسان بوخت کړي.

عظيمي زياته کړه، داسې ډېرې مېرمنې شته چې خاوندان يې له لاسه ورکړي او هغوى ته تر ټولو غوره بوختيا د چرګانو، څارويو او مرغانو ساتل دي چې د هغوى روان بوخت ساتي.

د اروا پېژندنې دې استاد زياته کړه: "ځينې مېرمنې شته چې اولادونه نه لري، يو سپى، پيشو او يا چرګان لري او کولى شي چې په دې ډول خپله عاطفه راڅرګنده کړي."

هغه يادونه وکړه چې دلته څو موضوع ګاني شته؛ يو دا چې مصروف کېږي، عاطفي تشه يې ډکېږي او درېم د دې  ډول خلکو د خوشحالتيا لپاره يوه انګېزه ده ؛ نو د څاريو او مرغانو ساتل هېڅ راز ستونزه نه لري.

د يادونې وړ ده چې د کرنې او اوبو لګولو وزارت له لوري يو حيواني کلينيک کابل ښار کې شته، چې هلته څاروي او مرغان تدواي کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول چاپېريال ساتنه